هغه وژنه چې بريتانوي هند ته یې ټکان ورکړ او یو واکمن يې بدل کړ

د ۱۹۲۵ کال د جنورۍ پر ۱۲مه یوې ډلې کسانو د استعماري هند د مهال د بمبيي به څنډو کې په یوه ګاډي کې په یوې سپرې جوړې ډزې وکړې؛ سړی یې وواژه او د ښځې مخ يې ټپي کړ.

دا لومړی یوه عادي وژنه ښکارېده، خو عادي نه وه.

له دې سره یادې قضيې ته نړیوال پام ور واوښت او پېچلي ډول يې پر بريتانوي واکمنانو فشار ډېر کړ چې یو څه وکړي، او پایله یې دا شوه چې د هند یو پاچا له تخته لرې شو.

ورځپاڼو او خپرنیو دا وژنه په بريتانوي هند کې تر ټولو ډېر زړه بوږنوونکی جنایت وباله او په اړه یې د پلټنې او وروسته د محاکمې په جریان کې د ښار د خلکو د بحثونو موضوع وګرځېده.

قرباني وژل شوی پنځه ویشت کلن عبدالقدیر باولا د ټوکر یو نامي کاروباري او د ښاروالۍ ځوان چارواکی و. ورسره ملګرې یې ۲۲ کلنه ممتاز بېګم د ځايي واکمن د حرم چوپړګره وه او له باولا سره یې د پاتې کېدو څو میاشتې کېدې.

د وژنې په شپه باولا او ممتاز بېګم له درې نورو کسانو سره په ګاډي کې سپاره وو او د عرب سمندر په ساحلي مالابار هېل سیمه کې روان وو. ګاډي هغه مهال هند کې ډېر کم و او یوازې بډای خلک په کې ګرځېدل.

ممتاز بېګم وروسته د بمبيي سترې محکمې ته ویلي چې ناڅاپه یو ګاډی ترې مخکې شو او پر باولا يې ډزې وکړې او هغه يې له ګاډي ښکته کړه.

باولا له ډزو څو ساعته وروسته ومړ.

څو بریتانوي سرتېري چې په بې‌پامۍ کې په ناسمه لاره د ګولف له یوې لوبې بېرته روان وو د ډزو غږ اوري او د پېښې ځای ته ورځي.

دوی د بریدګرو یو کس نیسي خو کله چې بریدګر ډزې کوي یو افسر ټپي کېږي. له تېښتې وړاندې بریدګر هڅه کوي چې ممتاز بېګم له بريتانوي سرتېرو وتښتوي خو سرتېرو هڅه کوله هغه روغتون ته یوسي.

رسنیو او پلټونکو د بریدګرو پل د بريتانیا د یوه نژدې ملاتړ او اېندور ایالت د یوه بانفوذ شهزاده تر حرمه وایست. مسلمانه ممتاز بېګم د هندو پاچا درېیم مهراجا توکوجي راوو هالکر په حرم کې اوسېده.

ممتاز بېګم په خپله ښکلا مشهوره وه او د ۱۹۴۵کال یوه کتاب د مینې او وژنې مشهورې محاکمې لیکوال کې اېل ګاوبا لیکلي چې ممتاز ساری نه درلود.

خو د پاچا مهاراجا دې هڅې چې راقابو یې کړي او د خپلې کورنۍ له لیدلو یې راوګرځوي پر هغې څار ډېر کړی و. هغې محکمې ته ویلي وو چې ما ته د چا د لیدلو اجازه وه خو همېشه به یو څوک راباندې څارو و.

په اېندور کې يې یوه ماشومه هم وزیږوله خو زر مړه شوه.

هغې محکمې ته ویلي وو چې نور یې نه غوښتل په اېندور کې ژوند وکړي ځکه چې نرسانو یې ماشومه له زیږېدو وروسته وژلې وه.

څو میاشتې وروسته د هند شمال کې د خپلې مور د زوکړې ځای امرېتسر ته وتښتېده خو هلته هم پرې څار کېده. د هغې ناسکه پلار محکمې ته ویلي وو چې مهاراجا زارۍ ورته کولې چې بېرته ورستنه شي خو هغې دا خبره نه منله.

رسنیو ته تأیید شوې چې مهراجا باولا ته خبرداری ورکړی چې که ممتاز بېګم وساتي نو انجام به یې ښه نه وي.

د یوازيني بریدګر شفيع احمد په مرسته په اېندور کې پاتې اوه بریدګر هم ونیول شول. نښو ښودله چې یاد کسان د اېندور پاچاهۍ ګومارلي وو ځکه چې په یوه وخت يې له دندو رخصت اخیستی و.

د بريتانیا حکومت تر ډېرېدونکي فشار لاندې شو. باولا وګړو او په اوسنۍ ګوجرات کې مسلمانو ټولنو ټولو لاریونونه وکړل. هندي قانون جوړوونکو هم د بريتانوي هند له چارواکو ځواب غوښته.

د لوړې کچې مدافع وکیلان په کې ښکېل شول چې یو هم په کې محمد علي جناح و چې هغه د اېندور د پوځ د یوه لوړپوړي جنرال اناندرو ګانګارام فانز مدافع وکالت یې کاوه.

محکمې درې کسان په اعدام او درې په ابدي بند محکوم کړل خو مهراجا يې حساب ته حاضر نکړی شو.

خو بريتانوي حکومت له فشارونو سره مخ و او مهراجا ته يې دوه انتخابه ورکړل: یا دې د پلټنو د کمېسیون پوښتنو ګروېږنو ته حاضر شي او یا دې له تخته تېر شي. هغه غوره وبلله چې له تخته تېر شي.

دغه مهاراجا چې له واکه لیرې هم شو بیا یې هم د سختو ګنګوسو چورلیځ شو او د خپلې کورنۍ او ټولنې له مخالفتونو سره سره یې له یوې امریکايۍ ښځې سره په واده ټینګار کاوه. اخر هغه ښځه هندو مذهب ته واوښته او واده يې وکړ. ممتاز بېګم ته بیا له هاليووډ څخه غوښتنې ورغلې او امریکا ته لاړه. خو له څه مودې وروسته ېې نوم ورک شو.