مسکو کې ډرون بریدونه؛ زېلېنسکي‌ وايي جګړه کرار کرار د روسیې خاورې ته ورګرځي

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي په مسکو کې تر ډرون بریدونو وروسته خبرداری ورکړی چې جګړه د روسیې خاورې ته ګرځېدونکې ده.

ښاغلي زېلېنسکي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې د روسیې پر خاوره بریدونه "حتمي، طبیعي او په بشپړ ډول عادلانه دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت وايي د یکشنبې سهار وختي مسکو کې درې ډرونونه رانسکور شوي چې دوه یې له دفترونو سره جنګېدلي دي.

د دغه ښار سویل لوېدیځ کې ونوکووا هوايي ډګر هم د لنډمهال لپاره تړل شوی و.

چارواکو ویلي د ډرون دغو بریدونو مرګژوبله نه ده اړولې خو دوو دفتري ودانیو ته یو څه زیان پکې اوښتی دی.

د دغو بریدونو له ځایه په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د ودانیو ښیښې ماتې شوې او پر ځمکه ویجاړۍ پرتې دي.

مسکو د اوکرایین له پولې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن لري.‌

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین له یرغل راهیسې که څه هم د روسیې پلازمېنه کې دا راز بریدونه کم شوي، خو بې ساري‌ نه دي.

د روان کال می میاشت کې ان پر کرېملین ماڼۍ هم د دوو ډرونونو په وسیله د برید خبر ورکړ شوی و.

د اوکرایین ولسمشر د دغه هېواد په لویدېځ اېوانو فرانکیفڅکي ښار کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې ویلي چې دوی ورو ورو پیاوړي کېږي.

ښاغلي زېلېنسکي وویل‌ "نن په اصطلاح د 'ځانګړو پوځي عملیاتو' ۵۲۲مه ورځ ده چې د روسیې مشرتابه فکر کاوه په یو دوو اوونیو کې به بشپړ شي."

هغه زیاته کړه "جګړه په کرار کرار د روسیې خاورې ته ورګرځي – سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته یې او دا حتمي، طبیعي‌ او کاملا عادلانه پروسه ده."

د یادونې ده چې کیېف مخکې دومره په زغرده د روسیې دننه د بریدونو مسوولیت نه مانه.

د اوکرایین ولسمشر د یکشنبې پر ورځ یوه بله وینا کې وویل چې روسیه د جګړې ډګر کې له ماتې سره مخ شوې.

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې ښايي مني کې د اوکرایین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه بیا ډېر شي.

روسیې تېر ژمي کې د اوکرایین د انرژۍ پر څه نا څه څلویښت سلنه تاسیساتو بریدونه کړي وو.