د جرمونو نړیواله محکمه وايي په سودان کې جنګي جرمونه کېږي‌

د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۱مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د جرمونو نړیوالې محکمې وویل، "کره دلایل" شته چې دا باوري کوي، په لوېدیځ سودان کې جنګي او بشر ضد جرمونه شوي.

د دغې محکمې څېړنې ښيي، په دارفور سیمه کې د ځینو ځانګړو قومونو له ښځو او نجونو سره جنسي تاوتریخوالي شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د سودان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه پیل شوه. ملګرو ملتونو دغې جګړې ته "ولسي وګړو ته د وېجاړونکي مرګژوبلې" نوم ورکړ.

د جرمونو نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې نزهت شمیم خان وویل، په سیمه کې "د ناورین ژوروالي بیانولو لپاره د مناسبو کلیمو موندل ور ته سخت دي."

نوموړې وايي، په دې اړه یې "تر دې دمه له ۷۰۰۰ ډېر شواهد راټول کړي." اغلې شمیم هغه کسان، چې ژوندي پاتې شوي او له دوی سره یې خپل شواهد شریک کړي، "زړور" وبلل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لومړی ځل دوې لسیزې وړاندې د جرمونو نړیوالي محکمې ته اجازه ورکړه، چې د ۲۰۰۲م کال له جولای راهیسې په دارفور کې د جنګي جرمونو او نسل وژنې په اړه پلټنې وکړي.

یادې محکمې په ۲۰۲۳م کال کې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د شخړې له پیلېدو وروسته څېړنه پیل کړه. په دغه پلټنه کې یې له هغو قربانیانو سره مرکې وکړې چې په دارفور کې له جګړې ګاونډي چاد هېواد ته تښتیدلي وو.

میرمن خان "د سرغړونې یوه نه منونکې بېلګه" وړاندې کړه او ویې ویل، کاري ډلې یې هڅه وکړه، دا ډول جرمونه د محکمې لپاره په شواهدو بدل کړي.

هغې زیاته کړه، هغه کسان چې په دارفور کې جرمونه کوي "ممکن اوس د خوندیتوب احساس وکړي."

خو خبرداری یې ورکړی، د جرمونو نړیوالې محکمې پر دې کار کاوه، چې ډاډ تر لاسه کړي، "ډېری" هغه خلک چې په سیمه کې په پېښېدونکو جرمونو کې لاس لري، د محکمې له عدالت سره به مخ شي.

د نسل وژنې تور

د جنګي جرمونو د تورونو لګولو لړۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې دوام لري. د ۲۰۲۵م کال په جنوري کې امریکا وویل، د چټک ملاتړ ځواکونه او ملاتړې ملیشو یې په سیمه کې د غیر عرب اوسېدونکو نسل وژنه کړې ده.

د چټک ملاتړ ځواکونه دا ادعاوې ردوي او وايي، دوی په دارفور کې په هغه څه کې ښکیل نه دي چې امریکا یې د "قبیلوي شخړې" په توګه یادوي.

د ملګرو ملتونو رپوټونه ښیي، په دارفور کې وضعیت مخ پر خرابېدو دی. روغتونونه او بشري کاروانونه په نښه شوي او خواړه او اوبه په قصدي ډول پرې بندې شوي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې د پنجشنبې په ورځ وویل: "جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي د وسلو په توګه کارول کېږي."

د الفشر په ښار کې ملکي وګړو ته مرستې نه رسېږي، ځکه ښار د چټک ملاتړ ځواکونو محاصره کړی دی. د شخړو په سیمو کې د کولرا ناروغۍ خپرېدل هم د اوبو کمښت لپاره جدي ګواښ دی.

په سیمه کې د قحطۍ له زیاتېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) رپوټ ور کړی، د ۲۰۲۵م کال د جنوري او مې ترمنځ سختې خوارځواکۍ له امله له ۴۰۰۰۰ ډېر ماشومان د درملنې لپاره ور وړل شوي، چې په وینا یې دا شمېر د پروسږ کال ور ته مودې په پرتله دوه برابر ډېر دی.

د سودان لپاره د یونیسف استازی شیلډن یټ وویل: "په دارفور کې ماشومان د شخړو له امله له لوږې سره مخ دي او له هغو مرستې بې برخې دي، چې دوی ژوغورلای شي."

د سودان په دې جګړه کې له ۱۵۰،۰۰۰ ډېر خلک وژل شوي او شاوخوا ۱۲ میلیونه له کورونو تښتیدلي دي. میرمن خان خبرداری ورکړ: "موږ باید ځان تيرنباسو ځکه حالات لا هم خرابېدای شي."