تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو له پاکستانه ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره نوره مرسته غوښتې
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې چارواکو له نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کړې چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنیوي وکړي.
دا اداره وايي که څه هم د راستنېدونکو کډوالو لپاره ملګري ملتونه، نور خیریه بنسټونه له افغان چارواکو سره په همغږۍ کې خدمات وړاندې کوي، بیا هم یو لړ ننګونې شته.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مرستیال او بشردوستانه همغږي کوونکي اندریکا راتواتې چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو د چارو لېدو لپاره تورخم ته ورغلی و، ویلي چې د افغان چارواکو، ملګرو ملتونو او خیریه بنسټونو ترمنځ د بېرته ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي په برخه کې ښه همغږي شته.
خو هغه پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې هېواد ته له ستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.
نوموړي وویل: "اوس د دې اړتیا ده چې هېواد ته له بېرته ستنېدونکو کډوالو سره مرستې وشي. د دې لپاره چې د دغو کډوالو ښه هرکلی وشي، جوړ شوی میکانیزم ښه فعالیت وکړي او تر ټولو مهم دا چې دغه کډوال په خپلو اصلي سیمو کې بېرته ځای پرځای شي، د نړیوالې ټولنې لخوا مرستې ته اړتیا ده."
هغه زیاته کړه "کوربه سیمې نه شي کولای چې د پنځو سوو زرو کسانو اوږد مهاله کوربتوب وکړي، ځکه نو زه پر تاسو ټولو غږ کوم چې له دې چارې سره مرسته وکړئ."
ښاغلي راتواتې د نړیواله ټولنې له خوا له پاکستانه بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې څرنګوالی په ډاګه نه کړ خو ډېر ځله دغسې غوښتنې د مالي ملاتړ په خاطر وي.
نوموړي وویل تر دې مهال له پاکستانه پنځه سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي چې ورسره خپلو اصلي ځایونو ته په لېږدولو کې مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مئ میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار د افغانستان په کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره له نړیوالې ټولنې څه باندې ۶۲۰ میلیونه ډالر وغوښتل.
دې ادارې ویلي د روان او راتلونکې کال لپاره یې له دغو کډوالو سره د مرستې پلان چمتو کړی خو دغو پیسو ته په روان ۲۰۲۴ کال کې له افغان کډوالو او کوربه ټولنو سره د مرستې لپاره اړتیا لري.
یو این اېچ سي ار په دې اړه یوه رپوټ کې ویلي چې په دغه پلان کې ډېر پام تعلیم ته پر لاسرسي او خلکو ته د کار روزګار پر موندلو ورټول دی او له مخې یې غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوالو سره په ایران او پاکستان کې مرسته وکړي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې بشري مرستو ته اړ یو اعشاریه نهه میلیونه افغان کډوال په پاکستان او یو اعشاریه درې میلیونه په ایران کې میشت دي.
په ورته مهال کې د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزارت وايي هره ورځ له ایران او پاکستانه ګڼ شمېر افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي چې له ثبت او راجستر وروسته خیریه بنسټونو ته د مرستو لپاره ورپیژندل کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې یوازې له پاکستانه پنځه سوه زره افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته ستانه کړای شوي دي.