طالبان: د اسلامي‌ همکاریو سازمان راته ویلي چې ژر به کابل کې دفتر پرانیزي

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازي طارق علي بخیت کابل کې له طالب چارواکو او افغان سیاستوالو سره کتلي دي.

ښاغلي بخیت او ورسره مل پلاوي د شنبې پر ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره لیدلي دي.

له نوموړي سره تللي پلاوي کې د اسلامي همکاريو سازمان سياسي مرستیال 'يوسف بن محمد الضبيعي' هم ملګری دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې لیدنې په تړاو پر خپل ټویټر لیکلي ښاغلي بخیت ویلي د دغه سفر هدف "د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق او کابل کې د ياد سازمان د دفتر رسمي پرانستنه ده.‌"

د هغه په وینا ښاغلي بخیت زیاته کې چې غواړي د دغه دفتر له لارې "ډېر ژر د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پيل کړي."

د یادونې ده چې د تېر کال ډسمبر میاشت اسلام آباد کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده جوړه شوې وه چې له افغانستان سره د مرستو ژمنه پکې وشوه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې "دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او ۲۰۲۴م کال لپاره د اسلامي هېوادونو فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د انتخابېدو بهير د بيا پيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې."

ښاغلي بخیت تر دې وړاندې د طالبانو حکومت کې د عدلیې وزارت له چارسمبالي مولوي عبدالحکیم شرعي سره هم لیدنه کې ویلي چې غواړي نږدې راتلونکې افغانستان کې د دې سازمان دفتر پرانیزي.

د طالبانو حکومت عدلیې وزارت د دې لیدنې په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې "دواړو لورو د قوانینو، زده کړو، له اسلامي امارت سره د اسلامي همکاریو د سازمان اړیکو او د افغانستان له خلکو سره د دغه سازمان د بشر دوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې."

ښاغلي بخیت د دغه سفر په لړ کې له مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي او د سولي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

د مخکني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر وینا پاڼه کې ویل شوي دې کتنه ښاغلي کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټېنګار وکړ او له دغه سازمانه یې د زدکړو او بشري ودې برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالله بیا پر فیسبوک یوه بیان کې ویلي له ښاغلي بخیت سره یې د دغه سازمان پر مرستو او افغانستان کې پر تعلیمي بهیر خبرې وکړې.