تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خیرسون سیمې په یوه ستر بند کې چاودنه؛ اوکرایین او روسیه یو بل پرې تورنوي
د اوکرایین په سویل خيرسون کې د دنیپرو سیند پر غاړه د روسیې تر کنټرول لاندې سیمه کې د اوبو د برېښنا بند د چاودنې له کبله ویجاړ شوی دی.
اوکرایین او روسیه دواړه د بند د چاودنې پړه پر یو او بل اچوي.
اوکرایيني چاوراکو او همدا راز روسیې ته نژدې سیمه ییزو چارواکو چې دغه سیمه کنټرولوي د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
بند ته څېرمه ځایي اوسېدونکي له زیانمنې شوې سیمې د وتلو په حال کې دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلېنسکي بېړنۍ غونډه رابللې چې د بند د زیانونه په اړه پرې خبرې وکړي.
دا بند چېرې دی؟
د کاخوفکا د اوبو د برېښنا بند د اوکرایین په سویل کې د خيرسون نووا کاخوفکا ښار سره موقعیت لري.
دا بند د شوري اتحاد دورې پر مهال جوړ شوی او له هغو شپږو بندونو یو دی، چې د دنیپرو سیند په اوږدو کې له شماله سویل ته غځېدلی دی.
ځايي خلک دا بند د "کاخوفکا سمندر" په نامه یادوي ځکه چې د سمندر له یوې خوا بله خوا په سترګو د لیدو وړ نه دی.
رویترز خبري اژانس لیکلي، دا بند د امریکا د "یوتا سمندرګي" په اندازه لوی دی.
د دې بند زېرمه د کریمیا ټاپو وزمې او د زاپورېژیا اټومي بټۍ ته اوبه رسوي. دا دواړه سیمې د روسیې تر کنټرول لاندې دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، د بند ماتېدل په سملاسي ډول د زاپورژیا اټومي ته ګواښ نه پېښوي خو د دې سیند اوبه د یادې د بټۍ سړولو لپاره اړینې دي.
اوکرایین پوځ وايي اوس مهال پر دې لګیا دي چې مالومه کړي د دغه بند ویجاړۍ څومره زیان اړولی.
څه پېښ شول؟
د بند د ماتېدو کره لامل لا نه دی مالوم، خو اوکراییني پوځ او ناټو روسیه تورنوي چې د بند په ماتولو کې لاس لري.
روسیې بیا اوکراییني چارواکي د دې کار په تر سره کولو تورن کړي.
د بند په قصدي ډول ماتولو کې د مسکو لاس لرلو په اړه ګنګوسي ځکه راپورته شوي، چې اوکراییني ځواکونه په ځوابي بریدونو کې کولی شي د بند له سړکه له سینده د خپلو ځواکونو په پورې ایستلو کې کار واخلي او خپل سرتېري د روسیې تر کنترول لاندې سیمه ته ولېږدوي.
بل خوا بیا روسيه کې ځینې چارواکي اوکرایین پر بند د برید مسوول یادوي.
د کریمیا ټاپو وزمې د اوبو یوه برخه اړتیا چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې روسیې لاندې کړې د همدغه بند له اوبو تامینیږي.
له الحاق وروسته اوکرایین کریمیا ته د دغه بند د اوبو د لېږد لاره بنده کړه چې کریمیا په ټاپو وزمه کې د اوبو د کړکېچ لامل شو.
روسي ځواکونو پر اوکرایین یرغل او په خیرسون کې د سیمې تر اشغال وروسته سملاسي د اوبو دغه بند بېرته پرانیست.
اوس د دې بند په ماتېدو سره د اوبو د کچې کمښت کولی شي یو ځل بیا د اوبو کړکېچ رامنځته کړي.
د دغه بند تصویرونه او ویډیو ګانې خپرې شوې چې پکې لیدل کېږي د بند دیوال مات شوی او ټوله سیمه اوبو په سر اخیستې.
دا لا نه ده مالومه چې له بنده راوتلی سیلاب څومره ویجاړوونکی دی.
د خیرسون نظامي ادارې مشر الکساندر پروکودین ویلي، سیلاب سیمه کې تر اوسه لږ تر لږه اته کلي لاندې کړي دي.
چارواکو اټکل کړې چې سیلاب به په راتلونکو ساعتونو کې د سیمې نورې سیمې هم لاندې کړي.