تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د سپوږمۍ تیاره برخې ته یو څېړونکی ماشین استولی دی
د چین فضایي ادارې د سپوږمۍ له تیاره برخې څخه د بېلګو د راټولولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
دا چاره په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.
یو بې پیلوټه راکټ ډوله څېړونکی ماشین "چانګ ای-۶" د ون چانګ څېړنیز مرکز څخه تشیال ته توغول شوی دی.
دا فضايي ماشین به خپل ۵۳ ورځو ماموریت کې د سپوږمۍ تیاره برخې دوه کیلوګرامه خاوره تجزیه او تحلیل کړي او نمونې به یې واخلي.
د سپوږمۍ "تیاره برخه" هغه برخه ده، چې له ځمکې څخه نه لیدل کېږي، خو دا په دې معنی نه ده، چې دې برخې ته د لمر وړانګې نه رسېږي.
د سپوږمۍ دا برخه د بلې برخې پرتله ډېر ډبل او پخوانی پوړ یا پټ لري او ډېرې کندې لري.
ساینس پوهان هیله لري، چې د دې پروژې له لارې به وکولی شي بېلګې راټولې کړي او دا به روښانه کړي چې سپوږمۍ څنګه جوړه شوې ده.
د چين د سپوږمۍ د اکتشافاتو او فضايي انجينیري مرکز مرستيال جي پينګ خبريالانو ته وویل،
"چانګ ای-۶ به د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ له تیاره برخې څخه بېلګې راټولې کړي".
تمه کېږي، چې څېړنیز ماشین به د سپوږمۍ د سویلي قطب په ایتکن (د یوې ژورې کندې پر غاړه) برخه کې ځان ځای په ځای کړي، چې دا سیمه ۲۵۰۰ کیلومتره عرض او ۸ کیلومتره ژور والی لري.
دا د سپوږمۍ پر لور د چین له هغو دریو ماموریتونو څخه یو دی، چې دې هېواد د روان کال لپاره پلان کړي دي.
چانګ ای-۷ څېړونکی ماشین به د سپوږمۍ سویلي قطب کې د اوبو لټون وکړي، او د چانګ ای-۸ به له تخنیکي پلوه دا ممکنه کړي، چې د سپوږمۍ نړیوال څېړنیز مرکز په نوم یوه پلان شوې اډه هلته جوړه شي.
له دې مخکې، د چانګ ای-۵ څېړنو له سپوږمۍ څخه تازه لاوا ترلاسه کړه چې د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې ځمکې ته راستانه شوه.
د چانګ ای-۶ څېړنې د چین د فضا اکتشافاتو د پروګرام نوی ګام دی چې د متحده ایالاتو سره په سیالۍ کې یې پورته کړی دی.
پنځه کاله مخکې چین لومړنی هېواد شو، چې د سپوږمۍ تیاره برخه کې د څېړنو زمینه برابره کړه.
تر ۲۰۳۰ کال پورې چین پلان لري چې سپوږمۍ ته خپل لومړني ستورمزلي واستوي او د مریخ او مشتري څخه د بېلګو راټولولو اړوند څېړنې پیل کړي.
د سپوږمۍ "نیمه تیاره " برخه چېرته ده؟
موږ له ځمکې څخه هېڅکله د سپوږمۍ یو برخه نه وینو ځکه تل د سپوږمۍ یو اړخ ځمکې سره مخامخ وي.
یو غوره نوم چې ډېری وختونه د سپوږمۍ دې برخې ته کارول کېږي"لرې اړخ" دی.
په ۱۹۶۸ کال کې د اپولو ستورپوهان لومړني انسانان وو، چې د سپوږمۍ لرې اړخ یې ولیدل. خو د سپوږمۍ "پټ نیمایي" برخې لومړی عکس د پخواني شوروي اتحاد لونا ۳ سپوږمکۍ لخوا اخیستل شوی و.