ابراهیم رئیسي او حسین امیر عبداللهیان څومره پېژنئ؟

براهیم رئیسي چې د ۱۹۶۰ کال د ډسمبر پر ۱۴مه زېږېدلی، د ایران اتم ولسمشر و.

هغه د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د همدغه کال د اګست پر ۲۱مه د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه.

ابراهیم رئیسي له دې مخکې د نورو مهمو دندو ترڅنګ د ایران د لوی څارنوال او عدلیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

ښاغلي رئیسي په ۲۰۱۷ کال کې هم د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و خو هغه مهال د حسن روحاني لخوا له ماتې سره مخ شوی و.

دی په اتیایمو کلونو کې د اعدام د هغې کمېټې له څلورو غړو یو و، چې د زرګونو کسانو پر اعدام تورنه ده.

د بشري حقونو سازمان او د ملګرو ملتونو راپورتر ابراهیم رئیسي په بشریت ضد جنایتونو تورن کړی و.

دی د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېد.

ډېر څارونکي پر دې نظر وو چې که د ایران مذهبي مشر خامنه‌ای مړ شوی وای د دې شونتیا وه چې دی یې ځایناستی ټاکل شوی وای.

د ابراهیم رئیسي په واکمنۍ کې په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران لروبر پراخ لاریونونه پیل شول.

د ابراهیم رئیسي د حکومت امنیتي ځواکونو د زور، نیولو او بندي کولو له لارې دغه لاریونونه غلي کړل.

د هغه حکومت کې بېلابېل چارواکي له دې کبله له بشري حقونو په سرغړونه هم تورن شو ي دي.

ابرهیم رئیسي د فقهې په برخه د دوکتورا تر کچې زدکړې کړې وې.

حسین امیر عبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې له ابراهیم رئیسي سره د چورلکې غورځېدو په پېښه کې ووژل شو، د دغه هېواد د اوسني نظام باوري کس و.

پر هغه د ايران د مذهبي مشر د باور کچه له دې ښه مالومېدای شي چې هغه له لومړنيو ايراني چارواکو څخه و چې د ایران او امریکا ترمنځ له اټومي مذاکراتو وړاندې د ايران، امريکا او عراق په درې اړخيزو خبرو کې يې له امريکایانو سره سره په ښکاره مذاکراتو کې برخه لرله.

نوموړی لومړنی چارواکی و چې د حسن روحاني د لومړي حکومت پر مهال په تهران کې د بریتانیا د سفارت له پرانیستلو وروسته لندن ته لاړ او د هغه وخت بهرنیو چارو له وزیر فلیپ هامونډ سره یې وکتل.

امیر عبداللهیان په دې کلونو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پر مختلفو پوستونو کې پاتې شوی او د اسلامی شورا د پخوانیو او اوسنیو ولسمشرانو علی لاریجانی او محمد باقر قالیباف سلاکار و.

عبداللهیان د خپلې دندې پر مهال د سپاه پاسداران او د دغو ځواکونو له پخواني مشر قاسم سلیماني سره نږدې و او په منځني ختیځ کې د ایران له نیابتي جګړه مارو ډلو سره یې اړیکې پاللې.

نوموړی د ۱۳۴۳ کال د ثور په میاشت کې د ایران په دامغان کې زیږیدلی، د ډيپلوماټیکو اړیکو څانګه کې یې لیسانس او د تهران پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي یې په نړیوالو اړیکو کې دوکتورا ترلاسه کړې.