تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ايران کوم بنديزونه لګېدلي او څرنګه ترې ځان ساتي؟
ايران کې د تېلو صادرات وروسته له هغه کم شوي چې د امریکا ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او جو بايډن په وروستيو مياشتو کې پرې بنديزونه ولګول.
ټرمپ ويلي، غواړي د ايران د تېلو صادرات "صفر" ته راټيټ کړي تر څو ايران مجبور کړي چې خپل اتومي پروګرام کنټرول کړي.
دا د ټرمپ د هغه "لوړې کچې فشار" د پاليسۍ دوام دی چې د ولسمشرۍ په تېره دوره کې يې پر ايران لګولی و.
ټرمپ او بايډن دواړو د ايران د تېلو پر لږېدونکو بېړيو چې "ډارک فليټ" نومېږي او بهر ته د ايران تېل لېږدوي، بنديز لګولی دی.
همدا ډول ټرمپ د شرکتونو پر نړيوالې شبکې هم خپل پام ورټول کړی چې ادعا کېږي له ايران سره د ناقانونه تېلو د سوداګرۍ په برخه کې مرسته کوي.
ايران څومره خام تېل صادروي؟
ایران د نړۍ په کچه د خامو تېلو سترې زېرمې لري.
د اېس انډ پي ګلوبل په نامه يوه امریکايي شرکت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې، ایران هره ورځ شاوخوا ۱.۸ میلیونه بېرله خام تېل صادرول.
ياد شرکت وايي وروستیو بندیزونو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر میاشتې د ایران د خامو تېلو صادراتو کچه د ورځې ۱.۲ میلیونه بېرلو ته راټیټه کړې ده.
د دې صنعت شنونکي باور لري، چې د ایران ۹۰٪ خام تېل چین ته صادرېږي.
سره له دې چې د امریکا لخوا د ایران پر خامو تېلو بندیزونه لګول شوي، چين له دغه هېواده تېل اخلي، ځکه چین د امریکا یو اړخیز بندیزونه غیر قانوني ګڼي.
د اېس انډ پي شرکت د معلوماتو له مخې د چين د شانډونګ بندر کې د تېلو اډه اوس د امریکا د بنديزونو له کبله ايراني تېل نه پېري. چین ته د ايران د تېلو صادرات د تېر کال د ډسمبر مياشت کې ۱.۴۸ ميليونه بېرله وو او اوس دا کچه ۸۵۱ زره بېرلو ته راښکته شوې ده.
پر ايران ولې او څه ډول بنديزونه لګول شوي؟
امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د ایران د اټومي وسلو او بالسټیک توغندیو د پراختیا د مخنیوي په موخه پر دغه هېواد بندیزونه لګولي دي.
دا بندیزونه همداراز د دې لپاره هم دي، چې ايران ونشي کړی، حماس، حزبالله او حوثي ډلې ته مالي مرسته واستوي. امریکا او یو شمېر هېوادونه دا ترهګرې ډلې ګڼي.
کله چې په ۲۰۰۲ کال کې دا معلومه شوه، چې ایران اټومي مواد غني کوي، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو هېوادونو پرې بندیزونه ولګول، ترڅو ایران د اټومي وسلو له جوړولو لاس واخلي.
دوی وایي، ایران د ۱۹۶۷ کال د اټومي وسلو تړون (NPT) سره چې اټومي وسلې به نه جوړوي خپله ژمنه ماته کړې ده.
ایران ادعا کوي، چې د اټومي موادو د غني کولو حق لري، او ټینګار کوي، چې دا یوازې د سولهییزې اټومي انرژۍ د تولید لپاره دي. خو د نړۍ د اټومي انرژۍ څارونکي اداره (IAEA) دا نه تائیدوي.
په ۲۰۰۶ کال کې، ملګرو ملتونو پر ایران د وسلو او اټومي ټکنالوژۍ له کبله بندیزونه ولګول.
په ۲۰۱۱ کال کې، امریکا د ایران د خامو تېلو پر صنعت پراخ بندیزونه وضع، او په ۲۰۱۲ کال کې اروپايي ټولنې هم ورته کار وکړ.
په ۲۰۱۵ کال کې، د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال، ایران د ملګرو ملتونو، امریکا او نورو هېوادونو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د اټومي فعالیتونو د محدودیت تړون په نامه يادېږي.
د دې تړون له مخې، د ایران د تېلو او نورو محصولاتو پر ضد بندیزونه نرم شول.
خو په ۲۰۱۸ کال کې، ولسمشر ټرمپ له دې تړونه ووت، او نه یوازې پخواني بندیزونه یې بېرته ولګول، بلکې د "اعظمي فشار" کمپاین په ترڅ کې یې نوي بندیزونه هم ور اضافه کړل.
دا بندیزونه دومره سخت وو، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د ایران د خامو تېلو صادراتو کچه د ورځې ۴۰۰ زره بېرله ته راټیټه شوه.
وروسته، د هغه ځایناستي ولسمشر جو بایډن دا بندیزونه لږ نرم کړل، ترڅو ایران وهڅوي، چې د اټومي پروګرام د خبرو اترو مېز ته راوګرځي.
خو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې، کله چې ایران پر اسرائیلو د توغندیو برید وکړ، بایډن خپل دریځ بېرته سخت کړ، او د ۲۰۲۴ د اکتوبر او ډسمبر په میاشتو کې یې پر یو شمېر بېړيو بندیزونه ولګول، چې ایرانی خام تېل يې لېږدول.
د ټرمپ وروستي بندیزونه، د "نړیوالو شرکتونو د شبکې" پر ضد دي، امریکا ادعا کوي، چې دا شبکه پر چين د ايران تېل پلوري او پيسې يې د ایران وسلهوالو ځواکونو ته استوي.
امریکا وایي، دا بندیزونه د دې لپاره دي، چې د ایران مالي سرچینې وچې کړي، ځکه په وينا يې دا پیسې ایران د حماس، حزبالله او حوثیانو په څېر ډلو ته استوي.
ټرمپ ویلي، چې د ايران پر حکومت د سياسي فشار لپاره غواړي د ایران د خامو تېلو صادرات "صفر" ته راټیټ کړي.
بل پلو ایران ویلي، چې د امریکا بندیزونه د نړیوالو خامو تېلو بازار ته زیان رسوي، او د تېلو سترو توليدونوکو هېوادونو(OPEC) کې يې له خپلو ملګرو هېوادونو غوښتي، چې د دې بندیزونو د اغېز پر ضد ګامونه پورته کړي.
پر ايران نور کوم بنديزونه لګېدلي؟
امریکا له ۱۹۷۹ کال راهیسې وروسته له هغه چې په تهران کې د امریکا سفارت کارکوونکي يرغمل ونيول شول د ایران پر حکومت بندیزونه لګولي دي.
په ۱۹۹۲ کال کې، امریکا د ایران د اټومي پروګرام پر ضد بندیزونه پيل کړل. اوس، د ایران پر ضد د امریکا بندیزونه له هر بل هېواد زیات دي.
امریکا خپلو شرکتونو ته اجازه نه ورکوي چې له ایران سره د توکو راکړه ورکړه وکړي.
همداراز، امریکا د ایران پر بانکونو او مرکزي بانک بندیزونه لګولي، او نړیوالو مالي بنسټونو ته یې خبرداری ورکړی، چې که له ایران سره اقتصادي اړیکې ولري، نو له امریکا سره به د راکړې ورکړې اجازه ونه لري او نه به د امریکا ډالر وکارولی شي.
د دې بندیزونو موخه دا ده، چې ایران له نړیوال مالي سیستمه ګوښی شي.
امریکا د ایران د مهمو بنسټونو، لکه د اسلامي انقلابي ګارډ شتمنۍ هم کنګل کړې دي.
دا بندیزونه د ايرانیانو پر ژوند څه اغېز لري؟
د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، کله چې د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونه د ایران د خامو تېلو پر صادراتو ولګول شول، ایران له ۱۶۰ میلیارده ډالرو زیات عواید له لاسه ورکړل.
کله چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د "اعظمي فشار" کمپاین پیل کړ، د ایران اقتصاد له ځوړ سره مخ شو او د ایران د پیسو ارزښت سخت راښکته شو.
د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په پیل کې، د ټرمپ د وروستیو بندیزونو له امله، ریال تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد.
د نړیوال وجهي صندوق (IMF) له مخې، د ټرمپ د "اعظمي فشار" د لومړي دورې پر مهال په ۲۰۲۲ کال کې د انفلاسيون کچه تر ۵۴٪ پورې ورسېده او د ۲۰۲۴ کال تر پايه د توکو بيې ۳۰ سلنه لوړې شوې.
په نېدرلنډز کې د نړیوالې اړیکو يوه انستیتیوت ویلي، چې د بیو چټک لوړوالی او کمزورې اقتصادي ودې، د ایران ګڼ خلک بېوزلۍ ته ورټېل وهلي دي.
د يادې ادارې د راپور له مخې نژدې ۸٪ کاري ځواک بېکاره دی، او د ځوانانو بېکاري له ۲۰٪ زیاته ده. د دې حالت لامل اقتصادي بنديزونه، فساد او د ايران د حکومت ناسم اقتصادي مديريت بلل شوی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان(Human Rights Watch) په ۲۰۱۹ کال کې راپور ورکړی و، چې د ټرمپ د "اعظمي فشار" بندیزونه د دې سبب شوي، چې ایران ونه شي کولی ځینې مهم درمل وارد کړي.
دغه سازمان ویلي، دا بندیزونه "د عادي ایرانیانو لپاره جدي ستونزې جوړوي... او د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کوي."
ايران څرنګه له بنديزونو سره مبارزه کوي؟
لوېدیځ سیاستوال او کمپاینران، د بېلګې په توګه د ايران د اتومي پروګرام پر وړاندې متحده ډله وایي، ایران د "ډارک فليټ" په نامه د ټانکرونو یوه پټه شبکه لري، چې خپل خام تېل په پټه توګه بهر ته لېږدوي.
ادعا کېږي، چې دا بېړۍ په هغو هېوادونو کې ثبت دي، چې د څښتنانو هویت پټ ساتي. دا په سمندر کې د تګ پر مهال ټرانسپانډرونه (د بېړۍ تعقیبونکي وسایل) بندوي، ترڅو خپله لار پټه وساتي.
ایران په ښکاره نه ده منلې، چې دا کار کوي، خو دا یې رد کړې هم نه ده.
همداراز، ادعا شوې چې ایران د تېلو سوداګرۍ لپاره له پټو بانکونو او شرکتونو هم کار اخلي، ځکه بانکونه له ايران سره د امریکا د بنديزونو له کبله مالي راکړه ورکړه نه کوي.
د بريتانیا یوه تېنک ټنک کې ډاکترې بوجو اوزليک بي بي سي ته ويلي، داسې ښکاري چې ټرمپ به هڅه وکړي، د ایران پر پټو مالي شبکو د ناقانونو تېلو له کبله نور فشار وارد کړي، ځکه چې له دې اسلامي انقلابي ګارډ او ترهګرې نيابتې ډلې او همکاران يې ګټه اخلي.""
نوموړې وايي، "امریکا ښايي عراق کې هغو بانکونو ته پام ورواړوي چې د ایران لپاره دا کار ترسره کوي."