یوې استرالیایۍ ښځې په زهرجنو مرخېړیو خواښې او خوسر وژلي

یوه استرالیایۍ مېرمن ایرین پیټرسن چې تورنه وه، دوه کاله وړاندې یې د خپل مېړه درې نږدې خپلوانو ته د سهارنۍ ناشته کې زهرجن مرخيړي ور کړي او وژلي یې دي، دوشنبه د جون په اومه د محکمې منصفه پلاوې پړه ګڼلې ده.

د هغې د محکمې بهیر د نړۍ له بېلابېلو څنډو د ګڼو خلکو پام د ځان پر لور کړی و.

کیسه داسې وه چې مېرمن پیټرسن د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۹مه خواښې او خوسر او د خواښې خور او د هغې مېړه مېلمانه کړي وو.

د هغې کور د استرالیا په یوه کلي کې دی او څلور واړه مېلمانه یې سهار ناشتې ته په خوښۍ کېناستل چې له ناشتې وروسته یې په یوه اونۍ کې درې مېلمانه مړه شول او څلورم په ډېره سختۍ وژغورل شو.

کوربنه یې پر وحشي مرخېړیو د خپلو مېلمنو د قصدي مسمومولو په تور تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شوه چې هغه مهال یې په محکمه کې وویل، مېلمانه یې په تصادفي ډول په زهرجنو خوړو مسموم شوي دي.

خو د محکمې یوه منصفه پلاوي نن دوشنبه د جون اومه دغه ۵۰ کلنه مېرمن د درېیو کسانو په وژنه او د یوه د وژنې په هڅه کې رسما پړه وګڼله.

مېرمن پیټرسن خپل مېړه سایمن پیټرسن ته هم بلنه ور کړې وه، خو هغه د ځینو دلایلو له مخې انکار کړی و.

ایرین پیټرسن چې له خپل مېړه سره یې د ماشومانو د لګښتونو د ور کولو پر سر جنجال لاره، له اوږدې مودې له خپل مېړه بېله اوسېده، خو رسمي طلاق یې نه و ترې اخیستی.

زهرجن مرخېړی څه دی؟

مېرمن پیټرسن خپلو مېلمنو ته په ناشته کې د غوايي له غوښې سره پوخ شوی زهرجن مرخېړی ور کړی و.

زهرجن مرخېړی د وژونکو بوټو له ډلې دی او عادي چترۍ لرونکو مرخېړیو ته ورته بڼه لري چې ډېر کله یې پېژندنه اسانه نه وي.

کارپوهان وايي، زهرجن مرخېړی دومره خوږه لوړی دی چې له امله یې زهري خوند کمرنګه وي او که یو ځل وخوړل شي، ژوندي پاتې کېدل ترې د بخت خبره ده.

دا مرخېړي د اماتوکسین په نامه زهرجنه ماده لري چې همدا ماده د مېرمن ایرین د مېلمنو د وینې له جریان سره ګډه شوې وه.

د هغې په قضیه کې ښکېلو کارپوهانو وموندله چې مېرمن پیټرسن د جرم او جنایت له مسلو سره لېوالتیا لرله او خپلو مېلمنو ته یې په قصدي ډول سهارنیو خوړو کې زهرجن مرخېړی ور ګډ کړی دی.

د ناشتې پر مهال دروغ

څارنوالان وايي، مېرمن پیټرسن خپلو مېلمنو ته د سهارنۍ پر مهال د ډاکټرانو له خولې ویلي، په سرطان ناروغۍ اخته ده، نو خپلو بچیانو ته د دغه خبر د ور کولو په اړه د دوی مشورې ته اړتیا لري، نو ځکه یې رابللي دي.

خو د هغې طبي مخینې وښوده چې ډاکټرانو پکې داسې کومه ناروغي تشخیص کړې نه ده.

پولیسو همدارنګه د مېرمن پیټرسن له کوره یو کمپیوټر تر لاسه کړ چې هغه پکې خپل چم ګاوند کې د زهرجنو مرخېړیو د ځایځایګي معلومولو لپاره یوه ویبپاڼه لټولې وه.

د هغې د خواښې اوښی ایان ویلکیسنن چې د یوې کلیسا کشیش دی او د سهارنۍ له خوړو وروسته یوازینی ژوندی پاتې شوی مېلمه دی، محکمې ته ویلي، مېلمنو ته په څلورو خړ رنګه قابونو کې خواړه مخې ته کېښودل شول، خو خپله مېرمن پیټرسن ځان ته په یوه زېرخونه قاب کې خواړه اچولي وو.

ښاغلي ویلکینسون چې تر څو اونیو بستري کېدو او د ینې له پیوند جراحۍ وروسته ژوندی پاتې شوی، په دې اړه چې ولې مېرمن پیټرسن غوښتل دی ووژني، جزیات نه دي ور کړي.

د محکمې د منصفه پلاوي په غونډه کې د کمپیوټر متخصصانو، کارپوهانو او مرخېړی پېژوندونکو خپل نظرونه وړاندې کړل چې کابو یوه اونۍ وخت یې ونیوه.

د محکمې منصفه پلاوي د نظرونو تر اورېدو وروسته مېرمن پیټرسن د خپل مېړه د خپلوانو د قصدي وژنې تور کې پړه وګڼله.

د مېرمن پیټرسن وکیلانو پرلپسې په محکمه کې همدا خبره کوله چې هغې د خپلو مېلمنو د وژلو هیڅ انګېزه نه لرله.

د محکمې د منصفه پلاوي د نظر د اعلان په ټول بهیر کې چې مېرمن پیټرسن یې په درې قتلونو او د یوه بل کس د وژنې په هڅه کې پړه ګڼله، هغې په چوپه خوله او په ځير دا بهیر څاره.

تمه ده چې مېرمن پیټرسن د محکمې له خوا په عمري بند محکومه شي.