د امریکا ټاکنېزه مناظره؛ ټرمپ له افغانستانه وتل د امریکا د تاریخ شرموونکې ورځ وبلله

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په لړ کې تېره شپه لومړنۍ تلویزیوني مناظره درلوده چې پر یو بل یې سخت لفظي ګوزارونه په کې وکړل.

د هېوادونو د واکمنۍ پیاوړې وسله اقتصاد دی، او د دوی ترمنځ مناظره کې هم پوښتنې د امریکا د اقتصاد اړوند پیل شوې.

له بایډن څخه د انفلاسیون په اړه پوښتنه وشوه، او دا چې هغو رایه ورکوونکو چې احساسوي اقتصادي وضعیت خراب شوی، څه ویل لري؟

ښاغلي بایډن سملاسي ټرمپ ته مخه کړه او ویې ویل، چې له مخکیني حکومته ورته یو وران اقتصاد او مخ په زیاتېدونکې بیکاري ورپاتې وه.

خو ښاغلي ټرمپ بیا ټوله پړه بېرته پر بایډن واچوله او ویې ویل، د ده په راتلو سره اقتصادي ستونزې او انفلاسیون تر ټولو بد حالت ته رسیدلي دي.

جو بایډن خپلو خبرو کې وویل، که ټرمپ واک کې پاتې وای، امریکا به تر دې دمه په افغانستان کې جګړه کوله.

خو ډونلډ ټرمپ په ځواب کې وویل، چې ده پلان درلود په عزتمنه توګه او له پیاوړي دریځ سره له افغانستانه ووځي.

نوموړي زیاته کړه: "کله چې دی [بایډن] رابهر شو، دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ وه."

د شنونکو په باور امریکا له ۲۰ کلن پوځي حضور او جګړې وروسته په دا ډول له افغانستان په وتلو سره یې لوی بشري ناورین رامنځ ته کړ.

امریکا

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروستیو کې د تخلیې پروګرام په لړ کې د یوه ځانمرګي برید له کبله چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه وشو، ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول

د طالبانو بیا واکمنېدو سره نژدې یو میلیون افغانان کډوالۍ ته اړ شول.

همدا راز ګڼ شمېر لوستي کدرونه له دغه هېواده بهر شول، اقتصادي وضعیت خراب شوی او بشري حقونه تر ډېره محدود او تر پښو لاندې شوې.

د ښځو د زدکړو او کار بندیز د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو سازمانو په ګډون د ډېرو نړیوالو د پام وړ موضوع ګرځېدلې ده.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروستیو کې د تخلیې پروګرام په لړ کې د یوه ځانمرګي برید له کبله چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه وشو، ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې مناظره کې د ایران، غزې او اسرائیلو، اوکرایین، ولادیمیر پوتین او پخپله د امریکا د کورنیو موضوعات په تړاو هم بحث وشو چې یوه پکې ښځو ته د جنین سقطولو د ازادۍ ورکولو جنجالي موضوع وه.

په دې مناظره کې یو څه چې د شننونکو په باور د ټرمپ تله یې یو څه درنه کړه هغه د عمر یا سن موضوع وه.

د ۸۱ کلن جو بایډن او ۷۹ کلن ډونلډ ټرمپ د عمر ترمنځ که څه هم ډېر توپیر نه شته، خو د خبرو پر مهال د بایډن غږ دروند او په خبرو یې په اسانۍ پوهېدل ګران و.

شنونکي وايي، دا مناظره د ټرمپ لپاره ښه تمامه شوه.

خو په ټوله کې ویل کېږي، په دې مناظره کې داسې څه نه وو چې د ملاتړو فکر به یې بدل کړي.

په هره توګه دا لا روښانه نه ده چې پر هغو رایه ورکوونکو به یې اغیزه څه وي، چې لا یې پریکړه نه ده کړې او هر اړخ ته اوښتی شي.‌

بایډن او ټرمپ په اتلانتا کې د سي اېن اېن تلویزیوني شبکې په مرکزي دفتر کې بحث وکړ.

امریکا دوه ګوندي سیاسي جوړښت لري.

دیموکراتان چې جو بایډن یې استازیتوب کوي او جمهوري غوښتونکي چې ډونالډ ټرمپ یې راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی.

خو د دوی ترڅنګ یو څو نور نوماندان هم شته، چې ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دي.

د امریکا له مشهورې سیاسي کورنۍ کنېډي څخه رابرټ کنېدي جونیور دی چې د دوی ترمنځ درېیمه ډله ګڼل کېږي.

خو سي اېن اېن د ټاکنیزو مناظرو لپاره خپل یو لړ شرایط لري، چې نوموړي پوره نه شول کړای.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر پر ۵مه کېږي.