ولې په هند کې د بودا ګاڼو لیلامي ځنډول شوې؟

د بودا اړوند ګاڼې دا ټولګه ۱۳۰ کاله پخوا په شمالي هند کې موندل شوې وه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بودا اړوند ګاڼې دا ټولګه ۱۳۰ کاله پخوا په شمالي هند کې موندل شوې وه.

د هند حکومت له لوري قانوني ادارو ته د مراجعې له ګواښ وروسته د بودا مقبرې اړوند سپڅلې ګاڼې یا زېوراتو لیلام ځنډول شوی دی.

په پام کې وه، چې په سوتبهې لیلام اداره کې دا ګاڼه، چې ټولو ډېره حیرانوونکي څه بلل او د لرغونو اثارو کېندنو کې موندل شوې، وپلورل شي.

په دې هکله په دا وروستیو کې د بدازم خانقاوو او اکاډیمیک حلقو له لوري اعتراضونه او نیوکې ډېر شوي وو. هند حکومت بیا وايي، دا پر ټوله بودهايي ټولنه د یوې حملې معنی لري.

سوتبهې لیلام ادارې اوس ویلي، د لیلام له ځنډېدو سره به پر دې موضوع بحث ته لار پرانیستل شي.

یوه بریتانوي چارواکي چې د ویلیم کلاکسټون پیپې په نامه یاد شوی، له ننه ۱۳۰ کاله مخکې دا ګاڼه په شمالي هند کې له هغو هډونو سره یو ځای موندلي وه، چې ویل کېږي، خپله د بودا دي.

په پام کې وه د بودا موریان واکمنۍ، اشوکا زمانې (۲۴۰- ۲۰۰ له مېلاد مخکې) (پیپراهوا جیمز اف هیسټرویکل بودا) په نامه دا لیلام د مې میاشتې پر ۷ مه ترسره شي.

هند حکومت بیا دوې ورځې مخکې په یوه لیک کې ویلي چې دا اثار ''د هند او نړیوالې بودايي ټولنې د میراث تسلسل دی او پلور یې له هندي، نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له کنوانسیونونو سرغړوونه ده.''

د هند حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په دې هکله پر سې شنبه د سوتبهې له مسوولینو سره خبرې هم کړې دي.

دې ادارې د برېښنا لیک له لارې په یوه استول شوي اعلامیه کې ویلي، ''هغې موضوع ته په پام سره چې هند حکومت راپورته کړې ''او له استوونکو سره له هوکړې وروسته دا لیلامي ځنډول شوې ده.''

دوي وايي ''په مناسب وخت'' به د دې بحث جزیات خپاره شي.

سوتبهې د لیلامۍ اړوند اعلان لېرې کړی او هغه وېبپاڼه هم اوس فعاله نه ده، چې د دې لیلامۍ لپاره یې اعلانونه خپرول.

Skip content and continue reading

End of content

ویلیم کلاکسټون پیپې په بریتانوي هند کې یو مدیر و، چې په پیپرهاوا سیمه کې یې د کېندنو پر مهال یوه سټوپه رابرسېره کوړه. دغه ځای لومبیني سیمې ته نژدې دی، چې باور کېږي د بودا زېږېدو ځای دی.

پیپې په همدې کېندنو کې دغه توکي وموندل چې نژدې ۲۰۰۰ کاله پخوا د سپېڅلو اثارو په توګه ځای پر ځای شوي وو.

په دې ګاڼه کې تر ۱۸۰۰ پورې یاقوت، پکهراج، نیلم او نور غمي او د سرو زرو ټوټې موندل شوې وې، چې د خښتو په یوه صندوق ډوله ځای کې ایښي وو.

هغه ځای چې دغه اثار پکې موندل شوي وو، د اوسني هند په اترپردېش ایالت کې موقعیت لري. سوتبهې په فبرورۍ کې د دې لیلام اعلان پر مهال دا د ۱۸۰۰ قلمه داسې تاریخي اثارو ټولګه بللې وه، چې تر ټولو زیات فوق العاده حیثیت لري.