تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برېښنايي سیګرټ څومره خطرناک دي؟
- Author, لوئیس باروچو
- دنده, بي بي سي
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هېوادونو د برېښنايي سیګرټو د زیاتېدونکي شهرت له کبله، چې د ویپ په نوم پېژندل کېږي، محدودیتونه وضع کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د دې سیګرټو په اړه، چې ډېر ښکلو رنګینو پوښونو کې ځای پر ځای شوي او د خوند له اړخه لږ تر لږه ۱۶۰۰۰ ډوله خوندونه لري؛ وايي، په ډېرو هېوادونو کې ماشومان او تنکي ځوانان د لویانو په پرتله دا سیګرټ ډېر څکوي.
تر دې دمه وروستی هېواد، چې دې برخه کې یې بندیزونه اعلان کړي بریتانیا ده. دې هېواد د روانې جون میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د یوځل کارېدونکو برېښنايي سیګرټو پلورل او عرضه کول بند کړل.
هغه دوکانداران، چې په انګلنډ کې د دې قانون ماتولو په تور ونیول شي له زیاتې جریمې سره مخامخېږي او که دا چاره بیا ځلې ترسره کړي نو تر دوو کالو د بند سزا به ورکړل شي.
د بریتانیا حکومت تمه لري، چې یوځل کارېدونکو ویپونو ته د لاسرسي محدودول به چاپېریال ته پېښ زیان کم کړي او د ماشومانو په منځ کې به د ویپ څکولو مخنیوی وکړي.
برېښنايي سیګرټ څومره زیان لري؟
څېړنو ښودلې ده، چې ویپ څکول د سیګرټو د څکولو پرتله خورا لږ زیان رسونکي دي، چې تمباکو، تار، او یو شمېر نور زهرجن، سرطان رامنځته کونکي کیمیاوي توکي لري.
خو ویپ څکول په اوږد مهال کې کېدای شي سږو، زړه او مغزو ته زیان ورسوي، ځینې طبي متخصصین دا یوازې د هغو لویانو لپاره د مرستې په توګه وړاندیز کوي، چې د سیګرټ څکولو پرېښودو هڅه کوي.
د برېښنايي سیګرټو لوګی هم د روږدونکي مادې نیکوتین په ګډون یو څه اندازه کیمیاوي مواد لري.
د بریتانیا د روغتیا او ټولنیزې پاملرنې اداره وايي: "برېښنايي سیګرټ څکول کېدلی شي هغو لویانو لپاره ګټور وي، چې غواړي له عادي سیګرټ څکولو څخه لاس په سر شي خو موږ تل دا روښانه کړې، چې ماشومان او هغه لویان، چې د سیګرټ څکولو عادت نه لري باید هېڅکله هم برېښنايي سیګرټ ونه څکوي. "
د دې لپاره، چې د برېښنايي سګرټو د څکولو په بشپړو اغېزو پوه شوو نورو څیړنو ته اړتیا ده، خو د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ، هغه "ګواښوونکې نښې" د برېښنايي سګرټو له کبله رامنځ ته کېږي مخ په ډېرېدو دي.
د بریتانیا د مانچسټر میټروپولیټن پوهنتون د ۲۰۲۰ کال یوې څېړنې موندلې، چې برېښنايي سګرټ "د عادي [تمباکو] سګرټ څکولو په څېر په سږو، زړه او رګونو اغېز کوي."
دې څېړنې دا خبرداری هم ورکړی، چې برېښنايي سګرټ "کولی شي د سګرټ څکولو لیوالتیا راوپاروي په ځانګړي ډول ځوانانو کې." دا هغه ګواښ دی چې د روغتیا نړیوال سازمان هم په ګوته کړی دی.
د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې اعلان وکړ، چې د ۶۲ میلیون پونډو یوې څېړنیزې پروژې کې له یوې لسیزې راهیسې یو لک ماشومان، چې عمرونه یې د اتو او ۱۸ کلونو ترمنځ دي تر څار لاندې نیولي دي ترڅو د برېښنايي سګرټو زیان لا ښه په ډاګه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر ټیډروس اډانوم غیبریوس په ۲۰۲۴ کې وویل: "ماشومان په کم عمر کې د برېښنايي سګرټو په دام کې لوېږي او کېدای شي په نیکوتینو هم روږدي شي."
"زه له هېوادونو څخه غوښتنه کوم، چې د مخنیوي لپاره یې کلک ګامونه پورته کړي ترڅو یې ولس او په ځانګړي ډول ماشومان او تنکي ځوانان وژغورلی شي. "
پر ځوانانو یې اغېز څه دی؟
د روغتیا نړیوال سازمان کې د روغتیا د ودې څانګې مشر ډاکټر روډیګر کریچ ادعا کړې، چې برېښنايي سګرټ په قصدي ډول د ټولنیزو رسنیو او نفوذ لروونکو لخوا ماشومانو ته وړاندې کېږي.
هغه وویل، چې د ځینو محصولاتو بازار موندنه کې د کارټون کرکټرونه او داسې ډیزاینونه کارول شوي چې ماشومان ور جذب وي.
هغه په ۲۰۲۳ کال کې ویلي و: " د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د برېښنايي سیګرټو په کارولو کې خطرناک زیاتوالی راغلی، چې کچه یې په ډېرو هېوادونو کې د لویانو له کارونې لوړېږي."
برازیل کې د زړه متخصصه جاکولین شولزهم همدا ډول اندېښنې لري.
هغه د برازیل په ساو پاولو کې د زړه انسټیټیوټ (InCor) کې د سیګرټ روږدتیا د پرېښودو پروګرام رهبري کوي:
" زه په خپل کلینیک کې ډېر زیات د ۱۶-۲۴ کلونو عمر لرونکي ځوانان ګورم، چې دا محصول کاروي. د دوی په بدن کې د نیکوتین کچه له هغو سره برابره ده، چې د ورځې له ۲۰ څخه ډېر سیګرټ څکوي."
هغه وايي، چې پخوا سګرټ څکول د برازیلي ځوانانو په منځ کې ډېر مشهور نه وو، خو د برېښنايي سګرټو له راتګ سره د دوی چلند بدل شوی او د دې په باور دا به په "یوه وبا" بدله شي.
هغه د برېښنايي سیګرټو د بشپړ بندیز غوښتنه کوي.
"برېښنايي سګرټ همهغه پخواني سګرټ دي یوازې بڼه یې بدله شوې، چې له زیانونو سره سره یې پلورلو ته دوام ورکړي او خلک پرې روږدي یا معتاد کړي."
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، ان په ټولنیزو رسنیو کې د برېښنايي سګرټو لنډه بازار موندنه هم کولی، چې د څکولو لیوالتیا یې زیاته کړي او سیګرټ څکولو ته یې واړوي.
د ملګرو ملتونو ادارې په یوه بیان کې ویلي: "څیړنې په دوامداره توګه ښیي، هغه ځوانان، چې برېښنایي سګرټ کاروي په ژوند کې یې د دې احتمال نږدې درې برابره زیات دی، چې وروسته په سیګرټو هم روږدي شي."
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، چې هر کال له اتو میلیونو ډېر خلک د تمباکو کارولو له امله مري.
د تمباکو نیکوتین خورا روږدي کوونکي دي، د زړه او تنفسي ناروغیو، د سرطان له ۲۰ څخه زیاتو ډولونو او نورو کمزورو کوونکو ناروغیو لپاره او د تمباکو کارول یو لوی او خطرناکه فکتور دی.
د برېښنايي سیګرټو صنعت څه وايي؟
د بریتانیا د برېښنايي سیګرټو د صنعتي ټولنې (UKVIA) عمومي مشر جان ډان پر دې باور دی، چې بریالي توګه د مقرارتو تنظیم "د سم توازن په ساتلو" کې دی.
هغه بي بي سي ته وویل: "شواهد ښيي، چې برېښنايي سیګرټ د سګرټ څکولو(تمباکو) پرتله د پام وړ لږ زیان لري او له خلکو سره د سیګرټ (تمباکو) په پرېښولو کې ترټولو ګټوره وسیله ده، چې مرسته ورسره کوي."
هغه وايي: "برېښنايي سیګرټو په بریتانیا کې د سیګرټ څکولو کچه د ریکارډ تر کچې ټیټه کړه او ډول ډول خوندونه یې د بریالیتوب د دې کیسې یوه مهمه برخه ده."
هغه زیاتوي: "دا نظريه، چې خوندونه یوازې د ماشومانو د جذبولو لپاره دي دا د شواهدو له پامه غورځول دي. موږ پوهېږو، چې برېښنايي سیګرټ څکوونکي لویان د میوې خوند غوره ګڼي او نظرپوښتنې ښیي که چیرې دا خوندونه ترې لرې شي، دوه په درېمه سګرټ (تمباکو) څکوونکي به بېرته د (تمباکو)څکولو ته مخه کړي.
"د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي کسان باید دا محصولات ونه کاروي. له همدې امله قانوني صنعت په پرله پسې توګه سخت فشار راوړي، چې د خوندونو لپاره نامناسب نومونه او بسته بندۍ یې بندې شي."
جان ډن وايي: "که موږ له سیګرټو څخه د پاکې (دنیا لرلو) هیله په واقعیت بدلوو نو باید سم توازن وساتو. د خوند په څېر عناصرو په ساتلو سره، چې تر ډېره د لویانو لپاره دي باید ځوانان ترې منع کړو. "
په ټوله نړۍ کې د برېښنايي سیګرټو څکولو قوانین څه دي؟
په ټوله نړۍ کې د برېښنايي سیګرټو د څکولو اړوند مقررات د پام وړ توپیرلري.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، ۳۴ هېوادونو د برېښنايي سګرټو پلورل منع کړي دي.
په ځینو قضیو کې د برېښنايي سیګرټو پلورل او وېشل بند دي او په ځینو قضیو کې بیا ان په عامو ځایونو کې یې څکول هم بند دي.
ځینې هېوادونو کې لکه آسټرالیا ټول هغه برېښنايي سیګرټ او محصولات یې چې نیکوتین ونه لري باید په درملتونو کې وپلورلی شي.
خو، د ملګرو ملتونو ادارې دا موندلې، چې ۸۸ هېوادونو کې د برېښنايي سګرټو پېرلو لپاره کوم عمر نه دی ټاکل شوی او ۷۴ هېوادونو کې د برېښنايي سګرټو اړوند هېڅ ډول بندیزونه نه دي لګول شوي.
په ۲۰۱۴ کال کې، اروپايي ټولنې د تمباکو محصولاتو لارښود تعدیل کړ او پر برېښنايي سیګرټو یې ترپخوا سخت تره مقررات وضع کړل، چې په دې کې د عمر، اعلاناتو او خوند محدودیتونه شامل دي.
خو د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ترمنځ قوانین توپیر لري: فرانسې او بلجیم سږکال د یوځل کارېدونکو برېښنايي سیګرټو کارول بند کړل خو یونان بیا اجازه ورکړې چې په ځانګړو دوکانونو کې وپلورل شي او کارول یې تنظیم کړي.
په متحده ایالاتو کې پیرودونکي یې باید لږترلږه ۲۱ کلن وي ترڅو له هغو پرچون پلورونکو د برېښنايي سیګرټو وسایل او مایع واخلي چې تمباکو نه پلوري.
برېښنايي سیګرټ چاپیریال ته څه زیان رسوي؟
بریتانیا کې پریوځل کاریدونکو برېښنايي سګرټو د بندیز موخه داده، چې د ځوانانو په منځ کې یې کارول محدودول کړي او پرچاپیریال یې هم اغیز کم کړي.
د چاپیریال، خوړو او کلیوالو چارو اداره وايي، په ۲۰۲۳ کال کې هره اوونۍ نږدې پنځه میلیونه یو ځل کارېدونکي برېښنايي سیګرټ چاپیریال کې غورځول کېدل.
برېښنايي سیګرټ د لیتیم آیون بیټریو ترڅنګ ځینې داسې جوړښتونه لري که په ناسم ډول لیرې وغورځول شي، نو کولی شي زهرجن مرکبات خپاره کړي او دا د ځنګلي ژوند لپاره خطر رامنځته کوي او په چاپیریال کې زهرجن کیمیاوي مواد خپروي.
منرالونه او لیتیم یې که بېرته ترلاسه شي، د زرغونې ټیکنالوژۍ، لکه د برېښنایی موټرو بیټرۍ یا د باد توربینونو لپاره بیا کارول کېدای شي.
خو د یوځل کارېدونکو برېښنايي سیګرټو مهمو موادو بیا کارول ننګونکي دي، ځکه کوچنیوالي اوپیچلي ډیزاین یې دا چاره ستونزمنه کړې ده.
د بریتانیا د سیمه ییزو حکومتي ادارو ټولنې (LGA) هم خبرداری ورکړی، چې یو یوځل کارېدونکو برېښنايي سیګرټو "خځلې ټولول هم ګواښونکې کړي او د خځلو په لاریو/ګاډو کې د اورلګېدو لامل کېږي."
تر دې دمه بریتانیا کې په لویه کچه د برېښنايي سګرټو د پاتې شونو له منځه وړنکی او له ګټورو موادو یې بیا ګټه اخیستونکی سیستم نه شته له بلې خوا په بازار کې د برېښنايي سیګرټو بېلابېلو ډولونو دا سخته کړې، چې د بیا کارولو یو معیاري سیستم ورته جوړ شي.
څومره ماشومان او لویان برېښنايي سګرټ څکوي؟
په یوه راپور کې اټکل شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۸۲ میلیونه خلکو برېښنايي سیګرټ یا د " نه سوځېدونکو تمباکو" محصولات کارولي دي.
د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې متحده ایالاتو کې د منځنیوښونځیو او لیسو شاوخوا ۱.۶۳ میلیون (۵.۹٪) زده کونکو برېښنایي سیګرټ کارولی وو.
د ( سیګرټ څکولو په وړاندې ګام اخیستل او روغتیا) خیریه موسسې د یوې سروې له مخې په بریتانیا کې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۱-۱۷ کلونو شاوخوا اتلس سلنه ماشومانو (۹۸۰،۰۰۰ ماشومان) برېښنايي سیګرټ څکول.
له ۱۶ کلونو څخه پورته عمرلرونکو ټولو ډلوکې د برېښنايي سیګرټو د څکولو عادت زیات شوی دی، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۵.۱ میلیون خلکو برېښنايي سګرټ کارول.
د بریتانیا د ملي احصایې دفتر (او اېن اېس) راپور ورکوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۶ کلونو او پورته عمر لرونکو ۵.۹٪ خلکو یې هره ورځ برېښنايي سیګرټ څکول، چې د تېر کال پرتله یو څه زیاتوالی ښيي، پداسې حال کې، چې نورو ۳.۹٪ خلکو کله ناکله یې څکاوه.
په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، په ټوله نړۍ کې لږترلږه ۳۷ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې د ۱۳-۱۵ کلونو ترمنځ دي د تنباکو یو ډول نه یو ډول کاروي. په دې کې سیګرټ، بې لوګي تمباکو محصولات، او په زیاتیدونکي توګه برېښنايي سیګرټ شامل دي.