تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا منلې چې د سراج الدين حقاني په ګډون يې د طالبانو پر دريو مشرانو لګېدلې جايزې لرې کړې دي
- Author, يوګيتا لامای
- دنده, د جنوبي اسيا او افغانستان خبرياله
امریکا منلې چې په افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو چارسمبالي وزير سراج الدين حقاني په ګډون د حقاني شبکې د دريو مشرانو له سرونو د ميليونو ډالرو جايزې لرې کړې دي.
دا يو مهم ګام بلل کېږي ځکه پر حقاني شبکې تور دی چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د جګړې پر مهال يې په افغانستان کې ځینې تر ټولو مرګوني بريدونه ترسره کړي چې په هغو کې د امريکا او هند پر سفارتونو او د ناټو ځواکونو تر څنګ يو شمېر نور بريدونه شامل دي.
اوس مهال، د حقاني شبکه د طالبانو حکومت کې چې د امريکا او طالبانو تر منځ د ولسمشر ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د سولې له تړون او په ۲۰۲۱ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته ورسېده، مهم رول لري.
د حقاني شبکې د څو مشرانو پر سرونو لګېدلې جايزې په داسې حال کې لرې شوې چې د ولسمشر ټرمپ د لومړۍ دورې يوازې څو اوونۍ تېرېږي او د طالبانو او امریکا تر منځ د يوه امریکايي سيلاني بندي چې له ۲۰۲۲ کال راهيسې د طالبانو په بند کې و د خلاصون پر سر څو ورځې مخکې خبرې وشوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بي بي سي ته تائید کړې چې "اوس مهال د سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عبدالعزیز حقاني او د یحیی حقاني پر سر جايزه لرې کړل شوې ده." خو وياند زیاته کړه چې دوی او د حقاني شبکه لا هم د "نړیوالو ترهګرو په لست کې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه ثبت دي."
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) یوه وېبپاڼه، چې د دوشنبې پر ورځ د سراج الدین حقاني پر سر د لس میلیونو ډالرو جايزه په کې وه، اوس تازه شوې او د انعام اعلان ترې لرې کړل شوی دی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع بي بي سي ته وويل چې د انعامونو لرې کول "د دوی د حکومت د دوامداره دیپلوماتیکو هڅو پايله ده." نوموړي زياته کړه، "دا یو ښه ګام دی، او دا زموږ له نړۍ، په ځانګړي ډول له امریکا سره د نوي تعامل ښکارندویي کوي. امریکايي پلاوي وویل چې غواړي له موږ سره مثبت تعامل او د باور فضا پراخه کړي."
د شنبې په ورځ، یو امریکايي پلاوی، چې د یرغمل شویو امریکایانو استازی اډم بوېلر او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په کې وو، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او نورو طالب چارواکو سره په کابل کې ولیدل.
له دغې لیدنې وروسته، امریکايی وګړی جورج ګلېزمن، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې نیول شوی و، د طالبانو حکومت خوشی کړ.
دا لا روښانه نه ده چې د جايزو لرې کول د دغو مذاکراتو یوه برخه وه که نه.
د حقاني شبکې په نامه يادېدونکې ډله د سراج الدين حقاني پلار جلال الدين حقاني په ۱۹۸۰ کلونو کې جوړه کړه چې د سي ای اې په ملاتړ د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې يې په افغانستان او پاکستان کې فعاليت کاوه خو وروسته دا د لوېدیځ پر ضد په يوې تر ټولو وېرونکې وسلهوالې ډله وګرځېده.
دا ډله په ۱۹۹۶ کې هغه مهال له طالبانو سره ملګرې شوه چې په افغانستان کې يې واک ترلاسه کړ.
جلال الدین حقاني د اوږدې ناروغۍ له امله په ۲۰۱۸ کال کې ومړ.
اوس مهال، سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د ځواک په یوه مهمه څېره بدل شوی. د نوموړي او د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده ترمنځ د اختلافاتو په اړه هم راپورونه ورکول کېږي.
د طالبانو د حکومت ځینو غړو بي بي سي ته ویلي چې د ښځو د تعلیم موضوع د دواړو اړخونو ترمنځ د اختلاف یو مهم ټکی دی.
حقاني شبکه هڅه کوي چې ځان یو څه معتدل وښيي، ترڅو د هغو افغانانو ملاتړ ترلاسه کړي چې د طالبانو د مشر د سختدریځۍ له امله ناراضه دي.
د امریکا حکومت لخوا د انعامونو لرې کول دا ښيي چې د دې شبکې نفوذ نه یوازې د افغانستان دننه، بلکې د نړیوالو هغو برخو کې هم زیاتېږي چې غواړي له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي.