تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندیان د پراډا برانډ څپلیو غوسه کړي
- Author, ډیوینا ګوپتا
- رپوټ له:, بي بي سي
د هندوستان د کولاپور ښار د لاسي صنعتي توکو زرګونه صنعتکاران د لوېدیځ د اغوستونکو پر یوه نامتو برانډ 'پراډا' له دې امله نیوکه کوي چې په دغه ښار کې له پېړیو په لاس جوړېدونکو څپلیو بڼه یې کاپي کړې ده.
د ۵۸ کلن ساداشیو ساناکه د څپلیو په تیاره کارخونه کې د څټکونو ریتميکه او اهنګینه ټکا د مشهورو کولاپوري چرمي څپلیو د جوړولو له کړاوه د ډک کار ښکارندویه ده.
هغه بي بي سي ته وویل، کرۍ ورځ سخت کار کوي چې له اتو تر لسو جوړو څپلۍ جوړې کړي چې په بازار کې یې یوه جوړه په کابو یوه ډالر پلورل کېږي.
دمګړۍ په کولاپور کې ۵ زره صنعتګر چې کاري شرایط یې مناسب نه دي او کم مزد تر لاسه کوي، په دې برخه کې پر کار بوخت دي.
د هندوستان دغه کورني صنعت ته په بازار کې له ماشیني صنعت سره سخته سیالي ور له غاړې ده.
په دې وروستیو کې د اغوستو یوه مشهور ایټالیايي برانډ 'پراډا' بازار ته داسې څپلۍ/سنډل وړاندې کړل چې له کولاپوري هغو سره پاموړ ورته والي لري، خو د دغو څپلیو د طراحۍ اصلي ځای ته یې شاره نه ده کړې چې له امله یې ځايي صنعتګران سخت غوسه شوي دي.
د پراډا برانډ څپلیو ته پر خواله رسنیو د هندیانو غبرګون چټک و. هغوی پر پراډا د فرهنګي غلا اړوند تورونه ولګول او پراډا یې اړه کړه چې د دغو څپلیو اصلي ريښه په رسمیت و پېژني.
کله چې بي بي سي ښاغلي ساناکه ته وویل، دغه څپلۍ په لوکسو بازارونو کې په سلګونو ډالره پلورل کېږي، نو هغه مسکی شو او ویې ویل: "ولې هغوی په کې سره زر کاروي؟"
پراډا د خپلو څپلیو اصلي بیه نه ده اعلان کړې، خو په بریټانیا کې د دغه برانډ پر ویبپاڼه د څپلیو پرچون بیه له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ پاونډو ده چې تقریبا له ۸۰۰ تر ۱۳۰۰ امریکايي ډالر کېږي.
تاریخي مخینه
د کولاپوري څپلیو تاریخ ۱۲مې زېږدیزې پېړۍ ته رسېږي.
د کولاپور په کالج کې د تاریخ استاده کاویتا ګاګراني وايي، دغه څپلۍ په لومړیو کې د 'موچیانو' د یوې منزوي شوې ټولنې له خوا چې د 'چارمکارانو' په نامه هم پېژندل کېدل، جوړېدې.
په هند کې 'چمار' له سپکاوي ډکه یوه ټولنیزه طبقاتي اصطلاح ده چې پخوا به د څارویو له پوستکي سره سروکار لرونکو کسانو لپاره کارېده.
مېرمن ګاګراني وايي: "د شلمې پېړۍ په لومړیو کې دغه هنر هغه مهال وغوړېد چې د کولاپور یوه ځايي مشر چاتراپاتي شاهو مهاراج د دغې ټولنې له غړو سلطنتي ملاتړ اعلان کړ.
د ماهاراشترا د سوداګرۍ، صنعت او کرنې خونې (MACCIA) د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په ټول هند کې ۱۰۰ زره کسان په دغه سوداګرۍ کې بوخت دي چې د راکړې ور کړې کلنی ارزښت یې تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو رسېږي.
ډېر کړاو او کم عاید
په هندوستان کې په دغه صنعت کې کارګران له نامنظمو او سختو شرایطو لاندې کار کوي.
۶۰ کلنې سونیتا ساتپوت بي بي سي ته وویل، زدکړې یې نه دي کړي، ټوله پوهه مې د څپلیو جوړول دي چې ماته د ورځې له ۴ تر ۵ ډالرو عاید لري.
هغه وايي، د دې په څېر ښځې په دغه صنعت کې، په ځانګړي ډول د ظریفو نقشونو او حکاکۍ برخه کې، مهم رول لري، خو عادلانه عاید نه ترلاسه کوي.
د همدې لامل له مخې، د سونیتا اولادونه نه غواړي دغه مسلک ته مخه کړي.
له کارخونو په ډېر کم واټن کې د کولاپور د څپلیو د خرڅلاو کوڅه یا 'چپل ګلي' پرته ده چې ګڼې هټۍ یې د پایښت لپاره له سختو شرایطو تېرېږي.
د دغه ځای د لومړنیو هټیوالو له ډلې انیل دویپود بي بي سي ته وویل: "چرم د پخوا پرتله ګران شوی چې له امله یې زموږ لګښتونه لوړ شوي دي."
په دودیز ډول به صنعتګرانو د دغو څپلیو د جوړولو لپاره د غوا او مېښو له پوستکو استفاده کوله، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې د هندوانو ښی اړخی ګوند (بيجیپي) واک ته رسېدلی، د هندو معترضانو او فعالانو له خوا د غواګانو د حلالوونکو د ځپنې ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
غوا د هندو مذهبو لپاره مقدسه ده.
په ۲۰۱۵ کال کې په ماهاراشترا ایالت کې د غواګانو په حلالولو، د غوښې په خرڅلاو او خوراک بندیز ولګول شو چې له امله یې صنعتکاران اړ شول د مېښو له پوستکو څخه چې له ګاونډیو ایالتونو راتلل، کار واخلي. دې کار د دوی صنعتي لګښتونه لوړ کړل.
د صنعت برخې کارپوهان وايي، د ځايي صنعتکارانو او پراډا برانډ ترمنځ لانجې د یوه بنسټیز چوکاټ رامنځته کولو اړتیا پېښه کړې ده.
د هند حکومت په ۲۰۱۹ کال کې کولاپوري څپلیو ته جغرافیايي نښان (GI) ور کړ چې د هند په داخل کې د کولاپوري څپلیو نوم او طرحه خوندي کوي.
د ماهاراشترا د سوداګرۍ، صنعت او کرنې خونې (MACCIA) مشر لالیت ګاندي وايي، راتلونکو ورته قضیو ته د قانوني مخینې رامنځ ته کولو لپاره یې اداره هڅه کوي د کولاپوري څپلیو برانډ ثبت کړي.
ښاغلي ګاندي وايي، د پراډا برانډ له خوا د کولاپوري څپلیو تایید کولی شي د دغو څپلیو صنعتکارانو ته ګټه ورسوي.
هغه وايي: "د پراډا لوګو کولی شي، د دغو څپلیو بیه څو برابره لوړه کړي، خو موږ غواړو له ګټې یې د کولاپوري صنعتکارانو د ژوند ښه کولو ته هم څه برخه ځانګړې شي."
په کولاپور کې د څپلیو پلورونکی روهیت بالکریشنا له پورته خبرې سره موافق دی. هغه واردمخه بدلون ته متوجه شوی دی: " زموږ د څپلیو کومه بڼه چې پراډا وکاروله هغه پخوا ډېر مشهوره نه وه، خو اوس له دوبۍ، متحده ایالتونو او قطر څخه پېرونکي لرو."
هغه وايي، کله-کله جنجال کې ګټه وشي، خو ښه خبره دا ده چې دا چاره مستحقو کسانو ته چې دغه هنر یې ژوندی ساتلی، یو څه ګټه ورسوي.
دمګړۍ په عالي محکمه کې په همدې تړاو عریضه ثبت شوې چې له پراډا برانډ څخه هنرمندانو ته د غرامت او تاوان غوښتنه پکې شوې او د عالي محکمې تر څار لاندې د یاد لوکس برانډ او د ځايي صنعتکارانو ترمنځ د همکارۍ پر رامنځ ته کېدو هم ټینګار شوی دی.
خو لنډ مهال کې د راپورته شوي جنجال حل شونی نه برېښي.
پراډا برانډ بي بي سي ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د ماهاراشترا د سوداګرۍ، صنعت او کرنې له خونې سره په خبرو بوخت دي.
د خونې مشر ښاغلی ګاندي وايي، پتېیل شوې راتلونکې اونۍ د دواړو لوریو ترمنځ ناسته وشي.