د ویکي لیکس مشر په زندان کې له پنځه کالو تېرولو وروسته خوشی شو

ویکي لیکس اداره وايي، له یوه کال قانوني شخړو وروسته یې بنسټګر جولیان اسانج له امریکايي چارواکو سره د جنايي تورونو اعتراف لړ کې د یوه جوړجاړي له مخې له بریتانیا وتلی دی.

پر ۵۲ کلن اسانج تور و، چې د امریکا ملي دفاع رازونه یې ترلاسه کړي او افشا کړي دي. امریکا تر کلونو پورې ویل، چې د ویکي لیکس اسناد چې د افغانستان او عراق جګړو په هکله معلومات پکې یو ځای شوي وو، د ځینو کسانو ژوند له خطر سره مخامخوي.

ښاغلي اسانج بیا له تېرو پنځو کلونو راهیسې د بریتانیا له یوه زندانه امریکا ته د سپارلو خلاف قانوني جګړه کوله. بل لور په سویډن کې هم پر ښاغلي اسانج د جنسي تېري او حملې بریدونه لګېدلي وو، خو دی دا تورونه ردوي.

نوموړی ۷ کاله په لندن کې د ایکواډور په سفارت کې پټ و او ادعا یې کوله، چې د سویډن قضیې له کبله ښايي امریکا ته وسپارل شي. سویډن چارواکو بیا په ۲۰۱۹ کال کې وویل، چې د اصلي شکایت له ثبت کېدو ډېره موده تېره ده او د نوموړي خلاف قضیه یې لغو کړه، خو دی وروسته بریتانوي چارواکو ونیو.

تازه، په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس په خپل رپوټ کې ویلي، اوس به ښاغلی اسانج ته په امریکا کې د زندان سزا نه ورکول کېږي او هغه موده به ورته حسابېږي، چې په بریتانوي زندان کې یې تېره کړې. د امریکا عدليې په یوه لیک کې ویل شوي، جولیان اسانج به اسټرالیا ته ستون شي.

ویکي لیکس پر خواله رسنۍ اېکس چې مخکې ټویټر بلل کېده، ویلي دي چې نوموړی پر دوشنبه د بیلمارش زندان په یوه کوټه کې د ۱۹۰۱ ورځو له تېرولو وروسته ووت. په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دی ماسپښین مهال په سټانسټیډ هوايي ډګر کې خوشی شو او هلته هغې الوتکې ته وخوت چې اسټرالیا ته روانه وه."

امریکايي چارواکو اصلاً غوښتل چې د ویکي لیکس موسس په ۱۸ قضیو کې محاکمه کړي، چې ډېری یې د جاسوسۍ قانون له مخې د افغانستان او عراق جګړو په تړاو د امریکا پوځي او دیپلوماتیکو پټو اسنادو او پیغامونو افشا کولو په تړاو وو.

ویکي لیکس چې ښاغلي اسانج په ۲۰۰۶ کال کې تاسیس کړ، ادعا کوي چې داسې نژدې ۱۰ میلیونه اسناد یې افشا کړي، چې وروسته امریکايي چارواکو د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستره افشاګري وبلله. په ۲۰۱۰ کال کې دې وېبپاڼې له یوه امریکايي هیلیکوپتره یوه اخیستل شوې ویډیو خپره کړه، چې بغداد کې د رویټرز خبري اژانس دوو خبریالانو په ګډون نژدې یو درځن ملکي عراقیانو وژنه ښيي.

د ښاغلي اسانج یو مشهوره همکاره چیلسیا مانینګ چې د امریکا پوځي استخباراتو شنونکې وه، په ۳۵ کلن زندان سزا محکومه شوه، چې وروسته یې د امریکا هغه مهال ولسمشر باراک اوباما سزا کې تخفیف وکړ.

بل لور د دې ټولې قانوني جګړې په ترڅ کې ښاغلی اسانج په عام محضر کې خورا لږ ولیدل شو او په دې ټوله موده کې یې د ناروغۍ په هکله هم رپوټونه خپرېدل.