تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ویتنامۍ میلیاردره د ۴۴ میلیارد ډالرو درغلۍ په تور په مرګ محکومه شوه
په ویتنام کې یوې محکمې د املاکو یوه کاروبارۍ ترونګ مای لان د ویتنام په تاریخ کې د فساد په یوه ترټولو لوی قضیه کې د هغې د رول له امله په مرګ محکومه کړه.
د هوشيمین ښار یوې محکمې اعلان وکړ چې مېرمن لان د لسو کلونو په موده کې د سیګون سوداګریز بانک د څلوېښت میلیاردو ډالرو د لوټلو اصلي طراحه وه.
هغه په غیر مستقیم ډول د غیرقانوني پورونو له لارې د ډېرو پیسو د ترلاسه کولو دمخه د بانک له ۹۰٪ د زیاتو ونډو په ملکیت تورنه وه.
د تورونو په ردولو سره، اغلې لان هوډ لري چې د خپلې سزا استیناف غوښتنه وکړي او تر خپل لاس لاندې کسان تورن کړي.
د مېرمن لان سربېره، ۸۵ نور کسان هم په دې قضیه کې تورن دي چې د سختو امنیتي تدابیرو په لړ کې محکمې ته حاضر شول.
محاکمې پنځه اونۍ دوام وکړ او د کمونیستانو تر کنټرول لاندې هېواد کې یې د رسنیو ډېر پام ځانته اړولی دی.
په بنکاک کې د بيبيسي خبريالانو دغه محاکمه په ويتنام کې تر ټولو ډېره کتل شوې محاکمه وبلله، چې د نړۍ له سترو بانکي درغليو څخه يوه ده.
مېرمن لان، ۶۷ کلنه او نور تورن کسان د "ملي فساد د ځپنې" پلان د یوې برخې په توګه نیول شوي دي.
هغه خپل مسلک بازار کې د پلورونکې په توګه پیل کړ او له خپلې مور سره یې د سینګار توکي او حفظ الصحې محصولات وپلورل، خو په ۱۹۸۶ کې د کمونېست ګوند لخوا د اقتصادي اصلاحاتو له پیل وروسته یې د ځمکې او ملکیتونو لکه هوټلونو او رستورانونو پېر او پلور پیل کړ.
څارنوالان وايي چې له ټولټال ۲۷ میلیارد ډالرو مبلغ نه ممکن هېڅکله بېرته ترلاسه نه شي.
کمونېستي چارواکي معمولاً د قضيې په اړه پټه خوله دي او رسنيو ته يې لږ جزئيات وړاندې کړي دي. د دوی په خبره، په دې قضیه کې ۲۷۰۰ کسان د ګواهۍ لپاره رابلل شوي، چې ۱۰ دولتي څارنوالان او شاوخوا ۲۰۰ وکیلان په کې ښکېل دي.
شواهد په ۱۰۴ بکسونو کې راټول شوي چې شپږ ټنه وزن لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه متقاعد چارواکي ډېوېډ براون، چې په ویتنام کې اوږده تجربه لري، وویل: "زما په اند، د کمونېستي دورې په څېر هېڅکله دا ډول نمایشي محاکمه نه وه شوې."
دا تاریخي محاکمه د فساد ضد کمپاین یوه برخه ده چې مشري یې د کمونېست ګوند عمومي منشي نګوین فو ترونګ کوي.
هغه یو محافظه کاره او د مارکسیستي تیورۍ یو پلوی دی ایډیالوګ دی. هغه په دې باور دی چې د فساد پر وړاندې د خلکو غوسه د کنټرول وړ نه ده او د کمونېست ګوند انحصاري واک ته یو احتمالي ګواښ دی.
ښاغلي ترونګ په ۲۰۱۶ کال کې د تایلنډ له سياسي بدلونونو وروسته خپل کمپاين پيل کړ.