تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستانه د کډوالو د ايستلو دویم پړوا؛ د افغان کډوالو د معلوماتو راټولول پيل شوي
پاکستان د هغو افغان کډوالو چې د اې سي سي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، افغانستان ته د بېرته ستنولو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
له دې وړاندې په لومړي پړاو کې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې قانوني اسناد يې نه لرل، په زور افغانستان ته د استولو لړۍ پيل کړې وه.
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير وايي، مرکزي حکومت دوی ته سپارښتنه کړې چې د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو په اړه معلومات راټول کړي چې شمېر یې څومره دی او په کومو سيمو کې ژوند کوي.
نوموړي له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وويل، "دا پرېکړه د صوبايي حکومت نه بلکې مرکزي حکومت کړې ده" او لا مرکزي حکومت د دغو کډوالو د ايستلو او يا ځانګړې نېټې په اړه څه نه دي ويلي خو يوه چارواکي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ويلي چې د مرکزي حکومت له منظورۍ وروسته به د دغو کسانو د بېرته ستنولو پروسه په اوړي کې پیل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې (يو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې په پاکستان کې نژدې دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې يې ۱.۳ ميليونه د پي او ار کارډ لري او پاتې نژدې ۹۰۰ زره يې د اې سي سي کارډونه لري.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره پاکستان ته د کډه شويو افغانانو شمېر ډېر شو چې ويل کېږي له هغه مهال راهيسې له ۶۰۰ زره نيولې تر ۸۰۰ زره کډوال تازه پاکستان ته ستانه شول چې يو شمېر يې قانوني اسناد هم لرل.
پاکستان د تېر کال په نومبر مياشت کې د بې اسنادو بهرنيو وګړو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پيل کړی و چې ويل کېږي له هغه راهيسې افغانستان ته له نيم ميليون زيات بې اسنادو افغان کډوالو ستانه کړل شوي دي.
خو لا هم نه معلومه چې څومره د اې سي سي کارډ لرونکي افغان کډوال په پاکستان کې پاتې دي او څومره يې ستانه شوي دي.
په ساړه ژمي کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لومړی پړاو د طالبانو حکومت د چارواکو او نړيوالو ادارو له خوا له کلکو نيوکو سره مخ و. د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال په زوره د کډوالو ايستل "غير قانوني" بللي وو او هغه ادعاوې يې له واقعيت لېرې يادې کړې وې چې ګواکې کډوال د پاکستان د نا امنيو په پېښو کې ککړ دي.
داسې ښکاري چې د طالبانو د حکومت، د بشري حقونو د سازمانونو او د ملګرو ملتونو د نيوکو سره سره اسلام اباد پرېکړه کړې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پراخه او دوام ورکړي.
د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت په سل ورځني پلان کې هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو يادونه شوې ده. له دې امله له د څلورو صوبو او جمو کشمير له حکومتونو غوښتنه شوې چې د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو په اړه معلومات راټول او لار نقشه جوړه کړي.