تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې
د ایران د ټاکنو بنسټ اعلان له مخې ولسشمریز ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو تر منځ هیڅ یوه یې هم له نیمایې ډېرې (۵۰+۱) رایې نه دي تر لاسه کړي او له همدې کبله به د دوه مخکښو کاندېدانو تر منځ بیا ټاکنې کېږي.
د رپوټونو پر بنسټ مسعود پزشکیان او سعید جلیلي به د راتلونکي جمعې په ورځ د رایو اکثریت تر لاسه کولو لپاره بیا ځلې سیالي کوي.
بلخوا د ایران په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه له څلوېښت سلنې کمه ښودل شوې چې د ایران په تاریخ کې د خلکو تر ټولو کم ګډون ښيې.
د ایران دا ټاکنې باید په ۲۰۲۵م کال کې شوې وی خو د ایران د پخواني ولسمشر چورلکې غورځېدو او د هغه له مړینې له کبله ولسمشریزې دا ټاکنې له وخته مخکې پلان شوې.
د شمېرل شویو رایو پر بنسټ مخکښ کاندید مسعود پزشکیان نږدې لسم نیم مېلیونه او ورپسې سعید جلیلي نږدې نهه نیم میلیونه رایې ګټلې دي خو هیڅ یو یې د رایو په اکثریت چې پنځوس سلنې ډېرې وي نه دی بریالی شوی.
له نورو دوه کاندیدانو محمد باقر قالیباب څه باندې درې میلیونه ۳۸ زره او مصطفی پور محمدي تر ټولو کمې څه باندې دوه سوه زره رایې تر لاسه کړې دي.
ایران کې ولسمشریزې ټاکنې؛ د شمېرل شویو رایو له مخې سعید جلیلي او مسعود پزشکیان مخکښان دي
د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې تر اوسه د شمېرل شویو رایو له مخې سخت دریځی کاندید سعید جلیلي د ترلاسه کړیو رایو له مخې مخکښ دی.
د نژدې اته میلیونو رایو له شمېر وروسته د ایراني اتومي پروګرام پخوانی مرکچي سعید جلیلي ۴۲ سلنه ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. تازه وړاندوینې ښيي چې ټاکنې به دویم پړاو ته وغځېږي، چې راتلونکې جمعه به وشي.
مسوولین وايي، لومړی به د هغو کوچنیو مرکزونو پایلې اعلان شي، چې د رایو شمېر پکې لږ دی.
د نژدې لس میلیون او ۳۶۶ زره ۴۱۰ رایو د پایلو له مخې د کاندیدانو ترلاسه کړې رایې په لاندې ډول دي.
- سعید جلیلی ۴ میلیونه او ۲۶۶ زره او ۳۸۶
- مسعود پزشکیان ۴ میلیونه ۲۴۴ زره او ۸۱۵
- محمدباقر قالیباف یو میلیون او ۳۸۵ زره او ۸۳
- مصطفی پورمحمدي ۸۰ زره او ۵۰۶
د ایران له سیستان او بلوچستان ایالته رسېدلي رپوټونه ښيي چې د نامعلومو کسانو یوه وسله وال برید کې د هغه موټر دوه ساتونکي وژل شوي، چې د رایو صندوقونه یې لېږدول.
بل لور د رایو پایلې هم د ډېرو لپاره د حیرانۍ لامل شوې. مسعود پزشکیان چې د ځانګړي دریځ ژمنه یې کړې، د ترلاسه کړیو رایو شمېر په لومړي سر کې زیات و، خو اوس د ۴۰ سلنې په شاوخوا کې دی.
د زړه جراحي عملیاتو ماهر او د عامې روغتیا پخوانی وزیر مسعود پزشکیان ویلي و، د اخلاقي پولیسو کړنې چې د ښځو لپاره یې د کالیو ځانګړي اصول وضع کړي''غیر اخلاقي دي.''
که هېڅ یو کاندید و نه توانېږي، چې ۵۰ سلنه رایې ترلاسه کړي، ټاکنې به دویم پړاو ته وغځېږي.
د ځايي چارواکو په خبره، د جمعې ورځې ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ټول ایران کې د رایې ورکولو ۵۸ زره ۶۴۰ مرکزونه پرانیستي وو، چې ۳۴ زره ۵۲۲ یې په ښاري سیمو کې او ۲۴ زره ۱۱۸ په کلیوالو سیمو کې چمتو شوي وو او له دې ډلې یې ۴۳ زره ۴۲۵ ثابت او ۱۵ زره ۲۱۵ ګرځنده مرکزونه وو.
ایراني چارواکي وايي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۴۴ مرکزونه داسې هم وو، چې د بهر مېشتو ایرانیانو لپاره د دې هېواد په سفارتونو او کونسلګریو کې پرانیستل شوي وو.
بل لور د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو اړوند قانوني شمېرې او پایلې به یوازې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت اعلانوي.
د صدا و سیما خبري اژانس په رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي: ''د ځینو سایټونو له لارې شمېرې ورکول کېږي، چې زموږ له شمېرو سره سمون نه خوري او عزیزان (دغه کسان) دې د شمېرو ورکولو هڅه نه کوي.''
.
له دې مخکې د رایې اچونې بهیر تېره ورځ د تهران په وخت سهار اته بجې پيل شوی و، چې بیا تر لسو او وروسته بیا تر ۱۲ بجو پورې وغځول شو.
د رپوټونو له مخې، د شپې په راسېدو او د هوا له سړېدو سره پر رایې مرکزونو ګڼه ګوڼه ډېره شوې وه.
د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهای له لومړنیو کسانو و چې پر ځایي وخت نن (جمعه) سهار اته بجې یې د رایې اچونې بهیر له پیلېدو سره سم خپله رایه وکاروله او پر خپل اېکس خواله رسنۍ یې ولیکل چې "خلک دې په ټاکنو کې د ګډون په اړه نه دوه زړي کېږي. د اسلامي جمهوري نظام د ثبات، صحت او صداقت لپاره د خلکو حضور اړین او واجب دی."
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم وویل چې "د ټاکنو ترسره کېدو لپاره یوازې ۴۰ ورځې فرصت و خو ټاکنو ته بیا هم زمینه برابره شوه."
له ایرانه بهر په ځانګړې توګه د دغه هېواد ختیځ ته په پرتو هېوادونو کې چې ورځ پکې مخکې پیلېږي، د مېشتو ایرانیانو رایې اچولو لپاره د رایې اچولو څانګې هم یو څه وړاندې پیل شو.
بيبيسي فارسي داسې عکسونه ترلاسه کړي، چې پکې ښکاري نیوزیلنډ کې یو شمېر مېشت ایرانیان د رایې اچولو محل مخې ته راټول شوي او پر هغو کسانو اعتراض کوي چې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.
همدا راز پر خواله شبکو داسې ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې د استرالیا پلازمېنه کې هم یو شمېر ایرانیانو د دغه هېواد د سفارت مخې ته په احتجاج لاس پورې کړی او په ایران کې یې د سیاسي بندیانو په ملاتړ د هغوی عکسونه او پلاکارډونه پورته کړي دي.
ایران کې تر وخت وړاندې ولسمشریزې ټاکنې د دې لپاره کېږي چې د چورلکې غورځېدو پېښه کې د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي ځایناستې وټاکل شي.
ایران کې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار شورا د نوماندانو له ډلې یوازې شپږ کسان د دې وړ وګڼل چې دغو ټاکنو ته نوماند شي.
مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، امیرحسین قاضيزاده هاشمي او محمد باقر قالیباف شاوخوا دوه اوونۍ ټاکنیز کمپاینونه وکړل.
له دې ډلې ښاغلي زاکاني او قاضيزاده له پیله پر دې تورن وو چې د پلان له مخې نوماندان شوي او د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو په هڅه کې جدي نه دي.
دوی دواړه د ټاکنو د اصلي بهیر له پیلېدو لنډ وخت مخکې له نوماندۍ په شا شول. خو ښاغلی جلیلي او قالیباف بیا د یو بل په ګټه له نوماندۍ تېر نه شول.
د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په وینا دغه هېواد کې تر ۶۱ میلیون ډېر کسان د رای اچولو پر شرایطو برابر دي.
د ۱۴۰۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ۳ نیم میلیونه بهر مېشتي ایرانیان د رایې اچونې پر شرایطو برابر اعلان شوي وو.