ایا د عمران خان ښځه بوشرا بي‌ بي د پاکستان سیاست ته د ننوتو هڅه کوي؟

Bushra Bibi seen here on stage standing with leaders of Imran Khan's party during the latest protest in Pakistan.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بوشرا بي ‌بي په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال په سپين حجاب کې ولاړه ده.
    • Author, فرحت جاوید
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو

بوشرا بي بي د نومبر په وروستیو ورځو کې، د بار وړلو پر یوه کانتینر راښکاره شوه. مخ یې پټ، سپین شال یې پر اوږو او خپل همیشنی پړونی یې پر سر و.

لاندې پر ځمکه د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي ای) په زرګونو پلویانو بېرغونه پورته کول او شعارونه یې ورکول. شر او شور کڼونکی و، خو بي بي د ماېکروفون له لارې وینا کوله.

په لوړ غږ یې ویل، "زما ماشومانو او وروڼو! تاسو باید له ما سره ودرېږئ!".

خلکو یې دا خبره په شور او ولولو بدرګه کړه.

بي بي زیاته کړه، "خو حتی که تاسې نه راسره درېږي، زه به لاهم ټېنګه ولاړه یم. خبره یوازې زما د مېړه نه ده بلکې د دې هېواد او د مشر خبره یې ده!"

دا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه نادره پېښه وه. بي بي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان درېیمه مېرمن ده، اکثرا ګوښه او غېرسیاسي بلل کېده. خو اوس د سیاست ژورو ته ننوتې.

ځینو لپاره، د اسلام اباد لاریون، د بي بي د سیاسي سفر پیل و. نور بیا وايي نه، دا په داسې حال کې چې د پي ټي آی ګوند مشر عمران خان خپله په زندان کې دی د هغه د ګوند د ژوندي ساتلو په موخه یو تاکتیکي ګام و.

خان په ۲۰۲۲ کال کې د عدم اعتماد رایې له لارې له حکومت وشړل شو. د ۲۰۲۳کال اګست میاشت راهیسې د فساد، ترهګرۍ او تاوتریخوالي هڅولو له تورونو سره مخامخ دی. بي بي هم سږکال په نهه میاشتو بند محکومه شوې وه. لکه مېړه یې دا هم د هغو ډالیو د پلور په تور تورنه وه چې دوی ته د لومړي وزارت پر وخت ورکړل شوې وې. بي بي دغه تېره اکتوبر میاشت په ضمانت ازاده شوه.

وروستی لاریون

Pakistan's former prime minister Imran Khan's supporters protest outside the court in Islamabad.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بوشرا بي بي د نیول کېدو پر ضد احتجاج کې د هغې ملاتړې ګډونوالې په اسلام اباد کې د لاریون پر مهال

بوشرا بي بي له یوې نسبتا خوشحاله صوبې، پنجاب سره تړاو لري. کورنۍ یې با نفوذه ده او ډېرې ځمکې لري. په ۲۰۱۸ کال کې له خان سره د دې پر واده هم نیوکې وشوې او هم د ډېرو ورته پام شو.

تر خان مخکې یې واده درلود. ۲۸ کاله له هغه کس سره وه. له خان سره له واده اووه کاله وروسته، د بي بي پخواني مېړه پرې تور ولګاوه چې د لومړني او دویم واده ترمنځ یې شریعت نه دی نه مراعات کړی. ویل یې د بي بي له لومړي مېړه د طلاق او له خان سره د واده ترمنځ کافي وخت نه و تېر شوی. خان او بي بي په دې تور محکوم شول خو وروسته د شریعت د ماتولو له تور برائت ورکړل شو.

هغې په اسلام اباد کې لاریون ته په وینا کې وویل، "دا یوازې زما د مېړه خبره نه ده." "دا د پاکستان مسئله ده."

د تصوف پالونکې بوشرا بي بي ته نژدې کسان وايي، د پردې تر شا یې په ډېرو مهمو پرېکړو کې عمران خان ته مشورې ورکړې دي. خان دې ته د یوې روحاني لارښودې په سترګه ګوري. خو د پي ټي آی په سیاست کې یې په دې اوس اوس کې ګډون نوی او جنجالي دی.

Former Prime Minister Imran Khan (R) walks with his wife Bushra Bibi as they arrive to appear before Lahore High Court to get bail during May 2023.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عمران خان له خپلې مېرمنې بوشرا بي بي سره محکمې ته د حاضرېدو پر مهال

د نومبر په پیل کې یې د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ګوند په غونډو کې ګډون وکړ. د عمران خان ګوند پی ټي آی په همدې ایالت کې حکومت کوي.

بي بي د ګوند له مشرانو وغوښتل چې د نومبر مارچ لپاره لاریون وکړي او یا به له ځینو پایلو سره مخامخ شي. په پایلو کې له ګونده شړل هم شامل دي. ځینو دا د هغې د مخ پر ودې نفوذ نښه ګڼلې. نورو لاسوهنه وبلله.

خبریال امیر ضیا وايي، "د بي بي چلند د پي ټي ای پر مشرانو ښه ونه لګېد. ګوند له خانداني سیاست سره پر خپل مخالفت ویاړي. که بي بي رسمي رول ولوبوي، نو پی ټي آی او خان ​​دواړو ته به زیان ورسوي."

ګړندی شاتګ

له بي بي سي اردو سره په خبرو کې شنونکي امتیاز ګل د بي بي ګډون "په غېرمعمولي شرایطو کې یو غېر معمولي ګام" وباله. هغه وویل، "دا د خان په نشتوالي کې د ګوند او لارویانو د فعال ساتلو هڅه ده."

که څه هم بي بي د پاکستان په سیاسي تاریخ کې لومړنۍ ښځه نه ده. په دغه هېواد کې چې کله سیاستوال مېړونه بندي شوي یا له تورونو سره مخ شوي، ښځو یې د غونډو او لاریونونو مشري کړې ده.

د پخواني ولسمشر او لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو مېرمن نصرت بوټو او د درې ځلي لومړي وزیر نواز شریف مېرمن کلثوم نواز دواړه هغه مهال شهرت ته ورسېدې چې مېړونه یې په بند کې وو.

Pakistan's former Prime Minister, Imran Khan along with his wife Bushra Bibi looks on as he signs surety bonds for bail in various cases, at a registrar office in the High court.

د عکس سرچینه، Getty Images

بي بي له لاریون دوې اوونۍ وړاندې، د کمپاین پر وخت، خلکو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل نیت یې "سیاست ته د ننوتلو نه دی".

ځینې ​​پر دې خبره شک کوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، بي بي له "وخت په ګټې اخیستو" تورنه کړې او ادعا کوي چې دا "ځان لپاره د یوې سیاسي مشرې په توګه راتلونکی" ګوري.

پخپله د پي ټي آی دننه هم نظرونه وېشلي دي. ځینو بي بي سي ته ویلي، چې بي بي "یوازې په دې خاطر ګام پورته کوي، چې خان پرې ژور باور لري." نور اندېښمن دي چې د دې ښکېلتیا د ګوند دېموکراتیکو ارزښتونو ته زیان رسوي.

"په پي ټي آي کې، وروستۍ خبره تل د عمران خان وي. بي بي، د خان د دويمې مېرمنې ريحام خان خلاف چې په سياست کې شاملېدو ته لېواله وه، ډېر ځای او نفوذ لري. دا ځکه چې خان ورته د روحاني لارښودې په توګه ګوري. دا هغه څه دي چې د خان په ژوند کې له نورو سره د دې توپیر په نښه کوي.

ژورنالیست او شنونکی امیر ضیا وايي، د بي بي هغې پرېکړې چې په فعاله توګه یې د پی ټي آی ملاتړي وهڅول چې د اسلام آباد زړه ته ورشي او لاریون وکړي " کار ورنکړ".

په اسلام آباد کې د نومبر اخر ورځو له پېښو وروسته، داسې ښکاري چې بي بي په ​​چټکۍ ورکه شوې ده.

له نیوکې سره سره، د پی ټي آی ډېری پلویان بي بي د ځان او خان ترمنځ د تماس او اړیکو ساتو یوه وسیله بولي.

د اسلام اباد اوسېدونکی عاصم علي وايي، "بي بي هغه څوک ده چې په رښتیا غواړي خان له زندان ازاد کړي. زه پرې باور لرم. بالکل!"

هغه څه چې روښانه دي دا دي چې بي بي اوس هغه پټه څېره نه ده لکه پخوا. هغې اوس د پاکستان د نه اټکلېدونکي سیاست په ژورو کې ځای موندلی دی – که یې غواړي او که نه.