داغستان کې د یهودانو او مسیحانو پر عبادتځایونو بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي

د روسیې په جنوبي جمهوریت داغستان کې په ظاهره همغږو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې ۱۵ پولیس، یو پادري او یو بل امنیتي کس هم شامل دی. په دغو بریدونو کې کلیساګانې او عبادت ځایونه هم سوځول شوي.

د ترهګرۍ ضد ځواکونه وايي ۵ بریدګر یې وژلي او عملیات پای ته رسېدلي. خو په سیمه کې امنیتي تدابیر کلک دي.

برید کوونکو د کسپین بحیرې په 'دربند' او 'مخاچکالا' ښارونو کې د یهودانو یو عبادتځی (کنیسه) او کلیساګانې په نښه کړې دي.

پر ټولنیزو شبکو خپروو وېډیوګانو کې ښکاري چې وسله وال یو بل ځای د پولیسو پر ګاډو هم ډزې کوي او ورپسې د بيړنیو خدماتو د ګاډو کاروان سیمې ته ور رسېږي.

په دربند کې چې د يهودانو یوه پخوانۍ ټولنه پکې مېشت ده، وسله والو په یوه سېناګوګ او یوه کلیسا برید کړی چې پر ټولنیزو شبکو يې د ودانیو د سوځېدو تصویرونه هم خپاره شوي.

د روسیې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي چې سیمه کې د دوی فعال عملیات پای ته رسېدلي. د مخاچکلا ښاروال یوسوپ اوماوف وویلوي چې د ښار وضعیت اوس قابو دی.

"اړوندو خدماتي او د قانون پلي کوونکو ادارو چټک کار وکړ. خو له بده مرغه زیانونه اوښتي دي. موږ د هغو کسانو له کورنیو او ملګرو سره ژوره خواخوږي څرګندوو چې نن یې زامن او وروڼه مړه شوي. اوس مهال، د قانون پلي کوونکې ادارې د قانون د برحالولو لپاره ټول اړین ګامونه اخلي او دا کېدی شي د پلازمېنې اوسېدونکو او مېلمنو ته د ځینو ستونزو او محدودیتونو لامل شي."

که څه هم لا د دغو بریدونو پړه چا نه ده منلې خو داغستان مخکې هم د توندلارو اسلامپالو د بریدونو مخینه لري.

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې په 'مخاچکلا' او 'دربند' کې ودانۍ سوځي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې فدراتیف تحقیقاتي کمېټې ویلي چې دوی د "ترهګریزو کړنو" په اړه څېړنې پیل کړې دي.

په اپرېل میاشت کې، د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو څلور کسان د مسکو په څنډه د کروکس په ښار کې د کنسرت پر تالار د برید په شک ونیول.

په دغه برید کې چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې وشو او پړه یې "اسلامي دولت" یا 'داعش' پر غاړه واخیسته، تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.

داغستان د روسیې له بې وزلو سیمو ده، چې ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي.

د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د قفقاز اسلامي امارت په نامه ډلې داغستان ته ورڅېرمه د چیچنیا جمهوریت په ګډون بېلابېلو سیمو کې فعالیت درلود او بریدونه یې کول.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تېره مارچ میاشت مسکو کې د کنسرت پر سالون له خونړي برید وروسته ویلي وو چې روسیه د اسلامي توندلارو هدف ځکه نه شي ګرځېدلی، چې باورونو، مذهبونو او توکمونو د ګډ هوسا ژوند یوه بېلګه ده.