په لومړي ځل هلمند ولایت کې د کرېکټ رسمي کورنۍ سیالۍ کېږي

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په هلمند ولایت کې د مېرویس نېکه په نوم د کورني کرېکټ لومړۍ رسمي لوبې کېږي. لومړۍ لوبه د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ ده.

د میرویس نېکه درې ورځنۍ سیالیو غوره لوبغاړي د افغانستان لېست اې او احمدشاه ابدالي لومړۍ درجې سیالیو ته لار مومي.

د میرویس نېکه درې ورځنیو سیالیو ته لوبغاړو د وزیر محمد اکبر خان له لومړۍ او دویمې درجې سیالیو لار موندلې ده.

په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې، سپین غر، مس عینک، امو، بست او بند امیر زون لوبډلې سیالۍ سره کوي. دغه ولایت کې پخوا هم د کرېکټ په ځايي کچه د کرېکټ سیالۍ شوي، خو د نا امنیو له کبله په ملي کچه په کې سیالیو ته زړه نه ښه کېده.

د افغان کرېکټ بورډ ویاند نسیم سادات بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، وړاندې تر دې هم په هلمند کې د کلب په کچه سیالۍ شوې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د کورني کرېکټ دومره مهمې او سترې سیالۍ ترسره کېږي.

"زموږ موخه دا ده چې د افغانستان ګوټ ګوټ ته کرېکټ ورسوو. په هر زون کې کرېکټ خپل مینه وال لري، تاسو ولیدل چې تېر کال مو په کندوز ولایت کې د لېست اې سیالۍ ترسره کړې."

د هلمند کرېکټ لوبغالي د جوړولو او بیا رغونې چارې په ۲۰۱۶ کال کې د افغان کرېکټ بورډ او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا پیل شوې وې، چې د چارواکو په وینا ۳۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

ښاغلی سادات وايي، د هلمند کرېکټ لوبغالی په معیارونو برابر دی او څه موده وړاندې اکاډمي هم ورته جوړه شوه.

په دغو سیالیو کې د نورو لوبغاړو تر څنګ د فرسټ کلاس لوبغاړي هم لوبېږي، چې ځینې یې په الف لوبډله کې هم لوبېدلي دي.

دغه سیالۍ د اپرېل میاشتې له اتمې د همدې میاشتې تر شپږویشتمې نېټې دوام کوي او هره لوبډله به یې په بهیر کې څلور څلور سیالۍ ترسره کوي. دا په افغانستان د کورني کرېکټ د ودې لپاره د هڅو یو بهیر بلل کېږي.

د افغان ابدالیان او ایرلنډ ترمنځ ټېست لوبې دویمه ورځ

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

افغان ابدالیان (الف) لوبډلې د خپلې سیالې ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټېست لوبې په دویمه ورځ خپلې لوبې ته دوام ورکړ او د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو یې منډې ۶۱۲ ته ورسېدې او بېرته یې د ایرلنډ لوبډلې ته منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان ابدالیانو په لومړۍ ورځ د دریو لوبغاړو په زیان ۳۱۷ منډې کړې وې.

د افغانستان لپاره عمران میر ۸۴، ریاض حسن ۹۴، دروېش رسولي ۵۳، افسر ځاځي ۵۵ او بهیر شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په دغه لوبه کې یې سلیزه وکړه او په ۱۸۷ منډو اوټ شو.

دغه لوبه د ابوظبۍ په ټالېرنس کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې د روانې میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام وکړي.