د روغتيا نړيواله ټولنه وايي تېرو دريو کلونو کې یې افغانستان کې د نژدې د سل زره خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې په افغانستان کې د نژدې سل زره سختو خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې ده.

افغانستان کې د یادې نړيوالې ټولنې استازولي وايي، په دې موده کې یې اغېزمنو شویو ماشومانو ته ژغوراند چوپړونه هم وړاندې کړي دي.

په همدې مهال په کابل کې ډاکټران په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي خبر ورکوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې دفتر وايي، له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ کال پورې یې ۹۶۷۰۳ په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې.

د دوی په وینا دغه خدمتونه د دوی د ۱۱۲ اړوندو مرکزونو لخوا وړاندې شوي دي.

یاد ټولنې پر خپله اېکس پاڼه یوه ويډيو خپره کړې چې پکې په افغانستان کې د اندراګاندي روغتون یوه روغتیا پاله حسیبه وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه زیاته شوې ده.

نوموړې وايي، "په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت ډېر خراب شوی، موږ په ورځني ډول د شاوخوا شلو ماشومانو ازموینه کوو، په دوی کې له پنځو تر لسو داسې ناروغان وي چې سخته خوارځواکي لري او بستر کېدو ته اړتیا لري. اوسمهال زموږ د ناروغانو شمېر زیات شوی دی."

کله چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي، نه یوازې خپله ناروغ بلکې کورنۍ یې هم ورسره په کړاو اخته وي. په ځانګړي ډول کله چې کورنۍ بېوزله وي.

د پروان ولایت یوه اوسېدونکې چې زوی یې په دغه ناروغي اخته دی وايي، "په کلي کې ژوند کوو، ژوند مو ډېر په سختۍ روان دی، نه شو کولی خپل اولاد ته په وخت ورسېږو. لباس، تربیې او خوراک ته یې سمه پاملرنه نه شو کولی. همدا لامل دی چې ماشوم مو په خوارځواکۍ اخته شوی."

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې دفتر وايي، دوی په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره د درملنې ترڅنګ درمل، د شیدو چمتو کولو آلې او نور اسباب هم چمتو کړي دي.

وړاندې دغې ټولنې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا دری میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره له دغه هېواد سره د نړيوالو مرستې کمې شوې چې ورسره د بېوزلي کچه هم لوړه شوې ده.