د اوکرایین دنیپرو کې د استوګنې پر ودانۍ توغندیز برید شوی

د اوکرایین دنیپرو کې د استوګنې پر ودانۍ توغندیز برید شوی
    • Author, ماریتا مولونې
    • دنده, بي بي سي

د اوکرایین ختیځ دنیپرو ښار کې د استوګنې پر یوه ودانۍ توغندي لګېدلي او باورونه داسې دي، چې پایله کې یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریالانو یوې ډلې تائید کړې، چې د جمعې پر مازدیګر د شوي برید پایله کې د استوګنې یوې لویې ودانۍ د سر پوړ په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، د اوکرایین امنیتي خدماتو ادارې (اېس بي یو) پر یوه ودانۍ هم توغندي لګېدلي.

نوموړي د ''روسیې توغندیزه ترهګري'' دې ودانیو ته د اوښتي زیان لامل بللې. ښاغلي زېلینسکي پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه ویډ خپره کړې، چې پکې له زیانمن شویو ودانیو لوګي پورته کېږي او په ځمکتل کې یې د اور لمبې لیدل کېږي.

نوموړی زیاتوي له دې پېښې وروسته یې د امنیتي ادارې، کورنیو چارو وزارت، بېړنیو خدماتو او ځايي چارواکو سره غونډې کړې.

ځايي والي سیرهي لیساک وايي، یو ۱۴ او بل ۱۷ کلن ماشومان هم د پېښې په ټپیانو کې شامل دي، چې په وینا یې په کورونو کې یې درملنه شوې ده.

د ښاغلي لیساک په وینا پېښه کې هېڅوک هم سخت نه دي ټپیان شوي. د دنیپرو ښاروال بورېس فیلاتوف په وینا د توغندیو دا برید د اېس بي یو پر ودانۍ دریم برید دی.

نوموړی وايي، دواړه ودانۍ تر ډېره تشې وې او په خبره یې د استوګنې ودانۍ په دا وروستیو کې بشپړه شوې او ځینې برخې یې د پلور لپاره چمتو شوې وې.

دا بریدونه له هغه وروسته شوي، چې د جمعې پر ورځ روسي چارواکو وویل، د هېواد په سویلي روستوف سیمه کې یې چې له اوکرایین سره پوله لري دوه اوکراییني توغندي له منځه وړي دي. روسي چارواکو ویلي، د پاتې شونو راغورځېدو له کبله په سویلي تاګارونګ ساحلي ښار کې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویل شوي د لومړي اېس-۲۰۰ ډوله توغندي هدف د ۲۵۰ زره اوسېدونکو ښار د ''ملکي خلکو استوګنې سیمه وه.''

له دې لږ وروسته چارواکو وویل، ازووف ښار ته نژدې یې یو بل ورته توغندی په هوا کې له منځه وړی، چې په وینا یې پاتې شوني یې په داسې سیمه کې راغورځېدلي چې څوک پکې مېشت نه وو.