افغانستان کې له داعش سره د یوځای کېدو د پلان په تور بریتانیا کې یوه ښځه پړه پېژندل شوې

ټاکلې ده فرشته جامي به د جمعې په ورځ محاکمه شي

د عکس سرچینه، Warwickshire Police

د عکس تشریح، ټاکلې ده فرشته جامي به د جمعې په ورځ محاکمه شي
    • Author, ویل جیفورډ
    • دنده, بي بي سي نیوز، ویسټ میډلینډز

یوه ښځه وروسته له هغه چې افغانستان کې یې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خراسان څانګې سره د یوځای کېدو پلان درلود، د ترهګرۍ د جرمونو په تور مجرمه وپېژندل شوه.

د بریتانیا وارېکشایر پولیسو ویلي، فرشته جامي، چې د سټراټفورډ اپان‌اېوون اوسېدونکې ده، پیسې سپما کړې وې چې افغانستان ته یو طرفه د الوتکې ټیکټ پرې واخلي.

دغې۳۶ کلنې ښځې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر او د تېر ۲۰۲۴ کال جنورۍ میاشتې ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو افراطي او له تاوتریخوالي ډک مواد شریک کړي دي.

د لېسټر کراون محکمه کې د محاکمې له ترسره کېدو وروسته، د پنجشنبې پر ورځ هغه د ۲۰۰۶ کال د ترهګرۍ قانون د پنځمې مادې له مخې، ترهګریزو کړنو لپاره د تیاریو په تور په دوو جرمونو مجرمه وپېژندل شوه.

څېړونکو ویلي، جامي د خواله رسنیو د ځینو ګروپونو اداري چارې سمبالولې او د کاروونکو پیغامونه او تبصرې یې څارلې او تنظیمولې.

ځینو ګروپونو له ۷۰۰ ډېر غړي لرل او د افراطي تبلیغاتو لویه برخه یې خپروله، چې پکې د بمونو جوړولو ښوونیزې ویډیوګانې هم وې. په دې موخه چې ګواکې داعش‌-خراسان څانګه ډاډمنه کړي چې هغوی ته وفاداره ده.

مېرمن جامي د وسلو، په ځانګړي ډول د کلاشنیکوف ټوپک د پرانیستلو او بېرته تړلو په اړه معلومات راټول کړي وو. د پولیسو په وینا، دې پر انټرنېټ ۲۲ ځله افغانستان ته د الوتنو او سفر معلومات لټولي وو.

د پولیسو د ځانګړو عملیاتو مشر، ډارن وېبستر وویل: "دا یوه پېچلې قضیه وه، چې ترهګريز او جدي جنایي جرمونه سره تړلي وو او موږ د محکمې د پرېکړه هرکلی کوو."

"د جامي کړنې حقیقي نړۍ ته خطر جوړولی شوی او احتمالي زیان یې باید له پامه نه وی غورځول شوی."

اټکل شوې جامي ته د جمعې پر ورځ (فبرورۍ ۱۴مه) د همدغې محکمې له خوا سزا واورول شي.