د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي وژل کېدو ته غبرګونونه

د ابراهیم رئیسي د وژل کېدو په اړه نړیوال غبرګونونه لا هم روان دي او ګڼو هېوادونو مشرانو په دې اړه څرګندونې کړې دي.

د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره چورلکه کې د تبریز د جمعې امام ایت الله محمد علي الهاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم وو، چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي.

دا پېښه د قزقلعه بند د پرانیستې په مراسمو کې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په کې ګډون کړی و، له ګډون کولو وروسته د ستنېدو پرمهال شوې ده.

په نورو قربانیانو کې د ولسمشر د امنیتي ډلې مشر تورنجنرال سید مهدي موسوي، د انصار المهدي قول اردو غړی، د چورلکې پیلوټ او همکار پیلوټ او یو تخنیکر هم شامل دي.

اسلامي جمهوریت ته نژدې ځینې هېوادونه لکه روسیه په مستقیم ډول د ابراهیم رئیسي ستاینه کوي.

ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کې د ابراهیم رییسي ستاینه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کې د ابراهیم رئیسي ستاینه کړې ده.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې ابراهیم رئیسي "یو وتلی سیاستوال و چې خپل ټول ژوند یې د هېواد خدمت ته وقف کړ."

"هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو په وده کې ارزښتناکه شخصي ونډه درلوده او د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته د رسېدو لپاره یې ډېر کار وکړ."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم خپله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د چین خلکو "یو ښه ملګری له لاسه ورکړ."

د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د کردستان سيمې ولسمشر نيشروان بارزاني، د عرب ليګ، د ماليزيا لومړي وزير، د جاپان حکومت او د وينزوېلا ولسمشر هم په دې اړه پیغامونه خپاره کړي.

د ایټالیا لومړي وزیر جیورجیو میلوني هم وویل: "زه هیله لرم چې د ایران راتلونکې مشرتابه به په سیمه کې ثبات او سولې ته ځان ژمن وګڼي. "

د اروپا د شورا رئیس چارلس میشل د خواشینۍ پیغام کې ویلي: "اروپایي ټولنه د هلیکوپتر په پېښه کې د ولسمشر رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د پلاوي د نورو غړو او د الوتکې د عملې په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي. "

د مصر ولسمشر، د لبنان حزب الله، د شري‌لاکا ولسمشر او د اردن پاچا هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ښاغلي رئیسي سپرلۍ چورلکه "بیل ۲۱۲" په امریکا کې جوړه شوې وه.

د طالبانو حکومت او ځینو مخکېنیو افغان سیاستوالو غبرګونونه

د طالبانو حکومت او د افغانستان ځینو مخکېنیو سیاسي څېرو د ایران د ولسمشر ابراهیمي رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او مل کسانو پر وژل کېدو غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو د ریاست الوزراء محمد حسن اخوند له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس آیت‌الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي."

د مخکېني حکومت اجرائیوي مشر عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې لیکلي "موږ د ایران له اسلامي جمهوريت او خلکو سره په دې غم کې ځانونه شریک ګڼو."

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم پر اېکس لیکلي: "زموږ د همژبي او نېک ګاونډي ورور هېواد نجیب خلک تل له ستونزو څخه په ویاړ او ټینګه راوتلي دي."

لبنان او پاکستان کې عمومي ویر

د چورلکې لوېدو پېښه کې د ابراهیمي رئیسي له وژل کېدو وروسته، پاکستان او لبنان کې عمومي ویر اعلان شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر پر اېکس ځینو پیغامونو کې لیکلي: "پاکستان د خپل ورور هېواد ولسمشر رئیسي او مل کسانو ته په درناوي یوه ورځ عمومي ویر اعلانوي او د هېواد بیرغ به نیم‌ځوړند پاتې شي."

لبنان هم درې ورځې عمومي ویر اعلان کړی دی.

د لبنان حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ابراهیم رئیسي وژل کېدو ته په غبرګون کې ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې په سیمه کې د اسرائیلي‌ضد ډلو (ساتندوی) بللی دی.

د هند او عراق لومړيو وزيرانو د ابراهیم رئیسي په مړینه خواشیني څرګنده کړه

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "د هند-ايران د اړیکو پياوړتيا کې د هغه ونډه به تل په ياد وساتل شي. د هغه کورنۍ او د ايران خلکو ته د زړه له کومي تسليت وايم، هند د غم په دې شېبه کې له ايران سره دی."

د عراق لومړي وزير محمد شياع سوداني هم په يوه پيغام کې د ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.

اسرائیل: موږ پکې ښکېل نه یو

رویټرز خبري اژانس د یوه اسرائیلي چارواکي له خولې ویلي، چې دغه هېواد د ایران د ولسمشر د چورلکې غورځېدو پېښه کې هېڅ ښکېلتیا نه نه لري.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: "دا زموږ کار نه دی."

دې پېښې ته دا د اسرائیلو لومړنی غبرګون دی.

الهام علییف، وروستی ولسمشر چې له رئيسي سره یې وکتل

د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علییف د ابراهیم رئیسي او ورسره ملګري پلاوي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.

نوموړی د یوه بهرني هېواد وروستی لوړپوړی چارواکی و چې له ښاغلي رئیسي سره یې وکتل.

ښاغلي علییف په خپل پیغام کې وویل: "د چورلکې پېښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغه د نورو ملګرو د مړینې د زړه بوږنوونکي خبر له امله په ژوره توګه خواشیني شوي یو. د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو لپاره یوه ستره ضایعه ده."

ظریف: د ابراهیم رئیسي د چورلکې لوېدو "یو اصلي عامل" امریکا ده

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د امریکا حکومت د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګري پلاوي د چورلکې د غورځېدو "اصلي عامل" بللی دی.

ایراني رسنیو د هغه له قوله ویلي: "د پرونۍ غمیزې یو اصلي عامل امریکا وه، چې د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره سم یې پر ایران د الوتکو او هوايي چلن پرزو پلورلو بندیز ولګاوه او اجازه نه ورکوي چې د ایران خلک د ښه هوايي چلن له اسانتیاوو برخمن شي."

"ارومرو به دا مسله د ایران د ملت په وړاندې د امریکا د جنایتونو په تور لیست کې هم ثبت شي. "

د مصر الازهر جامع هم د رئیسي وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، "د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او وسره ملګري پلاوي د مړینې له کبله د ایران خلکو ته د ژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوو."

د سعودي عرب ولعیهد محمد سلمان او پاچا هم د ایران په چورلکه کې د وژل شویو مړینې ته غبرګون کې خواخوږي ښودلې ده.

د متحده عربي اماراتو "ولسمشر" محمد بن زاید آل نهیان ویلي، هېواد یې په دې وخت کې له ایران سره ولاړ دی.‌