تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوپل سوچاتا د تیونو له سرطانه روغه شوه او د ښکلا ملکې مقام یې وګاټه
د هند په حیدراباد کې د ښکلا ملکې "میس ورلډ" د ۷۲ پړاوسیالي یوې تایلنډۍ اوپل سوچاتا ګټلې، دویم ځای ایتوپیايۍ هیسیټ ډیریز او درېیم مقام د مارټینیک اوسېدونکې اوریلي یوهاچم خپل کړی دی.
دا سیالي چې د روانې مې میاشتې په ۷مه پیل شوې وه، یکشنبه د مې پر ۳۱مه د 'ښکلا ملکې' په معلومېدو پای ته ورسېده.
په دغو سیالیو کې د کوربه هند نندني ګوپتا هم ګډون کړی و چې شلم ځای یې خپل کړی دی.
د سیالۍ په وروستي پړاو کې جیوري پلاوي له ګډون کوونکو پوښتنې هم کولې، چې ځوابونو یې د ګډونوالو پر درجه بندۍ اغېزدرلود.
'د ښکلا ملکه کېدل یوازې سیالي نه، بلکې یوه ژمنه ده'
د جیوري پلاوي غړې نوموتې هنرمنې "سونو سود" له ګډونوالو وپوښتل چې د 'ښکلا ملکې' په دې سفر کې مو تر اوسه د خپلو مسوولیتونو په اړه څه زده کړل؟
تایلنډۍ اوپل سوچاتا په وروستي پړاو کې ځواب ور کړ: "داسې څوک و اوسه چې هرڅوک درته وګوري. ستاسو شاوخوا باید یو څوک وي چې له تاسو یې الهام اخیستی وي، که هغه ماشوم وي یا ستاسو مور او پلار.''
هغې زیاته کړه: "هغه څه چې ما له دې سیالۍ څخه زده کړي، مسؤلیت دی. دا مهمه نه ده چې تاسو څوک یاست یا مو څه ترلاسه کړي، خو یو څوک حتما شته چې تاسو ته ګوري."
اغلې سوچاتا وویل: "د خلکو د رهبرۍ غوره لاره دا ده چې هر هغه څه وکړئ چې تاسو یې په وقار سره کوئ. د شاوخوا خلکو لپاره مو دا ټر ټولو ښه کوونکی کار دی."
د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ ګټونکې "سوچاتا" دوه ورځې وړاندې پر خواله رسنۍ انسټاګرام لیکلي: "دا سیالي یوازې د تایلنډ استازیتوب کولو په اړه نه وه، دا د هغو ډېرو ښځو په اړه وه چې غږ یې نه دی اورېدل شوی، له خپل غږه مو کار واخلئ او د هغه څه لپاره ودرېږئ چې واقعا مهم دي."
هغې د خپل دې سفر په اړه لیکلي: "د نړۍ د 'ښکلا ملکه' یوازې یوه سیالي نه، بلکې دا یو فرصت او ژمنه ده. دا سیالي یوازې د لید ښکلا په اړه نه، بلکې د رښتیني عمل په اړه ده. دې سفر ما ته دا وښووله چې ښکلا له منځه ځي، مګر هدف پاتې کېږي."
'غواړم سفیره شم'
اوپل سوچاتا، چې نړیوالو اړیکو کې یې لوړې زدکړې کړي، د "میسورلډ" پر ویب پاڼه یې خپله پېژندګلوۍ کې لیکلي، هیلهمنه ده یوه ورځ سفیره شي.
له نړیوالو اړیکو سربېره، هغه له ارواپوهنې او انتروپالوژۍ سره لېوالتیا لري. هغه چې په خپله د تیونو له سرطانه رغېدلې، د تیونو سرطان په اړه د عامه پوهاوي برخه کې له فعالو بنسټونو سره یې کار کړی دی.
اغلې سوچاتا د ښځو او نجونو د زدکړې په اړه هم خپل غږ لوړ ساتلی دی. د هغې کورني ژوي ډېر خوښېږي او ۱۶ پيشوګانې او پینځه سپي یې ساتلي دي.
اوپل سوچاتا د 'ښکلا ملکې' سیالیو له لومړي ځای خپلولو سره د یو میلیون ډالر جایزه هم چې د "میسورلډ" ادارې او نړیوالو شریکانو له خوا ور کول کېږي، ترلاسه کړې ده.
په سیالۍ کې جنجالونه
په حیدر اباد ښار کې د 'ښکلا ملکې' دا سیالي له یو لړ جنجالونه سره مله وه.
د انګلنډ د ۲۰۲۵ کال د ښکلا ملکې جایزې ګټونکې میلا ماګي چې په دې سیالیو کې یې ګډون کړی و او بیا یې په نیمايي کې پرېښوده، پر دې سیالۍ یو لړ جدي تورونه پورې کړي دي.
اغلې ماګي د مې میاشتې پر ۷نېټه دې سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته تللې وه او د مې پر ۱۶مه بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه.
هغې له بریتانوۍ ورځپاڼې "ده سن" سره په مرکه کې ادعا کړې چې د دې سیالۍ تنظیموونکو دې ته د "بدلمنې" احساس ور کړی دی.
د سرچینې د راپور له مخې، کله چې میلا مېګي ته وویل شول د 'مننې' لپاره له ځینو سړیو سره تفریح وکړي، نو هغه ډېره نارامه او غوسه شوه.
هغې ویلي: "هر مېزته دوه نجونې له شپږو مېلمنو سره ناستې وې. موږ ته ویل شوي وو چې له دوی سره کښېنو او ټول ماښام یې ساعت ور تېر کړو. ما ډیر ناسم احساس وکړ. زه هلته د خلکو د تفریح لپاره نه وم تللی. د 'میس ورلډ' په څېر سیالۍ باید یو څه ارزښت ولري، مګر دا سیالي په زاړه ذهنیت کې بنده پاتې ده."
اغلې مېګي زیاته کړې: "ما غوښتل د هغې مسلې په اړه وغږیږم چې زه یې د ټولنیز خدمت په توګه کوم. خو هلته حاضرو نارینه وو نااړینې او نامعقولې خبرې کولې.''
د اغلې ماګي له دې څرګندونو وروسته د منتظمینو او سیالیو د تنظیم په هکله ډېرې پوښتنې او بحثونه راپورته شوي.