تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې بند پاتې پاکستانيان د تګ-راتګ لارو بېرته پرانیستل غواړي
هغه پاکستاني محصلان چې هیله لري له افغانستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، هغه سوداګر چې کار نه شي کولی او هغه کورنۍ چې ایسارې پاتې دي، نژدې درې میاشتې وروسته هم بېبرخلیکه حالت کې دي، ځکه چې پر ډیورنډ کرښه د خونړیو نښتو له امله ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.
افغانستان کې ایسار پاکستاني محصلان وايي، مخکې به له ازموینو وروسته خپلو کورونو ته تللی شول، خو اوس درې میاشتې کېږي چې د تګ-راتګ لارې تړل شوې او دوی یوازې پر انټرنېټ له خپلو کورنیو سره اړیکه نیولی شي.
۲۵ کلن شاهفیصل چې د طب محصل دی، وايي مور او پلار یې ډېر یادېږي او هیله لري چې د ژمي رخصتیو کې پاکستان کې خپلې کورنۍ ته ولاړ شي.
نژدې درې میاشتې کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډېورنډ کرښه له نښتو راوروسته ځمکنۍ لارې تړل شوې او محصلانو، سوداګرو او کورنیو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
د شاهفیصل په څېر ډېر کسان خپل کور ته د تللو هېڅ عملي چاره نه لري. د الوتنو ټکټونه ډېر ګران شوي او قاچاقي لارې بې خطره نه دي.
د محصلانو یوه استازي ویلي، چې یوازې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې پاکستاني محصلان په پوهنتونونو کې زدکړې کوي او د بېرته تګ لاره لټوي.
۲۲ شاه فهد امجد جلالاباد کې د طب محصل دی. نوموړي پر "دواړو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] غږ وکړ چې لار پرانیزي" چې محصلان خپلو کورنیو ته ولاړ شوی شي.
د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له اوږدېدو سره، ځینې کسان د خپلو وېزو د وضعیت او مالي ستونزو په اړه هم اندېښمن دي.
۲۳ کلن برکتالله وزیر چې جلالاباد کې پر زدکړه بوخت دی وايي:
"دې کړکېچ زموږ لپاره، چې په افغانستان کې محصلان یو، ستونزې جوړې کړې دي، خو همدارنګه د هغو افغانانو لپاره هم چې په پاکستان کې زدکړې کوي".
د سوېلي اسیا د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده لانجمنه کرښه پرته ده او ډېره برخه یې له غرنیو سیمو تېرېږي. دا کرښه چې عموماً د هغو پاکستاني او افغان وګړو ترمنځ د تګ راتګ لاره ده چې د کرښې دواړو غاړو ته اوسي او ګډ ژور کلتوري، اقتصادي او ان کورني تړاوونه لري.
"موږ بېځایه شوي یو"
ډیورنډ کرښه د تېر کال اکتوبر له نښتو راهیسې، چې دواړو غاړو ته تر ۷۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، تړلې پاتې ده.
اسلاماباد پر کابل هغو وسلهوالو ډلو ته د پنا ورکولو تور لګوي چې پاکستان کې بریدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او د پاکستان د خراب امنیتي وضعیت لامل د دغه هېواد د پوځي مشرتابه د ناکامیو او ناسمو تګلارو زېږنده بولي.
که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ نازک اوربند نافذ دی، خو د منځګړیتوب هڅې دایمي هوکړې ته نه دي رسېدلې او دواړو خواوو د جګړې د بېرته پیلېدا د شونتیا خبرداری ورکړی دی.
۲۱ کلن پاکستانی هټیوال احسانالله همت له خپلې کورنۍ سره د خپلوانو د واده لپاره د افغانستان سوېلي ښار کندهار ته تللی و، خو وايي: "اوس موږ بېرته خپل کور ته نه شو تللی".
ښاغلي همت اېاېفپي خبري اژانس ته ویلي: "نښته پیل شوه او لار وتړل شوه" او هغه دوه ورځنی سفر یې په یوه اوږده او ستړي کوونکي ناورین بدل کړ چې د پای څرک یې نه ښکاري.
"موږ په قاچاقي لارو نه شو تللی، نورې لارې شته خو ډېرې اوږدې دي او ډېرې ګرانې دي" چې کورنۍ یې وس نه لري.
همت وايي: "اوس ژمی دی، ساړه دي او موږ له خپلو ماشومانو سره بېځایه شوي یو." که څه هم افغانستان کې یې خپلوانو کوربهتوب کړی، خو دی وايي د اوږدې مودې پاتېدو له امله د "شرم" احساس لري.
"کار په ټپه ولاړ دی"
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ نژدې ۱۲۰۰ کسانو په کابل کې له خپل سفارته د بېرته ستنېدو لپاره مرسته غوښتې وه، چې ۵۴۹ یې محصلان دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د ډسمبر تر پای پورې تر ۳۰۰ ډېر کسان په الوتکو کې بېرته ستانه شوي دي.
کابل او اسلام اباد لا دا نه دي ویلي چې کرښه او د تګ راتګ لار به کله بېرته پرانیستل شي.
۳۹ کلن لارۍچلوونکی خان محمد په سپین بولدک کې بند پاتې دی، کار نه شي کولی او نه هم بېرته خپل ښار کوټې ته، چې یوازې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لېرې پورت دی، ستنېدای شي.
هغه وايي: "په دې دوه نیمو میاشتو کې مې یو کیلو بار هم نه دی وړی. کار په بشپړه توګه په ټپه ولاړ دی."
هغه زیاتوي: "زموږ ټول ژوند پر همدې دروازې پورې تړلی دی". نوموړی هیلمن دی چې پر کرښه د تګ راتګ لارې ژر پرانیستل شي.
"کله چې دا کرښه پرانیستل شي، ټول به خپلو کورونو ته ستانه شي".