تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرايين جګړه: ټرمپ وايي د "وینو حمام" بندولو لپاره د دوشنبې په ورځ پوتین ته ټليفون کوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د دوشنبې په ورځ به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتین سره په اوکرايين کې د جګړې د پايته رسولو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې. نوموړي ويلي د خبرو موخه د "وينو حمام بندول دي".
ټرمپ د خپلې ټولنيزې رسنۍ ټروټ سوشل يوه پوسټ کې ليکلي چې له پوتین وروسته به د اوکرايین د ولسمشر ولودمير زېلېنسکي او د ناټو د غړو له يو شمېر مشرانو سره هم خبرې وکړي.
روسيې او اوکرايين د جمعې په ورځ په استانبول کې له دريو کلونو وروسته په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې، که څه هم دواړو خواو د بنديانو په تبادله هوکړه وکړه خو له دې هاخوا يې د پام وړ پرمختګ نه درلود.
ټرمپ مخکې ويلي وو، که پوتین په خبرو کې برخه واخلي نو دی به هم په کې ګډون وکړي او په وينا يې د جګړې د پايته رسولو لپاره مذاکرات به هغه وخت بريالي شي چې دی او پوتين مخامخ سره وويني. خو د روسيې ولسشر دا وړانديز رد کړ.
د کرملين وياند دېمتري پېسکوف د روسيې خبري اژانسونو ته ويلي چې د پوتين او ټرمپ تر منځ د ټيليفوني خبرو لپاره چمتووالی روان دی.
نوموړي د روسيې تاس خبري اژانس ته ویلي چې "د خبرو په اړه کار روان دی".
ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، "زه هيله من يم، دا به يوه ګټوره ورځ وي چې اوربند ټينګ شي او دا له تاوتريخوالي ډکه جګړه، هغه جګړه چې بايد هېڅکله پیل شوې نه وی، پايته ورسېږي".
تمه کېږي چې د امريکا او روسيې مشران به د دوشنبې په ورځ په خبرو اترو کې د اوربند او د دوه اړخيزې ناستې په اړه بحث وکړي.
که څه هم مسکو د ټرمپ د تمې پرتله ډېر ورو عمل کړی خو د شنبې په ورځ د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو تر منځ په خبرو کې روسيې د منځګړيتوب لپاره د امریکا له هڅو هرکلی کړی دی.
اوکرايين د هر اړخيز اوربند غوښتنه کړې
روسيې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين بشپړ يرغل پيل کړ.
په استانبول کې د اوکرايين او روسیې له خبرو اترو وروسته اوکرايین يو ځل بيا د بشپړ او بې قيد او شرطه اوربند غوښتنه وکړه.
د يوه اوکراييني چارواکي په وينا، "روسيې نوې او د نه منلو وړ شرايط وړاندې کړل چې په هغو کې د اوربند په بدل کې د اوکرايين له لويو برخو د ځواکونو ايستل هم شامل وو."
د پوتين سلاکار او دروسي پلاوي مشر ولادیمير ميډينسکي اعلان وکړ چې مسکو له مذاکراتو خوښ دی او چمتو دی چې تماسونه همداسې دوام وکړي.
له خبرو اترو څو ساعته وروسته، د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې د اوکرایین په شمال ختیځ کې د سومي په سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس برید وکړ چې نهه کسان یې ووژل.
له بريد وروسته ولسمشر زېلېنسکي پر روسیه د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه.
نوموړي دا برید "د ملکي وګړو قصدي وژنه" وبلله. روسیې تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ځواکونو یې په سومي ولایت کې "پوځي تاسیسات" په نښه کړي دي.