په غزه کې په ځایې وخت سبا لس بجې لنډمهالی اوربند پیلېږي

بي بي سي داسې معلومات تر لاسه کړې چې ښيې د اسرائیلو لخوا په ځایې وخت سبا د پنج شنبې په سهار غزه کې اوربند پلي کیږي.

له دې مخکې اسرائیلو او حماس نن په څلور ورځني اوربند په دې شرط هوکړې ته رسیدلي چې د دواړو لورو یرغمل نیول شوي کسان به خوشي کېږي.

په پام کې ده چې په دې تبادله کې به حماس ۵۰ نیول شوي اسرائیل د ۱۵۰ فلسطینیانو بدل کې ازادوي.

د دې خبرو منځګړي هېواد قطر هیله څرګنده کړې چې دا لنډمهاله اوربند د جګړې بشپړ پای ته زمینه برابره کړي.

د معلوماتو له مخې د قطر لومړي وزیر د دغې اوربند په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبولی دی.

له دې سره اسرائیلو ویلي چې "د اوربند د پیل تر وخته چې سبا سهار لس بجې پیلیږي" خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي

اسرائیلو او حماس په غزه کې پر څلور ورځني اوربند هوکړه کړې

په داسې حال کې چې د اسرائيل کابینې په غزه کې د خپلو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په موخه د جګړې پر لنډمهاله درېدو هوکړه کړې، د اسرائيل دفاعي ځواکونو ویلي چې تر هغه مخکې په غزه تړانګه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

دوی ویلي چې د هوا، ځمکې او اوبو له لارې خپل عملیات روان ساتی.

دغو ځواکونو پر اېکس پاڼه مالومات خپاره کړي چې د حماس وسله والو د ډزو په ځواب کې یې پر هغوی هوايي بریدونه کړي او ګواکې د حماس اړوند ودانۍ یې په نښه کړې او ویجاړې کړې دي.

تمه ده په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له څه باندې شپږو اوونیو خونړۍ جګړې وروسته له حماس سره د څلورو ورځو لپاره د جګړې د درولو هوکړه عملي شي.

د اسرائیل حکومت وايي د دې هوکړې له مخې به په دې موده کې ۵۰ یرغمل شوي کسان چې ښځې او ماشومان دي، خوشي شي.

د اسرائیل د لومړي وزیر له دفتره په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، چې د لا ډېرو یرغملو خوشې کېدل به په جګړه کې د ځنډ یا وقفې د اوږدېدو په معنی وي،‌ هغه داسې چې د هرو لسو نورو یرغمل شویو د خلاصون بدل کې به جګړه یوه بله ورځ هم ولاړه وي.

خو په دې اعلامیه کې دا هم راغلي چې د اسرائیل حکومت، دفاعي ځواکونه او استخبارات به د ټولو یرغمل شویو د بېرته ستنولو، په بشپړه توګه د حماس لمنځه وړلو او د دې ډاډمولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي چې بیا به له غزې اسرائیل ته خطر نه پېښېږي.

د نتنیاهو حکومت په کور دننه د یرغمل شویو کسانو د کورنیو او خواخوږو لخوا د هغوی د ژغورنې لپاره له ډېرېدونکو فشارونو سره مخامخ و.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د خبرو منځګړیتوب قطر کاوه.

دغه هېواد د حماس لخوا مخکې د ۴ نورو یرغمل شویو کسانو په خوشې کېدو کې هم رول درلود.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي مخکې ویلي وو چې سې‌شنبه سهار یې اسرائیلو ته د دې احتمالي هوکړې مخ‌لیکنه سپارلې ده.

دغه هېواد تازه ویلي چې په جګړه کې د ځنډ پیل به په راتلونکو څلېرویشت ساعتونو کې اعلان شي.

تر هغې وروسته د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې "حماس سره د هوکړې پرېکړه سخته، خو سمه ده."

هغه دا هم ویلي چې هېواد به یې "خپلو ټولو اهدافو ته تر رسېدو پورې" حماس سره جګړې ته دوام ورکوي.‌

نوموړي د یرغملو خلاصون او د حماس لمنځه وړل د اسرائیل مهم اهداف بللي‌ وو.

د اسرائیل کابینه له حماس سره د یرغملو د خلاصون هوکړه داسې مهال تاییدوي، چې تازه د فلسطین اسلامي جهاد ډلې د یوه یرغمل شوي تن د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

دغه ډله له حماس جلا فعالیت کوي، خو پر اسرائیل د اکتوبر ۷مې د برید پر مهال ورسره ملګرې وه، چې څه باندې ۲۰۰ کسان پکې یرغمل ونیول شول.

هوکړه کې نور څه دي؟

د فلسطین د کورواکې ادارې بهریو چارو وزیر ریاض المالکي‌ وايي د حماس او اسرائیل ترمنځ د هوکړې له مخې به د اسرائیلو له زندانونو تر ۳۰۰ پورې فلسطیني بندیان هم خوشې شي.

د فلسطین اداره له حماس جلا او په لویدیزه غاړه کې فعالیت کوي.

ښاغلي مالکي‌ بي‌بي‌سي ته ویلي "موږ اورېدلي چې ۵۰ نیول شوي اسرائیلیان به د اسرائیل زندانونو کې له ۳۰۰ بندي فلسطینیانو سره چې ټول یې ښځې او ماشومان دي، تبادله شي."

خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو په دې احتمالي تبادله کې د ۱۵۰ فلسطینیانو د خوشې کېدو خبره کړې وه.

د اسرائیل کابینه حماس سره د موقت اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هوکړه داسې مهال تصویبوي، چې په غزه کې جګړه لا هم په شدت روانه ده.

اسرائیلي ځواکونو د جګړې "بل پړاو ته د چتمووالي" خبره کړې او وايي د غزې شمال کې یې د کډوالو جبالیا پنډغالی کلابند کړی دی.

هممهاله په دې تراړه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت ویلي، چې دغلته د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس له ۱۴ زرو اوښتی.

په دوی کې څه باندې ۵۵۰۰ ماشومان او تر ۳۵۰۰ ډېرې ښځې دي.

تازه د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې ویلي چې د غزې شمال کې پر العوده روغتون د اسرائیلي ځواکونو برید کې ۳ ډاکتران وژل شوي چې ۲ یې د دوی همکاران وو.‌

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هم په یوه جلا برید کې د خپلې یوې همکارې او د هغې د کورنۍ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

پر دې سربېره د لبنان یوې تلویزیوني شبکې ویلي، چې اسرائیل سره په ګډه پوله یې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې ۲ ژورنالیستان وژل شوي دي.

اسرائیل وايي په دې اړه څېړنې کوي.