په پاکستان کې کوم پخواني لومړي وزیران 'ملي امنیت لپاره ګواښ' بلل شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احمد اعجاز
- دنده, بي بي سي - اردو
د جمعې پر ورځ د پاکستان پوځ رسنیز دفتر(ای اېس پي ار) مشر او ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري په یوه خبري غونډه کې د پاکستان پر مخکیني لومړي وزیر عمران چې اوس زنداني دی، نیوکې وکړې او د ملي امنیت لپاره یې ګواښ وباله.
احمد شریف چودري وویل: ''د دې کس(عمران خان) دریځ ملي امنیت ته ګواښ ګرځېدلی. د دې کس مایوسي تر دې بریده ډېر شوی، چې دی فکر کوي، که زه نه یم، هېڅ نه شته.''
د پاکستاني پوځ ویاند تر دې بریده لاړ چې په وینا یې: ''په دې کس کې د یوه ذهني ناروغ ټولې نښې، نښانې هم لیدل کېږي.''
د پوځي ویاند په خبرو کې د مخکیني لومړي وزیر داسې یادونه، چې ګواکې د هېواد ملي امنیت ته ګواښ یا خطر دی، په ظاهره سخته او معانا لرونکې موضوع بلل کېږي، خو په پاکستاني سیاست کې دا نوې خبره نه ده.
په دې لیکنه کې لولو، چې پاکستان کې د (ملي امنیت یا سیکوریټي ریسک) خبرې مخینه څومره اوږده ده او کوم کسان په دې توګه یاد شوي دي؟
دا هم به هم وکتل شي، چې دغسې ''سیاسي وسلې'' د هماغه وخت سیاست، نظام او په ټوله کې د پاکستان لپاره څومره زیان درلود؟ او بیا هماغه کسان څنګه وروسته (هېوادپال) وبلل شول، چې مخکې د ملي امنیت لپاره ګواښ بلل شوي وو؟
'د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم، د ملي امنیت خطر هم رامنځته شو'
د هند او پاکستان له بېلتون وروسته یوه بشپړه لسیزه د سیاستوالو او پوځي او ملکي بیوروکراسۍ تر منځ جنجالونه روان وو.
له همدې کبله جمهوریت او قانوني ادارو مناسبه وده و نه کړه. پایله یې دا شوه، چې یو په بل پسې لومړي وزیران راتلل او له دندې ګوښه کېدل، حکومتونه جوړېدل او ړنګېدل او بالاخره پوځي مشر ایوب خان وضعیت نازک وباله او پر واک یې ولکه ټینګه کړه.
د لومړي وزیرانو د واک ساحه لنډه او تنګه شوه او یوه لومړي وزیر حسین شهید سهروردي ته چې د پاکستان په دواړو برخو کې یو منل شوی سیاستوال و، په دې شرطونو واک وسپارل شو، چې لوېدیځ پلوه پالیسي به روانه ساتي او د پوځ په چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
قیوم نظامي په خپل کتاب (جرنیل او سیاستوال د تاریخ په محکمه کې) کاږي چې د پاکستان موسس محمد علي جناح د ملکي او پوځي افسرانو په هکله اندېښمن و او عملاً یې دا هر څه هغه مهال ولیدل، چې له هنده د راغلیو کډوالو ځای پر ځای کولو په چاره کې ایوب خان ته له سردار عبدالرب نشتر سره د مرستیالۍ مسوولیت وسپارل شو.
عبدالرب نشتر په خپل هغه رپوټ کې چې محمد علي جناح ته یې وړاندې کړ، لیکلي و چې د ایوب خان چلند مسلکي نه و.
ښاغلي جناح د هغه رپوټ په هکله ویلي و: ''زه دا پوځي افسر پېژنم، دی له پوځي چارو زیات سیاست ته لېوال دی.''

د عکس سرچینه، Getty Images
له فاطمه جناح تر بینظیر بوټو پورې
قیوم نظامي په خپل همدې کتاب کې لیکي، چې واک ته له رسېدو سملاسي وروسته ایوب خان په خپله لومړنۍ وینا کې د سیاستوالو په هکله خورا سخته لهجه کارولې وه.
نوموړي ویلي و: ''د ګډوډۍ رامنځته کوونکو، سیاسي فرصت غوښتونکو، قاچاقبرو، مالي فساد کوونکو او نورو موذي خځنده وو، نهنګانو او سپږو لپاره: پوځ او ولس ستاسې له مخونو بدوړي، دا اوس ستاسې په ګټه ده، چې نوی دور پیل کړئ، خپل کړه وړه بدل کړئ، که نه غچ به یقیني او سملاسي وي.''
د یادونې ده، چې ایوب خان له سیاسته د سیاستوالو لېرې ساتنې لپاره د (ایبډو) په نامه قانون چمتو کړ.
د دې قانون له مخې مشهور سیاسي شخصیتونه د سیاسي فعالیتونو لپاره ''نااهل'' وبلل شول.
د ایبډو په نامه قانون اصلاً د سیاسي غچ اخیستنې لپاره چمتو شوی و، چې په څرګند ډول یې د خلکو له پامه د سیاستوالو غورځولو هدف درلود.
پاکستان کې د لومړنۍ مارشل یا پوځي نظام له پلي کېدو وروسته عمومي کلتور داسې شو، چې حکومت مخالف سیاستوال به د بهرنیو دسیسو برخه بلل کېدل.
کله چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د محمد علي جناح خور فاطمه جناح د ایوب خان په مقابل کې ودرېده، په ''خیانت'' تورنه شوه، شخصي تورونه پرې ولګول شول او په هغو پاڼو کې چې د ایوب خان پلویانو وېشل پر اغلې جناح تور پورې کېده، چې د هېواد تجزیې په توطئه کې لاس لري.
حامد خان په خپل کتاب (د پاکستان قانوني او سیاسي تاریخ) کې لیکي، ''ایوب خان حکومت د فاطمه جناح په هکله داسې عمومي فکر رامنځته کړ، چې ګواکې له هېواد سره دښمني او خیانت کوي.''
ذوالفقار علي بوټو چې د پاکستان لپاره یې اساسي قانون جوړ کړ، په دار وځړول شو او لور یې بینظیر بوټو په خیانت تورنه شوه.
قیوم نظامي په خپل کتاب کې لیکي، د هند هغه وخت لومړی وزیر راجیو ګاندي د ۱۹۸۸ کال دسمبر او د ۱۹۸۹ کال جولای کې پاکستان ته سفرونه وکړل. راجیو او بینظیر دواړه ځوان مشران وو، د دوی په هکله عام تصور داسې وو، چې د تېر وخت کرکه به هېره کړي او یو نوی دور به پیل کړي:
''د هند او پاکستان تر منځ د یوه او بل پر اتومي تاسیساتو د برید نه کولو هوکړه وشوه، د سیاچن ګلشئر په هکله د راجیو ګاندي رویه مثبته وه. خو څارګرو ادارو د دواړو مشرانو لیدنو-کتنو له څارنې وروسته داسې وانګېرله چې د ملي امنیت په هکله پر بینظیر باور نه شي کېدای.''
مدني فعال او د تاریخ استاد عمار علي جان وايي: ''دا غمېزه ده، چې کله ټول بنګالیان د ملي امنیت لپاره د ستونزې په نامه یادېږي، کله ذوالفقار علي بوټو په اعدام محکومېږي او کله بیا فاطمه جناح او بینظیر ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.''
نواز شریف او بیا عمران خان
د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د نواز شریف هغه وینا باید په پام کې ونیول شي، چې د ویډیو لینک له لارې یې د اپوزېسیون ګوندونو لومړنۍ غونډې ته وکړه.
نوموړي ویلي و: ''هغه (کسان) د هېواد مینه وال دي، چې اساسي قانون یې مات کړی او په دې غونډه کې ناست سیاسي مشران غداران دي.''
نوموړي د پاکستان هغه مهال پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته په وینا کې وویل: ''ته که نواز شریف خاین بولې، بوله یې، خو نواز شریف به بالاخره د خلکو د رایو لپاره د درناوي په ترلاسه کولو کې بریالی کېږي.''
په هماغه اکتوبر میاشت کې د نواز شریف پر ضد د خیانت او د دولت پر ضد د خلکو لمسون قضیه ثبت شوه، چې د نوموړي ګوند پرې سخت غبرګون څرګند کړ.
ښاغلي شریف د ۲۰۲۱ په مارچ کې له لندنه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: ''تاسې لومړی د کراچۍ یوه هوټل د هغې خونې دروازه ماته کړه، چې مریم (د نواز شریف لور چې اوس د پنجاب ایالت اعلی وزیره ده) پکې اوسېده او اوس ورته ګواښونه کوئ.''
عمران خان ویلي و، ''که مریم ته کوم زیان واوښت، مسوولیت به یې د عمران خان تر څنګ د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه او د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید پر غاړه وي.''
د یادونې ده، چې هغه مهال د نواز شریف، د ده د ګوند او پوځي مشرتابه تر منځ تاوتریخوالی ډېر زیات شوی و او ویل کېدل، چې بېرته شاته ګرځېدل شوني نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۸ په مې میاشت کې د هغه مهال لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د پارلمان غونډې ته وینا کې وویل:"چا چې هېواد نه ماتېدونکی جوړ کړ، د هغه په هکله د خیانت خبرې هېڅکله د منلو وړ نه دي."
د شاهد خاقان عباسي د هغو څرګندونو تر شا انګېزه دا وه، چې نواز شریف له یوې انګلیسي ورځپاڼې سره مرکه کړې وه او ویلي یې وو: "وسلهوالې ډلې لا هم فعالې دي. دوی ته غیر دولتي عناصر ویل کېږي. ایا موږ اجازه ورکولی شو چې هغوی د پولې هغې غاړې ته لاړ شي او (د هند) په ممبۍ کې ۱۵۰ کسان ووژني؟"
کله چې پر نواز شریف د خیانت تورونه ولګېدل، نو هغه په ځواب کې وویل: "که زه خاین یم، نو ملي کمېسیون باید جوړ شي."
د یادولو ده چې له ۲۰۱۳ وروسته، چې نواز شریف بېرته واک ته ورسېد، تر هغه وخته چې د لومړي وزارت څوکۍ یې له لاسه ورکړه او بیا د ۲۰۱۸ کال تر ټولټاکنو پورې، د هغه او اسټېبلشمنټ ترمنځ شخړې او ترینګلتیا خپل اوج ته رسېدلې وې.
د نواز شریف او پوځي اسټېبلشمنټ ترمنځ دا ډول ناندرۍ د ۱۹۹۰مې لسیزې په ترڅ کې هم له کمېدو او زیاتېدو سره روانې وې. د دې ناندریو تر ټولو لوړه مرحله هغه ورځ وه چې د ۱۹۹۹ د اکتوبر پر ۱۲مه نواز شریف له واکه لېرې کړل شو.
د جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال دنواز شریف او د هغه د ورور پر ضد د الوتکې تښتولو دسیسې قضیه ثبت شوه.
هغسې چې نواز شریف د اوږدې مودې لپاره له اسټېبلشمنټ سره په سختو اختلافاتو کې ښکېل پاتې شو او له ګڼو تورونو سره مخامخ و، اوس د عمران خان په اړه هم ورته وضعیت تر سترګو کېږي.
د جمعې پر ورځ د ای اېس پي ار مشر خبري غونډې هغې انګېرنې ته لا زور ورکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د ګوند او پوځي اسټېبلشمنټ ترمنځ ترینګلتیا د پخوا پرتله ډېره شوې او ښايي اوس دا شخړه خپل وروستي حد ته رسېدلې وي، داسې چې بېرته ستنېدل به یې ډېر ستونزمن وي.
د عمران خان او اسټېبلشمنټ ترمنځ د اختلاف بنسټ لا د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د حکومت له نسکورېدو لږ مخکې کېښودل شو، خو د وخت په تېرېدو سره ځینې داسې پېښې رامنځته شوې، چې د دې ترینګلتیا په زیاتېدو کې یې مهم رول درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
عمران خان د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې د پوځ هغه مهال پر مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نیوکې پیل کړې وې.
د ''میر جعفر او میر صادق'' د نومونو یادونه، او د ''نیوټرل یا بې طرفه'' په څېر نومونه او پټه معانا لرونکو خبرو ته اشاره، د هماغه وخت دود شوې خبرې دي.
هغومره چې د عمران خان په ذهن کې داسې باور زیاتېده، چې د بې باورۍ رایو پایله کې یې حکومت نسکورېدای شي، هغومره ډېر یې په څرګندونو کې دریځ توند او سختېده.
د حکومت له ختمېدو وروسته وضعیت لا پسې ترینګلی شو او بالاخره د مې نهمې پېښه رامنځته شوه، دا بیا هغه شېبه وه چې د دواړو لوریو ترمنځ شخړه یوه نوي پړاو ته ورسېده.
په ورپسې د راتلونکي کال د فبروري پر اتمه د ټاکنو پر پایلو د پي ټي ای بې باوري او غبرګون د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل شول. سربېره پر دې، د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۲۶مې پېښه د دې ترینګلتیا اور ته نور هم زور ورکړ.
په دا وروستیو ورځو کې د پخواني لومړي وزیر له خپلو خویندو، د ګوند له ځینو مشرانو او د خیبر پښتونخوا له نوي اعلی وزیر سره پر لیدنو د محدودیتونو په اړه راپورونه هم په دې کړکېچ کې د ژور اختلاف څرګندونه کوي.
په همدې کې د پخواني لومړي وزیر هغه څرګندونې چې پر اېکس خپرې شوې، د شخړې تر ټولو سخت پړاو بلل کېږي.
په نژدې وختونو کې پرلپسې د دوو پخوانيو لومړنیو وزیرانو په هکله د ملي امنیت لپاره د خطر خبرې یادېدل، څه معنی لري؟ په دې تړاو عمار علي جان وایي: "هېوادپالنه، خیانت، له هېواد سره دښمني، فساد... دا ټول هغه کلیمات دي چې د پروپاګند لپاره کارول کېږي."
هغه زیاته کړه: "له دې پرته دغه کلیمات هېڅ واقعي ارزښت نه لري. دا یوه فلمي کیسه ده چې ولس ته بیا بیا ورښودل کېږي.''
"یو سیاستوال ته د ملي امنیت لپاره خطر ویل یوازې لفظي شخړه نه وي"
یو لور سیاستوال یو پر بل د همدې ډول تورونو لګولو اوږده مخینه لري او بلخوا اسټېبلشمنټ هم د داسې سیاسي ګوندونو او مشرانو پر ضد تورونه لګولي چې دوی ته د منلو وړ نه وي.
خو کله چې پوځی اسټېبلشمنټ کوم سیاستوال، په ځانګړي ډول هغه څوک چې د هېواد لومړی وزیر پاتې شوی وي، د ملي امنیت لپاره خطر وبولي، نو دا موضوع بیا یوازې تر سیاسي بیانونو محدوده نه پاتې کېږي.
د دې ډول څرګندونو پایلې په کورنیو چارو، سیاست او ټولنیز جوړښت کې راښکاره کېږي، ځکه د اسټېبلشمنټ او سیاسي قوتونو ترمنځ دا جنجالونه تر ډېر وخته دوام موندلی شي.
جالبه او له بده مرغه تکرارېدونکې خبره دا ده چې هغه خلک چې پخوا پرې د خیانت، د پردیو د دسیسو او د هېواد دښمنۍ تورونه لګېدل، وروسته بیا هماغه کسان د هېواد پال په نامه یاد شوي دي. حسین شهید سهروردي او مولانا بھاشاني دواړه په خپل وخت کې خاینین بلل شوي وو.
پر ذوالفقار علي بوټو د هېواد تجزیه کولو تور ولګېد، او بیا یې لور بېنظیر د غلام اسحاق خان د ولسمشرۍ پر مهال "سکیورټي ریسک" وبلل شوه.
نواز شریف هم یو وخت د هېواد دښمن وګڼل شو، او اوس عمران خان ته د سکیورټي ریسک نوم ورکړل شوی دی.
اصلي پوښتنه دلته پیدا کېږي، کله چې سیاستوال یو پر بل تور لګوي، دا تر ډېره د یو بل پر سیاست او کړنو نیوکه وي، خو هغه اداره چې ځان غیرسیاسي بولي او په وروستیو خبري غونډو کې پرلپسې وایي چې پوځ باید له سیاسته لېرې وساتل شي، نو ولې بیا همدغه اداره د سیاستوالو پر ضد داسې سخت تورونه لګوي؟
عمار علي جان په دې اړه وایي:
"زموږ یوه بدمرغي دا ده چې د ای اېس پي ار دفتر ته دا واک ورکړل شوی چې معلومه کړي، څوک د امنیت لپاره خطر دی او څوک نه دی."
هغه زیاتوي:
"کله چې د دولت او هېوادپالنې خبره کېږي، نو دا واک باید یوازې د یوې ادارې په لاس کې نه وي. موږ ټول پاکستانيان یو. ولس چا ته رایې ورکوي، ملاتړ یې کوي یا مخالف یې وي، دا د ولس حق دی."
د ده په وینا، جالبه خبره دا ده چې اسټېبلشمنټ هر سیاستوال کارولی هم دی او وروسته یې د ملي امنیت د ګواښ په نوم هلته پرېښی هم دی. د عمران خان په اړه هم همداسې وشول.
هغه پوښتنه کوي:
"که هغوی دومره خطرناک او بد وو، نو بیا مو ولې ملاتړ ترې کاوه؟ ولې مو په واک کې راوستل؟"











