تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کابینه: د افغان کډوالو "پي او ار" کارتونه دې د جون تر ۳۰مې وغځول شي
د پاکستان د مرکزي حکومت کابینې د سفیران (ریاستونو او پولو) وزارت دا وړاندیز منلی چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته دې د 'ثبتېدو ثبوت' یا (پي او ار) په نوم د ورکړ شویو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځول شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې ویلي، د 'پي او ار' کارتونو لرونکي کډوال به د جون تر وروستیو د ښوونځیو او خپلو بانکي حسابونو په ګډون نورو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.
د دغو کارتونو د اعتبار موده د روانې اپریل میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او د پاکستان حکومت یې مخکې له غځولو انکار کړی و.
حکومت دا اعلان هم کړی و چې پر بې اسناده کډوالو سربېره پاکستان کې د ثبت شویو افغانانو د ایستلو لړۍ هم پیلوي.
اوس د کابینې غونډه کې ویل شوي چې د 'پي او ار' کارتونو لرونکي افغان کډوال به د بې اسناده کډوالو د ایستلو درېیم پړاو کې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.
د 'يو اېن اېچ سي ار' د مالوماتو له مخې پاکستان کې د نږدې دوه اعشاریه دوه ميليونه مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو له دې ډلې ۱.۳ ميليونه "پي او ار" او پاتې نږدې ۹۰۰ زره "اې سي سي" کارتونه لري.
د یادونې ده چې پاکستان د تېر کال نومبر کې د بې اسناده بهرنيو وګړو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پيل کړ او ويل کېږي له هغه راهيسې له نيم ميليون ډېر بې اسناده افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
افغانستان ته ځینو ستنو شویو کډوالو د پاکستان امنیتي ادارو لخوا د ځورول کېدو کیسې هم کړې.
په دې لړ کې تازه کراچۍ ښار کې د افغانستان سرقونسل عبدالجبار تخاري ویلي، پنځه افغانې کورنۍ یې چې د غړو شمېر یې ۶۳ تنو ته رسیږي، په سند ایالت کې د پولیسو له بنده راخوشې کړې دي.
ښاغلي تخاري وايي، دغو هېوادوالو غوښتل په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستانه شي، خو په لاره کې د پولیسو له لوري نیول شوي وو.
د یادونې ده چې له افغانستان په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ او له ځینو کډوالو سره شوی زورزیاتی د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یواېناېچسيار)، د بښنې نړیوال سازمان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ګډون د بېلابېلو خواو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.