د پاکستان لانجمنې ټاکنې؛ عمران خان ویلي که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي.

نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، عمومي ټاکنې په جولای میاشت کې کېدای شي.

نوموړي چې د دوشنبې په شپه یې له یوه پاکستاني خصوصي تلویزیون سره خبرې کولې وویل چې د ده له ګوند 'تحریک انصاف' سره په دې هکله تر اوسه څه اړیکه نده نېول شوې.

هغه وویل شاه محمود قریشي ته یې له حکومت سره د خبرو کولو مسولیت ورسپارلی خو په وینا یې تر اوسه ورسره چا اړیکه نده نیولي.

هلته دا مهال په دوه ایالاتونو خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د ټاکنو نېټه اعلان شوې خو د اوسنیو واکمنانو لخوا ټینګار دا دی چې ټاکنې دې په ټول هېواد کې وشي.

دې وړاندیز ته په کتو عمران خان ویلي چې که له حکومت سره څه لار نه وي دی ورته دا وړاندیزوي چې " لومړی وزیر دې اسمبلۍ منحل کړي نو په جولای میاشت کې ټاکنې کېدای شي."

ښاغلي خان همدا راز وویل "که اوسني واکمنان د راتلونکي می په میاشت کې خپل حکومت مات او پر ځای یې سرپرست حکومت اعلان شي بیا هم دی خبرو ته کیني."

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت تر ټولو ستر اپوزیسیون لخوا د ټاکنو په ژر تر سره کېدو ټينګار کېږي خو واکمن ګوندونه یې نه مني.

عمران خان ویلي وېره لري چې حکومت به د خبرو او حل لار موندلو په پلمه هڅه وکړي چې د راتلونکي 'مۍ ۱۴مې' ټاکنې وځنډوي خو هغه وویل دی به د دې کار اجازه چاته ورنکړي.

ټاکنیزې منډې ترړې

خبرو ته د نرمښت ښودلو تر څنګ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سر له سبا په پنجاب کې د ټاکنیز کمپاین د پیل خبر ورکړی.

په ټولنیزو رسنیو د څار لپاره د عمران خان سلاکار اظهر مشواڼي په یوه ټوېټ کې لیکلي "د پاکستان تحریک انصاف به د خپل جوړښت په ۲۷مه کلیزه چې د اپرېل ۲۵مه کېږي، پنجاب کې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پيل کړي."

هغه ویلي دا به دوی ته د ټاکنیز کمپاین رسمي پیل مانا ولري.

د ښاغلي مشواڼي په خبره د صوبایي 'ایالاتي' اسمبلیو لپاره ټول کاندیدان به پخپلو سیمو کې ټاکنیزې غونډې جوړې کړي او عمران خان به هم په انلاین پرده ورته وینا وکړي."

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له هغه مهال راهیسې چې تېر کال له واکه وغورځول شو پرلپسې ډول د ژر ټاکنو تر سره کولو غوښتنه کوي او د فشار لپاره یې پخپلو حکومتي ایالاتونو خیبر پښتونخوا او پنجاب کې ایالتي اسمبلۍ هم منحل کړي دي.