په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو لیدنه: ټرمپ وايي، د اسرائیل ګاونډیانو د غزې خلکو ځای پر ځای کولو کې ''ښه همکاري'' کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره لیدنه کې وویل، فکر کوي چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو خبرې ''ډېرې ښې روانې دي.''

ټرمپ دغه راز باور څرګند کړ، چې حماس غواړي دا ۲۱ میاشتنۍ کړکېچ پای ته ورسېږي. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو کې چې تمه یې نه کېده، وویل: ''دوی غواړي وویني او دوی غواړي چې دا اوربند وشي.''

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه راز وویل، د فلسطینیانو ځای پر ځای کولو لړ کې د سیمې هېوادونو ''ښه همکاري'' کړې.

ښاغلي ټرمپ وویل، د اسرائیل له ګاونډیو هېوادونو سره یې د فلسطینیانو ځای پر ځای کولو پر موضوع خبرې کړې او د هغوی له لوري یې ''عالي همکاري'' ترلاسه کړې ده.

اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو هم د دې ماښامنۍ مېلمستیا په ترڅ کې ټینګار کړی، چې ''باید د غزې اوسېدونکو ته انتخاب ازادي ورکړل شي.''

نوموړي زیاته کړه، د ده حکومت هم د فلسطینیانو ''ازادانه'' ځای پر ځای کولو لړ کې کار کړی.

نتنیاهو وویل، له امریکا سره په شریکه د داسې هېوادونو لتون کوي، چې د ده په خبره فلسطینیانو ته ښه راتلونکی ورکړی. د فلسطین ولسمشرۍ مخکې هغه پلانونه رد کړې، چې فلسطینیان بل چېرې ځای پر ځای کړل شي او دا یې له نړیوال قانونه سرغړونه بللې.

نتنیاهو دغه راز وویل، اسرائیل به ''تل'' د غزې کنټرول ولري او دې سره یې د فلسطین هېواد مفکوره بې اهمیته وښووله. نوموړي وویل:

"اوس به خلک وايي، چې دا خو یو بشپړ هېواد نه شو، دا یو هېواد نه دی. موږ یې پروا نه لرو. "

د امریکا او اسرائیل مشرانو د خپلې دې لیدنې په هکله زیات جزیات نه دي وړاندې کړي، خو دا لومړی ځل نه دی، چې دوی دواړه د غزې نژدې دوو ملیونو اوسېدونکو د ځای پر ځای کولو په هکله څرګندونې کوي.

ولسمشر ټرمپ له لومړي وزیر نتنیاهو سره له لیدنې مخکې خبریالانو ته وویل، په غزه کې یوه ۶۰ ورځني اوربند ته ډېر هیله من دی.

نوموړي څو ورځې مخکې ویلي، له نتنیاهو سره لیدنه کې به پر هغه ''څرګند او کلک'' فشار راوړي، چې په غزه کې جګړه ودروي، چې د یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو ته زمېنه برابره شي.

ټرمپ او نتنیاهو د نننۍ لیدنې په پیل کې د غزې اوسېدونکو لېږدولو او ځای پر ځای کولو په هکله هم خبرې وکړې، خو ډېر جزیات یې بیان نه کړل.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتس یوه کمپ ته د غزې اوسېدونکو احتمالي لېږد خبره کړې وه.

په غزه کې نژدې دوه میلیونه او ۱۰۰ زره خلک ژوند کوي، چې د اسرائیلي بریدونو له کبله څو ځله بې ځایه شوي او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو بنسټونو په وینا د بشري مرستو پر وړاندې د ۱۱ اونیو محاصرې په ترڅ کې د قحطۍ او بشري ناورین تر کچې پورې رسېدلي دي.

ټرمپ ته د نوبل جایزې ورکولو غوښتنه

ټرمپ او نتنیاهو له مېلمستیا مخکې له خبریالانو سره خبرو کې د ایران پر اتومي تاسیساتو د هوايي بریدونو پر ''بریالیتوب او اړخونو'' هم وغږېدل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د ''فوق العاده همکاري'' یادونه وکړه.

ښاغلي نتنیاهو د ایران اتومي او توغندیز پروګرام ''سرطاني جرړې'' وبللې، چې په وینا یې امریکا پرې بریدونه وکړل، خو د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړه، ''دا سرطانې جرړې بیا هم وده کولای شي.''

ښاغلي نتنیاهو په همدې خبرو کې زیاته کړه، چې ښاغلی ټرمپ د دې عملیاتو او د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید له کبله د ده په اند د ''نوبل جایزې ترلاسه کولو وړتیا لري.''