پر حوثیانو د امریکا تازه بریدونو کې ۵۳ تنه وژل شوي: حوثیانو پر امریکايي بېړیو د بریدونو ګواښ کړی

د عکس سرچینه، EPA
په یمن کې حوثي یاغیان وايي چې امریکا پرې تازه بریدونه کړي او د ماشومانو په ګډون پکې د وژل شوو شمېر ۵۳ ته لوړ شوی دی.
د حوثیانو په وینا، نن دوشنبې (مارچ ۱۷/کب ۲۷) سهار په الجوف او حدیده سیمو کې د دوی ځينې سیمې په نښه شوې دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي چې ځواکونو یې هلته خپل عملیات روان ساتلي دي.
امریکا پرون یکشنبې پر حوثي هدفونو د هوايي بریدونو نوې لړۍ پيل کړې او ادعا یې کړې چې ګواکې دا کار په سره سمندرګي کې د حوثیانو له لوري پر بېړیو د بریدونو د مخنیوي لپاره کوي.
که څه هم واشنګټن ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې په وژل شوو کې د حوثیانو ځینې مهم غړي هم شته خو په خپله دې ډلې دا خبره نه ده تایید کړې.
د حوثيانو مشر عبدالملک الحوثي په غبرګون کې ویلي چې که امریکا پر یمن بمبارۍ ونه دروي نو د ده وسلهوال به په سره سمندرګي کې پر امریکايي بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي.
په ۵۳ وژل شوو کې "۵ ماشومان او ۲ ښځې دي"
په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند انیس الاصبهي د مړینې په اړه د ورکړل شوو پخوانیو شمېرو په تازه کولو سره پر اېکس خواله رسنۍ ولیکل چې د "پنځو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون" ۵۳ تنه پکې وژل شوي او ۹۸ نور ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې امریکا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې "پرېکنده او قوي" هوایي بریدونه پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت یوه پیغام کې ویلي، "حوثي یاغیانو، چې د ایران لخوا يې ملاتړ کېږي، پر امریکایي الوتکو توغندي توغولي او زموږ سرتېري او متحدین یې په نښه کړي دي."
دغه ډله، چې په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې په ځواب کې په سره سمندر کې بار وړونکې بېړۍ په نښه کوي، وايي د امریکا هوايي بریدونو ته به په بشپړ ځواک سره ځواب ورکړي.
حوثي یاغیانو د شنبې په ماښام په صنعا او شمالي ولایت صعده کې د یو لړ چاودنو راپورونه ورکړل، دا سيمې له سعودي سره نژدې د یاغیانو قوي مرکزونه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران ملاتړ لرونکي یاغي ډله چې اسرائیل خپل دښمن ګڼي د صنعا او د یمن شمال لوېدیځ کنټرول په ولکه کې لري، خو په نړیواله کچه پېژندل شوی حکومت نه دی.
په یوه اعلامیه کې، حوثي یاغیانو امریکا او بریتانیا د یمن په پلازمېنه صنعا کې د استوګنې سیمو په نښه کولو تورنه کړې. که څه هم بریتانیا د شنبې په ورځ د حوثي یاغیانو په مرکزونو بريدونو کې ښکېله نه وه خو د معمول په څېر ٍيې د تېلو رسولو کې مرسته کړې وه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله اعلامیه کې ويلي، چې "دا بریدونه به ونه زغمل شي."
هغه زیاته کړې، "موږ به د خپلې موخې تر ترلاسه کولو پورې د ځواک کارولو ته دوام ورکړو."
حوثي یاغیانو ادعا کړې چې دوی یوازې هغه کښتۍ په نښه کوي چې اسرائیلو، امریکا او یا بریتانیا پورې تړاو ولري.
د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې، حوثیانو په سره سمندر او د عدن خلیج کې لسګونه سوداګریزې کښتۍ د توغندیو، ډرونونو او کوچنیو کښتیو پر مټ په نښه کړې دي.












