انتونیو ګوتېرېش: د دوحې غونډه د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې لپاره نه وه

د عکس سرچینه، UN
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه پر "ګډې تګلارې" سلا شوي دي.
هغه دا خبرې د افغانستان په اړه دوحه کې د دغه سازمان د دوه ورځنۍ ناستې پاې کې کړې دي.
انتونیو ګوترېش په يوه لنډ خبري کنفرانس کې وویل چې "دا غونډه د طالبانو د واکمن حکومت رسمیت پېژندلو لپاره نه، بلکې د یوه ګډ نړیوال دریځ د خپلولو په هدف جوړه شوې وه".
نوموړي که څه هم د دې ګډې تګلارې او دریځ په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې په راتلونکې کې به ورته بل غونډه هم جوړ کړي.
هغه د دې غونډې د وخت او ځای په اړه مالومات ورنه کړل شول.
ښاغلي ګوتېرېش وویل "ټول د یو بل شرایطو او محدودیتونو په درک کولو سره دې هوکړې ته ورسېدو چې دا د ټولو او په ځانګړې توګه د افغانانو په ګټه ده چې ګډ کار وکړي."
د هغه په وینا د دې غونډې برخه وال په دې هم سلا شوي چې طالبانو سره "ښکېلتیا لپاره یوې داسې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، چې د افغانستان له ثبات او همدا راز د نورو مهمو اندېښنو ځوابولو سره مرسته وکړي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د دوحې د دې ناستې ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښمن وو او دلته یې سره خپلې دا جدي اندېښنې شریکې کړې.
دوی ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګروسازمانونو دوامداره حضور دغه هېواد، سیمې او وراهاخوا نورې نړۍ ته خطر دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، که څه هم بېلابېلو هېوادونو د دوی د خپل وضعیت او شرایطو له مخې په دې تړاو بېلابېل لومړیتوبونه درلودل، خو په دې تړاو ټولیزه هوکړه موجوده ده چې دغه اندېښنې سره تړلې، په دې معنی چې یوه اندېښنه هم داسې نه ده چې له کبله یې بله له پامه وغورځول شي.

د نړۍ ستر بشري کړکېچ
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان اوسنی وضعیت "دمګړۍ نړۍ کې تر ټولو ستر بشري کړکېچ" وباله.
هغه وویل ۹۷ سلنه افغانان بې وزلۍ کې ژوند کو او دا چې دوه پر درېمه برخه افغانان به چې ۲۸ میلیونه خلک کېږي، "د ژوندي پاتې کېدو لپاره سږ کال بشري مرستو ته اړتیا ولري."
د ښاغلي ګوتېرېش په وینا شپږ میلیونه افغانان چې ماشومان، ښځې او سړي، ټول پکې شامل دي، ولږې ته له ورته وضعیت یوازې یو ګام واټن لري.
هغه وویل "زموږ بشردوستانه پلان دغو اړمنو خلکو ته د رسېدو لپاره ۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې نږدې ۲۴۹ میلیون ډالره ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا وړ بودیجې یوازې ۶ اعشاریه ۴ سلنه جوړوي."
خو دا یوازنۍ ستونزه نه ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي دوحه کې د دې غونډې پای کې دا هم وویل چې بشري مرستو لپاره "بودیجه یوازنۍ اندېښنه نه ده."
د نوموړي په وینا په افغانستان کې د دوی د بشری مرستو ډېری ویشونکي افغان اتباع او ښځې دي او دا چې له ملګرو ملتونو، کورنیو او نړیوالو غیر دولتي ادارو سره د ښځو پر کار د طالبانو وروستی بندیز هم د خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي.
هغه وویل "اجازه راکړئ په زغرده او ډنګ پیېلې یې ووایم چې موږ د ښځو او نجونو پر حقونو د دوامداره سیستماتیکو بریدونو په تړاو غلي نه پاتې کېږو."
ښاغلي ګوتېرېش د میلیونونو ښځو او نجونو له صحنې څنډې ته کول او د هغوی غږ چپول، د بشر له اساسي حقونو 'ستره سرغړونه' وبلله.
هغه دا ګام نړیوالو قوانینو ته د افغانستان د ژمنتیا له مکلفیت سره هم ټکر کې یاد کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه خبري کنفرانس پای کې په دې اړه د پوښتنې ځواب کې چې ایا حاضر دی اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره وګوري، وویل "په مناسب وخت کې دې کار ته حاضر یم" او دا چې اوسني شرایط داسې لیدنې ته مناسب نه دي.








