تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۲۰۲۰ کال راهیسې د بيبيسي نړیوالې څانګې د تبعید شویو خبریالانو شمېر دوه برابره شوی
د بي بي سي نړیوالې څانګې د هغو خبریالانو شمېر چې په تبعید کې ژوند کوي، له ۲۰۲۰ راهیسې اټکلا دوه برابره شوی او اوس ۳۱۰ تنو ته رسېږي.
دغه رپوټ چې د رسنیو ازادۍ له نړیوالې ورځې مخکې لومړی ځل خپور شوی، په روسیه، افغانستان او اتوپیا کې د رسنیو پر وړاندې رابرسېره شوې ستونزې منعکسوي.
د ایران په ګډون د ځینو هېوادونو د بي بي سي خبریالان بیا له یوې لسیزې زیات وخت کېږي، چې له خپل هېواده بهر ژوند کوي.
دا ډېری خبریالان هم انلاین او هم مخامخ د زندان سزا، وژنې ګواښونو او ځورونې سره مخامخ دي.
د بي بي سي نړیوالې څانګې مشره لیلیان لنډور په دې هکله وايي: "د دوی لپاره یوازینۍ لاره چې دوی خپل فعالیتونه روان وساتي له کوره وتل دي. موږ د دې شمېرو ډېروالي ته د رسنیو ازادۍ په لړ کې د یوې سختې اندېښنې په نظر ګورو"
کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست افغانستان کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، بي بي سي له دغه هېواده خپل ډېری کارکوونکي وایستل.
د طالبانو حکومت ښځینه خبریالانو ته په دولتي رسنیو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي خو په شخصي تلویزیونونو کې لا له ماسک سره خپرونې وړاندې کوي.
بلخوا پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل وروسته د سانسور نوي قوانین پلي شول او د بي بي سي روسي څانګې خبریاله نینا نظروا، چې له مسکوه یې خپل کاري ټیم لاتویا ته ولېږدواوه وايي، مانا یې دا وه، چې هر څوک پر جګړه نیوکه وکړي تعقیب به شي.
د روان کال په اپریل کې د بي بي سي روسي څانګې خبریال لیا بارابانوف (بهرنی جاسوس) وبلل شو، د "ناسم معلومات خپرولو" او پر جګړې د نیوکې تور پرې ولګېد.
ده او بي بي سي دا تورونه رد کړي او په محکمه کې دا موضوع تعقیبوي.
د میانمار او ایتوپیا خبریالان هم تر ډېرېدونکي فشار لاندې دي او نه شي کولای ازادانه فعالیت وکړي.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې جوډي ګینزبرګ وايي، د هغو خبریالانو شمېر چې په تېرو دریو کالو کې دوی ورسره مالي او قانوني مرستې کړې، ۲۲۵ سلنه ډېر شوی دی.
دا وايي: "ریکارډ شمېر خبریالان په زندانونو کې دي، د وژل شویو خبریالانو شمېر دومره لوړ شوی، چې له ۲۰۱۵ راهیسې مو دومره زیات شمېر نه و لیدلی."
نوموړې زیاتوي د روسیې، ایران او سعودي عرب په څېر رژیمونه سخت لېوال دي چې په خپلو هېوادونو کې دننه او بهر کې دریځ په کنټرول کې وساتي.
د بي بي سي فارسي څانګې خبریال جیار ګل وايي، "کله چې یوې خونې ته ننوځم، شا ته ګورم، په کور کې ګڼې امنیتي کمرې لرم. راته ویل شوي، هوښیاري دا ده، چې د لور ښوونځي بدل رابدل کړم."
جیار له ۲۰۰۷ راهیسې ایران ته نه دی تللی.
مور چې یې مړه شوه، ویې نه شول کولی چې جنازې او تدفین ته یې ورشي. خو بیا وروسته وتوانېد له پولې تېر شي او قبر ته یې ورشي. کله یې چې بیا څلور کاله مخکې د سرطان ناروغۍ له کبله مېرمن مړه شوه، لا زیات محتاط شو: "که پر ما څه وشي، نو لور به مې څنګه کېږي؟ دا پوښتنه، مې تل په ذهن کې وي."
دی زیاتوي "د ایران رژیم لا زړور شوی، بندیزونه پرې لګېدلي، دوی اوس د نړیوالې ټولنې پروا نه ساتي، چې د دوی په هکله څه فکر کوي، ځکه دوی منزوي دي."
تېره مارچ میاشت د خپلواکې خبري شبکې 'ایران انټرنېشنل' یو خبریال لندن کې له خپل کوره بهر په چاکو ووهل شو او په دا وروستیو کې د بریتانیا ترهګرۍ ضد پولیسو د هغو خبریالانو لپاره د ګواښ زیاتېدو خبردرای ورکړی، چې د بي بي سي فارسي څانګې لپاره کار کوي او په بریتانیا کې اوسي.
په دا وروستیو کې د بي بي سي فارسي څانګې لس خبریالانو ته معلومه شوې، چې په غیاب کې پر یو کلن زندان سزا محکوم شوي دي. دوی ته له هغه وروسته دا معلومه شو، چې هکرانو د ایران د عدلیې دغه معلومات افشا کړل.
له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت پر بي بي سي فارسي څانګه تور پورې کړی و، چې ګواکې تاوتریخوالي، له کرکې ډکو څرګندونو او د بشري حقونو سرغړونو ته لمن وهي.
په افریقا کې د نړیوالې څانګې یو خبریال چې په خپل هېواد کې د مشرانو د لا پارېدو له ډاره نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، تر ټولو لویه ویره یې دا ده، چې که چارواکي یې پاسپورټ تمدید نه کړي، ښايي بې تابعیته پاتې شي. د خبریالانو د خوندیتابه نړیوال بنسټ وايي، چې بې پرې خبریالان او ژورنالیزم په ډېرېدونکي ډول تر ګواښ لاندې دی.