تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
د ایران ټاکنو ادارې د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو ۳۰ میلیون کارول شویو رایو له شمېر وروسته وویل، مسعود پزشکیان دا ټاکنې ګټلې دي.
د ایران ټاکنو ادارې د شمېرو له مخې اصلاحات غوښتونکي ډاکتر پزشکیان په دې ټاکنو کې ۵۳ اعشاریه درې او سخت دریځي سیال یې سعید جلیلي ۴۴ اعشاریه درې سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو دا دویم پړاو له هغه وروسته ترسره شو، چې د جون پر ۲۸مه د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید و نه توانېد غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.
د ایران ټاکنو دویم پړاو د پایلو له اعلان وروسته د مسعود پزشکیان ګڼو پلویانو د ایران د ښارونو په واټونو کې د هغه بریا ولمانځله.
د هغه ټاکنه ښايي اوس هغو ځوانانو ته نوې هيلې ورکړي چې د هېواد د وضعيت د ښه والي په اړه يې هيلې له لاسه ورکړې وې او د کډوالۍ په فکر کې وو.
دوی تمه لري، نوی ولسمشر به وکولای شي، چې دغه هېواد په ژورو کې د ډوبېدو مخه ونیسي.
ښاغلي پزشکیان ژمنه کړې، چې له امریکا او لویو ځواکونو سره به د بندیزونو د لېرې کولو لپاره خبرې پیل، د اجباري حجاب په اړه د کړکېچ مخه به ونیسي، د انټرنېټ فلټر کولو چاره به پای ته ورسوي، او د تعامل او سوداګرۍ لپاره به د خپل هېواد دروازې پرانېزي.
خو دا معلومه نه ده چې ښاغلی پزشکیان به تر کومه حده عملي ازادي ولري. ښايي سخت دریځي او توندلاري به د هغه په لار کې خنډونه رامنځته کړي.
یوازې مې مه پرېږدئ
د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریا "د ملګرتیا پیل" بللی دی.
نوموړي لیکلي: "د ایران خلکو، ټاکنې پای ته ورسېدې او دا یوازې زموږ د ملګرتیا پیل دی." ستاسو له ملګرتيا، خواخوږۍ او باور پرته به مخ ته پرته سخته لار، اسانه نه وي. زه تاسو ته د مرستې لاس اوږدوم او يوازې مو نه پرېږدم، تاسې هم ما یوازې مه پرېږدئ."
د ښاغلي پزشکیان د لوړې مراسم به د اګست په لومړۍ نیمايي کې ترسره شي.
د لوړې له مراسمو مخکې باید د منتخب ولسمشر د ولسمشرۍ فرمان د علي خامنه اي له خوا ورکړل شي.
په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې له هغه وروسته اعلان شوې، چې په مې میاشت کې د دې هېواد مخکینی ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې غورځېدو په یوه پېښه کې ووژل شو.
په لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو ۴۰ سلنې لږ ګډون کچې د ټاکنو پر پایلو خپل سیوری غوړولی و. دا د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو په ټولو دورو کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه هم بلل شوې وه.
په ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوې، د ایران پلازمېنه تهران او ځینو نورو ښارونو کې په ځانګړې توګه ځوانان لیدل کېږي، چې د ښاغلي پزشکیان پر بریا خوښي څرګندوي.
ډاکتر پزشکیان چې مخکې یې د زړه جراحي عملیاتو ماهر په توګه دنده ترسره کوله د ایران اخلاقي پولیسو له منتقدینو یو دی او له هغه وروسته یې د ډېرو ایرانیانو پام ځانته کړ چې د ''یو موټیوالي او همغږۍ'' غږ یې وکړ او دغه راز یې په نړۍ کې د ایران ''منزویتوب'' له منځه وړلو ژمنه وکړه.
د ښاغلي پزشکیان سیال سعید جلیلي بیا په ایران کې د اوسني وضعیت پر ځای ساتلو پلوی دی. د ایران اتومي پروګرام دا مخکینی مرکچي د ایران په ډېرو مذهبي حلقو کې ګڼ شمېر پلویان لري.
مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د ټاکنو تېر پړاو پرتله ډېر خلک د جمعې پر ورځ د رایې ورکولو لپاره راوتلي وو.
د یادونې ده، چې د تېرې اونۍ په لومړي پړاو کې د ګډونوالو شمېر په ایران کې د ۱۹۷۹ له اسلامي انقلاب وروسته تر ټولو ټیټ شمېر بلل شوی و.
ویل کېږي، چې د جمعې پر ورځ ځینې هغه کسان هم د رایې ورکولو لپاره د رایو مرکزونو ته تللي وو، چې مخکیني پړاو کې یې هېڅ رایې نه وه کارولې، چې د ښاغلي جلیلي د ولسمشر کېدو مخه ونیسي.
د ایران ټاکنو ادارې د تازه شمېرو له مخې د جمعې ورځې په ټاکنو کې بیا د رایې ورکوونکو شمېر نژدې ۴۹ سلنې ته ورسېد.
ویل کېږي، د ټولو کارول شویو رایو شمېر ۳۰ میلیونه ۵۳۰ زره او ۱۵۷ ته ورسېد. له دې مخکې د ایران ټاکنو ادارې مشرتابه ویلي و، چې د هغو ایرانیانو شمېر چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، ۶۱ میلیونه ۴۵۲ زره او ۳۲۱ کسانو ته رسېږي.
د ټاکنو په لومړي پړاو کې ښاغلي پزشکیان، څه باندې لس میلیونه رایې ګټلې وې، چې ۴۲ سلنه رایې کېدي. هغه په سیستان او بلوچستان سربېره په تهران او د ایران په شمال لویدیځ او لویدیځو ولایتونو کې ډېرې رایې ترلاسه کړې وې.
ښاغلي جلیلي بیا څه باندې ۹ میلیونه رایې خپلې کړې وې، چې د رایو ۳۸ سلنه کېږي. هغه په ختیځو، مرکزي او سوېلي ولایتونو کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلې وې.
بل بنسټپال نوماند محمد باقر قالیباف د ټاکنو په لومړي پړاو کې له ۳ میلیونو ډېرې رایې ترلاسه کړې وې. قالیباب په دویمه دوره کې د ښاغلي جلیلي ملاتړ کړی دی.