جو بایډن: یوازې خدای مې له ولسمشریزو ټاکنو راګرځولی شي

بایډن

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، یوازې " خدای" یې په ولسمشریزو ټاکنو کې له مبارزې را ګرځولی شي.

نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې د دیموکراتانو د اندېښنو لېري کولو په اړه په ولسمشریزو ټاکنو کې پر خپل دریځ د پاتې کېدو ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي بایډن د جمعې پر ورځ ای بي سي نیوز سره مرکه کې "ادراکي ازموینه" کې د نه ګډون خبره کړې او خپلو رای ورکوونکو ته یې ډاډ ورکړی، چې د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره مناسب کس دی.

هغه په مرکه کې وویل: "زه هره ورځ یو ادارکي ازموینه لرم. هره ورځ دا ازموینه لرم،‌ هر څه، چې کوم یوه ازموینه ده."

تېره اوونۍ ډونالډ ټرمپ سره د نوموړي له مناظرې وروسته ځینو دیموکرات چارواکو او مالي مرسته کوونکو له دغه ۸۱ کلن ولسمشره وغوښتل، چې ټاکنو کې نوماندي دې تر ځانه ځوان کس ته پرېږدي.

ښاغلي بایډن د تېرې اوونۍ په مناظره کې د کمزورتیا دلایل ستړیا او ساړه یاد کړي او ویلي یې دي: "فکر نه کوم چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دې له ما وړ کس بل وي."

جو

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د نوموړي د عمر او ذهني چمتووالي په اړه اندېښنې او له ټاکنو د لاس پر سر کېدو فشارونه وروسته له هغې راپورته شوي، چې پر سي اېن اېن یې ډونالډ ټرمپ سره مناظره کې څو ځله خبر ګډې وډې شوې.

جو بایډن له هغې مناظرې وروسته د ویسکانسین ایالت په مدیسون ښار کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال یوې غونډې ته ویلي: "له هغه وروسته داسې ګومانونه ډېر شوي چې جو[ جوبایډن] به څه کوي."

په داسې حال کې چې ملاتړو یې نوم په لوړ غږ اخیسته او چیغې یې وهلې، نوموړي زیاته کړه: "ځواب مې دا دی. زه سیالي کوم او یو ځل بیا به بریالی کېږم."

مرکې او احتجاجونه د نوموړي د ټاکنیزو مبارزو په یوه حساس وخت کې کېږي. مالي مرسته کوونکي او دیموکرات متحدین یې هم په دې فکر کې دي چې ملاتړ یې وکړي، که نه.

ښاغلي بایډن ویلي: "زه دا کیسې ټولې اورم چې وايي زه زوړ شوی یم. آیا زه هغه وخت زوړ وم، چې ۱۵ میلیونه کسانو ته مې د کار زمینه برابره کړه؟ آیا زه زوړ وم چې د پنځه میلیونه امریکايي زدکوونکو پورونه ختم کړم؟"

نوموړي وپوښتل: "فکر کوئ چې زه ډونلډ‌ ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره ډېر زوړ یم؟" داسې حال کې چې ملاتړو یې په ځواب کې د "نه" ځواب ورکړ.

جو

د عکس سرچینه، Getty Images

نیویارک کې د ټرمپ محکومیت او نورو تورونو ته په اشارې، چې په جلا جلا قضیو کې ورسره نوموړی مخ دی، ښاغلي بایډڼ خپل سیال "د جنایت څپه" یاد کړ.

پر ښاغلي بایډن فشارونه دي چې له ټاکنو تېر شي.

د دیموکرات ګوند ځینو اصلي ملاتړو هم هڅه کړې، چې نوموړی د ګوند د نوماند په توګه له ټاکنو راوګرځوي او په ښکاره یې دا ګواښ‌ هم کړی چې که خپل ځای بل نوماند ته پرېنږدي، مالي مرسته به پرې بنده کړي.

د هغه کمپاینونه لا هم روان دي، مېرمن یې جېل بایډن او مرستیاله یې کامله هرېس هڅه کوي چې روانه میاشت هر ایالت کې کمپاینې غونډې جوړې کړي.

واشنګټن پوسټ رپوټ‌ ورکړی، چې د ښاغلي بایډن انتخاباتي ډله د ګوند دننه له فشارونو خبره ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې د هغه د نوماندۍ د برخلیک په اړه به پرېکړه وکړي.

جو

د عکس سرچینه، REUTERS

د ګانګرېس درېیو دیموکراتو غړو هم له جوبایډن غوښتي، چې له ټاکنو لاس پر سر شي.

د جمعې پر ورځ رپوټونه و، چې سناتور مارک وارنر هڅه کوي د دیموکراتو سناتورانو یوه ډله راټوله کړي او له ولسمشر بایډن غوښتنه وکړي چې له سیالۍ تېر شي.

د مدیسیون ښار په راټولېدنه کې د بایډن ډېرو ملاتړو بي بي سي ته ویلي و، هڅه کوي ولسمشریزو ټاکنو کې یې ملاتړ وکړي او په تلویزویوني مناظره کې د هغه د خبرو ګډوډېدو نه دي اندېښمن کړي.