کرېکټ: افغان ابدالیان (الف) لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سریلنکا ته وبایلله

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغان توپ اچونکو ترمنځ خلیل احمد دوه، قیس احمد او شرف الدین اشرف یوه یوه وېکټه واخیسته.

د افغانستان افغان ابدالیان الف لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سیالې سریلانکايي لوبډلې ته د شپږو وېکټو په توپیر وبایلله.

افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۴۹ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې خپل د سر درې لوبغاړي له لاسه ورکړي وو چې یوازې څلور منډې یې درلودې، خو وروسته دروېش رسولي، له وېکټ ساتونکي اکرم علي خېل او وروسته له اعجاز احمد سره ښه ملګرتیا وکړه.

دروېش رسولي ۱۵۵، اکرام علي خېل ۳۲ او اعجاز احمد ۳۵ منډې وکړې، خو نورو لوبغاړو د پام وړ منډې ونه شوی کړای. د دروېش رسولي په منډو کې اته شپږیزې او اته څلوریزې شاملې وې.

د سریلانکا له لوري دلشان مادوشنکا ښکلې توپ اچونه وکړه او وتوانېد څلور افغان لوبغاړي یې وسوځول. محمد شېراز هم دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د افغانستان د توپ اچونې پیل ښه و او خلیل احمد پرلپسې دوه وېکټې واخیستې، خو وروسته بیا د سریلنکا لوبغاړو لاهیرو اودارا او لوبډلمشر سدیرا سماراویکراما ښکلې او تېزه لوبه وکړه. اودارا ۸۱ منډې وکړې او سدیرا ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سریلنکا لوبډلې وکولی شول د افغان لوبډلې لخوا ټاکلی هدف د لوبې په ۴۲م اوور کې پوره کړي.

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دروېش رسولي ۱۵۵، اکرام علي خېل ۳۲ او اعجاز احمد ۳۵ منډې وکړې

د افغان توپ اچونکو ترمنځ خلیل احمد دوه، قیس احمد او شرف الدین اشرف یوه یوه وېکټه واخیسته.

دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، سریلنکا او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ ده، چې د افغانستان په کوربتوب کېږي.

ټاکل شوې د دغې لوبلړۍ په ترڅ کې ټولې اووه لوبې وشي، په لومړۍ لوبه کې سریلنکا الف لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړې وه.

د یو ورځنیو سیالیو په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله له بلې سره دوه لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.

پایلوبه به د هماغو لوبډلو تر منځ د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه نېټه ترسره شي.

ټاکل شوې چې له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته، افغان ابدالیان لوبډله له سريلنکا الف لوبډلې سره یوه څلور ورځنۍ لوبه هم وکړي چې د ابوظبۍ کرېکټ لوبغالي کې به ترسره شي. ټاکل شوې څلور ورځنۍ لوبه د اپرېل پر ۲۹مه نېټه پیل شي.