پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

د عکس سرچینه، UNAMA
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یو ځل بیا د طالبانو حکومت لخوا افغانستان کې د دغه سازمان اړوندو ادارو سره د افغان ښځو پر کار بندیز غندلی دی.
یوناما په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نشي منلی."
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر ویلي د طالبانو واکمن چارواکي ګواکې د دغه بندیز له لارې هڅه کوي چې "ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او خدماتو د وړاندې کولو، او د هغو نورمونو او اصولو ترمنځ چې موږ یې د ساتنې دنده لرو، یو ډارونکې انتخاب وکړي."
داسې ښکاري چې ملګري ملتونه پر دویم انتخاب غوره کوي.
د یوناما د دې اعلامیې ژبه د مخکنیو بیانونو پرتله نسبتآ تونده ښکاري او دا یې پکې روښانه کړې چې "پر افغان ولس د دغه ناورین هر ډول منفي پایلې به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي."
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا لخوا د روان کال مې تر ۵ پورې "د عملیاتي چارو د بیاکتنې لړۍ پیل شوې ده.
یوناما لیکلي چې ملګري ملتونه به په دې موده کې افغانستان کې اړینې مشورې ترسره، اړین عملیاتي تنظيم رامنځته او "د ټولو ممکنه پایلو لپاره به چټک بېړني پلانونو رامنځته کړي."

د عکس سرچینه، UN
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې یو ځل بیا افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
دا بندیز د دې لامل شو چې ملګري ملتونه خپلو ټولو افغان ښځینه او نارینه کارکوونکو ته لارښوونه وکړي، چې مهمو کارونو لپاره له محدودې او محاسبه شوې استثنا پرته دندو لپاره دفترونو ته ولاړ نه شي.
یوناما اوس وايي "دا بندیز، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې دهغو نه منونکو محدوديتونو تمديد دی، چې د مرستې رسولو په لومړۍ کرښه کې پر بوختو غير دولتي همکارو موسسو اعمال شو، چې په قصدي ډول له ښځو سره تبعیض او د ژوند ژغورنکو او دوامدار مرستو او خدماتو ته د افغانستان د خلکو دلاسرسي وړتیا ننګوي."
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ټینګار کړی و چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارمنانو ونډه اړینه ده.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم دغه هېواد کې خپل چارو ته دوام ورکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه اداره افغانستان کې د ژوند ژغورونکي بشردوتانه فعالیت ترڅنګ د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه فعالیت کوي.
ملګري ملتونه وايي، دوی له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی افغانستان کې کار وکړي او اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ورسوي.
یوناما ویلي ملګري ملتونه به د امنیت شورا لخوا له ټاکل شوي ماموريت سره سم له واکمنو طالب چارواکو سره تر ممکنې کچې، اصولي او رغنده ښکیلتیا ته دوام ورکړي.
طالبانو تر اوسه د یوناما دې اعلامیې ته غبرګون نه د ښودلی خو وړاندې د دوی د حکومت بهرنیو چارو وزارت ويلي و چې له ملګرو ملتونو سره یې اړيکې ښې دي او په ملګرو ملتونو کې يې د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې.
د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دغه وزارت پر ټوېټر پاڼه خپره شوې وېډیو کې دا هم ویلي، چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازۍ څوکۍ د داسې کس په لاس کې ده، چې د هغه په ټکو، د هېچا استازی نه دی.











