تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره وايي جولین اسانج به امریکا ته وسپارل شي
امریکا ته د ویکي لیکس بنسټ اېښودونکي جولین اسانج د ورسپارلو غوښتنه د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پرېټي پټېل منلې.
د بریتانیا محکمو دا موندلې چې امریکا ته د نوموړي په استولو به یې له بشري حقونو سرغړونه نه وي او دا چې امریکا کې به ورسره سم چلند کېږي.
ښاغلی اسانج اوس ۱۴ ورځې وخت لري چې د دغې پرېکړې پر وړاندې اپیل وکړي.
د امریکا حکومت غواړي جولین اسانج وسپارل شي چې ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د پټو اسنادو افشا کولو او قانون نه پر سرغړونې محاکمه شي.
د ویکی لیکس په نوم افشا شوي اسناد افغانستان او عراق کې د جګړو په تړاو وو خو امریکا ویلي د خلکو ژوند یې خطر کې اچولی وو.
اسټرالیایی جولین اسانج اوسمهال د لندن په بېل مارش زندان کې دی او امریکايي چارواکو ته د ورسپارلو پر وړاندې یې اوږده قانوني مبارزه کړې وه.
یو هېواد کولی شي د یوه تورن کس د محاکمې لپاره له یوه بل هېواده د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړي.
ویکیلیکس ادارې ویلي، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې د دغې پرېکړې پر وړاندې به اپیل کوي.
د ښاغلي اسانج مېرمنې سټېلا ویلي، مېړه یې هېڅ جرم نه دی کړی. دا زیاتوي: "هغه یو خبریال او خپروونکی دی او یوازې د خپلې دندې سزا ورکول کېږي."
ویکی لیکس داسې یو رسنیز شرکت دی چې له نامالومو سرچینو دوی ته استول شوي پټ اسناد افشا کوي.
د امریکا حکومت ویلي، پر ویکی لیکس د افشا شویو اسنادو له لاسه د خلکو ژوند په خطر کې لوېدلی وو.
د اسانج قانوني ډلې ادعا کړې چې د عراق او افغانستان جګړې په تړاو افشا شویو سندونه د امریکا ناسمې کړنې په ډاګه کول او دا چې دا کار د عامو خلکو په ګټه وو.
هغو اسنادو په ډاګه کړې وه چې څه ډول افغانستان کې امریکايي پوځ په نا خپرو شویو پېښو کې سلګونه ملکي خلک وژلي وو. عراق کې یې د ۶۶ زره ملکیانو د وژل کېدو او د عراقي ځواکونو لخوا د خلکو د ربړولو په اړه مالومات خپاره کړي وو.
ښاغلي اسانج ۲۰۱۲ کې له اېکواډوره د پناه غوښتنه وکړه او له هماغه وخته تر ۲۰۱۹ پورې لندن کې د اېکواډور په سفارت کې اوسېده.
۲۰۱۹ کې اېکواډور د نوموړي د پناه غوښتونکي حیثیت ختم کړ او وروسته بیا بریتانویو پولیسو ونیوه او له هغه راهېسې په زندن کې دی.
له دې وړاندې بریتانیا کې محکمې د رواني ناروغۍ له امله امریکا ته د نوموړي د سپارلو مخنیوی کړی و.