تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګورجستان کې له اروپايي ټولنې سره یوځای کېدو د پرېکړې پر ځنډولو مظاهرې شوې
- Author, پاول کیربي
- دنده, په تبیلیسي کې د اروپا ډیجیټل مدیر
په جورجیا (ګورجستان) کې څلورمه شپه پر واټونو مظاهرې او د دولتي چارواکو د استعفاوو لړۍ روانه ده، چې دا ټول د واکمن ګوند له خوا له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو خبرو اترو د پرېکړې ځنډولو له امله پیل شوي دي.
لکه څنګه چې لسګونه زره خلک د څو ښارونو سړکونو ته راووتل، لومړي وزیر اېرکلي کوباکيډزه وویل چې دوی د اپوزیسیون د دروغو قرباني شوي او د نوو ټاکنو غوښتنه یې رد کړه.
ده تایید کړه چې د امریکا لپاره د جورجیا سفیر ډیوېډ زالکالیاني د استعفا وروستی لوړپوړی ډیپلومات ګرځېدلی، خو ده روښانه کړه چې نوموړي تر ډېر فشار لاندې پرېکړه کړې ده.
خو کوباکيډزه د مظاهرو اصلي دلیل د ردولو هڅه وکړه او د یکشنبې په ورځ یې وویل: "موږ هېڅ نه دي ځنډولي، دا دروغ دي."
یوازې درې ورځې وړاندې د ده ګوند "جورجین ډریم" اروپایي ټولنه تورنه کړې وه چې د یوځای کېدو له خبرو اترو کار د "بلکمېل" په توګه ګټه اخلي او ویلي یې وو چې حکومت به دا مسله د ۲۰۲۸ کال تر پایه په اجنډا کې نه راولي.
د اروپایي اتحادیې پلوی مظاهرهکوونکي بیا د یکشنبې په شپه په ډېر شمېر سړکونو ته راووتل او کله چې د پارلمان ودانۍ او د بلوا ضد پولیسو پر لور د اورلوبو توکي وویشتل شول، پولیسو د اوبو توپونو په مټ ځواب ورکړ.
د پارلمان څنګ ته په کوڅو کې د بلوا ضد پولیسو لویې ډلې ولاړې وې او دا مظاهرې تر دوشنبې ورځې پورې په مرکزي روسټاويلي سړک کې روانې وې، چې بالاخره ګهیځ وځپل شوې.
کله چې مظاهره کوونکي له سیمې وتښتېدل، یو شمېر کسان ونیول شول، چې په کې د اپوزیسیون د ټلوالې "د بدلون ټلوالې" یو مشر زوراب جاپریدزه هم و.
د جورجیا مخ پر زیاتېدونکي مستبد حکومت د اروپایي اتحادیې او امریکا له خوا په ډیموکراتیکو ارزښتونو د شاتګ تورونه لګېدلي دي. د شنبې په ورځ، امریکا یو مهم ګام واخیست او له جورجیا سره یې خپل ستراتیژیک شراکت وځنډاوه.
کوباکیډزه ټینګار وکړ چې د "جورجین ډریم" ګوند لا هم "اروپایي ادغام ته ژمن دی... او موږ د اروپایي هیلې په لور خپل سفر ته دوام ورکوو."
خو، داسې ښکاري چې په زیاتېدونکي ډول ګڼ شمېر عام چارواکي د دې خبرې ملاتړ نه کوي. څو سفیرانو خپلې دندې پرېښي دي او سلګونو دولتي کارکوونکو او له ۳,۰۰۰ ډېرو ښوونکو د اروپایي اتحادیې د یوځای کېدو پرېکړې ځنډولو په غندنه کې لیکونه لاسلیک کړي دي.
ډېرو جورجیایانو د مظاهره کوونکو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې له امله ټکان خوړلی. لسګونه خبریالان وهل شوي، مرچک پرې پاشل شوي او ځینې یې روغتیايي درملنې ته اړ شوي دي.
د جورجیا د بشري حقونو مدافع اومبودزمن لیوان ایوسیلیاني دغه کړنې "وحشتناکې" وبللې او له پولیسو یې وغوښتل چې له خپل واکه ناوړه ګټه وانخلي.
لومړي وزیر ادعا وکړه چې د "سیستماتیک تاوتریخوالي" عاملین اپوزیسیون ډلې دي، نه پولیس.
په اروپایي اتحادیه کې د جورجیا پخوانۍ سفیره نټالي سبانادزه- چې اوس په بریتانیا کې له چتهم هاوس څېړنیز مرکز سره ده- باوري ده چې د تاوتریخوالي کچه، د استعفاوو لړۍ او ملکي سرکشۍ د روانو مظاهرو "کیفیتي بدلون" څرګندوي.
هغې له بيبيسي سره په خبرو کې وویل: "شاید [حکومت] فکر کاوه چې خلک به وډار شي، خو دا پلان بریالی نه دی. پرون د مدني ټولنې فعالینو او هنرمنانو عامه خپرندویې ادارې ته ورننوتل، خپرونې یې تر خپل واک لاندې راوستې او خپل پیغام یې په ژوندۍ بڼه خپور کړ. ما دا ډول پېښې مخکې هم په ۲۰۰۳ کې د جورجیا له انقلاب نه مخکې لیدلې دي."
د جورجیا د لوېدیځ پلوي ولسمشرې سالومې زورابیشويلي- چې په څو اونیو کې خپله دنده پرېږدي، د تېرې میاشتې له لانجمنو پارلماني ټاکنو راهیسې چې اپوزیسیون یې په درغلیو تورن کړی، د یوې ځواکمنې مشرې رول لوبولی دی. هغې د مظاهره کوونکو ملاتړ کړی، حکومت یې غندلی او د نوو ټاکنو غوښتنه یې کړې ده.
هغې او مظاهره کوونکو پر حکومت تور لګولی چې غواړي هېواد یې بېرته د روسیې نفوذ ته ورټېل وهي، سره له دې چې د خلکو مطلق اکثریت له اروپایي اتحادیې سره د یوځای کېدو ملاتړ کوي.
جورجیا شاوخوا ۳.۷ میلیونه نفوس لري او د هېواد ۲۰ سلنه خاوره یې د روسیې پوځ تر اشغال لاندې ده، چې په دوو جلا غوښتونکو سیمو کې دي.
د یکشنبې په ورځ، د مظاهره کوونکو یوې کوچنۍ ډلې د تبیلیسي د ایالتي پوهنتون مخې ته د ټرافیک یوه څلورلارې نیولې وه.
۲۹ کلنې مظاهره کوونکې سالومې وویل: "زه دلته د خپل هېواد او د خپل درې کلن زوی د راتلونکي لپاره یم. زه نه غواړم چې هغه خپل ژوند په مظاهرو کې تېر کړي او زه روسی حکومت نه غواړم."
په داسې حال کې چې د "جورجین ډریم" ګوند په کلکه له کریملین سره هر ډول اړیکه رد ردوي، په تېر یوه کال کې یې روسیه ډوله قوانین تصویب کړي دي چې د بهرني تمویل لرونکو مدني ټولنو او د LGBT حقونو پر وړاندې دي.
د ورځې د مظاهرې له ځایه نیم ساعت لاره ده، د پاکوونکو یوې کوچنۍ ډلې هڅه کوله چې د جورجیا د پارلمان پر دېوال کښل شوي (ګرافیټي) انځورونه او لیکنې پاکې کړي.
د شنبې په شپه د ودانۍ ځینې کړکۍ ماتې شوې وې او د بیدزینا ایوانیشویلي یوه جوړه شوې مجسمه وسوځول شوه. ایوانیشویلي هغه میلیاردر دی چې د "جورجین ډریم" ګوند د تېرو ۱۲ کلونو واکمنۍ تر شا اصلي ځواک ګڼل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې د جورجیا په ژورېدونکي سیاسي او قانوني کړکېچ کې به څه پېښ شي.
د جورجیا د "جورجین ډریم" حکومت اړیکې له خپلو لوېدیځو متحدینو سره سختې زیانمنې شوې دي.
د اروپایي اتحادیې نوې د بهرنیو چارو مشرې کاجا کالاس د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د حکومت کړنې به "د اروپایي اتحادیې له لوري مستقیمې پایلې" ولري. د امریکا له خوا د ستراتیژیک شراکت ځنډول به هم پراخ اغېز ولري.
د جورجیا لومړي وزیر د ولسمشرې یا د هغې د نوو ټاکنو غوښتنې ته لږ وخت درلود.
هغه وویل: "اغلې سالومې زورابیشويلي [د ولسمشرې په توګه] څلور پاتې جمعې لري او هغه لا هم ورسره عادت شوې نه ده. زه د هغې احساساتي حالت درک کوم، خو البته د ډسمبر په ۲۹مه به اړه وي چې لاړه شي."