د دوحې ناسته؛ د طالبانو له ډکو تالارونو، تر خالي خونو

د عکس سرچینه، DR. ABDULLAH ABDULLAH
- Author, سمیع یوسفزی
- دنده, افغان خبریال
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې د لاسلیک غونډې ته ننوتم. له ما مخکې په سره غربي کالیو کې د هوټل یوه هالنډۍ افغان الاصله ځوانه مېرمن هم د کنفرانس خونې ته ننوته او ناڅاپه یې په حیرانونکي غږ وویل:
"Oh my God a room full of Taliban .."
("اه خدایه ټول تالار له طالبانو ډک دی...)
خو دوه ورځې وړاندې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه بلکې د طالبانو په اړه کنفرانس کېده، هر کس به ویل د طالبانو په اړه غونډه روانه ده. خو پلن، ګرد افغاني کالي او د خلاصو پوندو چپلکو چې ټکاري به یې د هر کس پام ور اړاوه، هېڅ نه لېدل کېدل.
له دې کنفرانس وړاندې، د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې امینې محمد یو بحث کې ویلي و چې دوحه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندې په اړه غونډه جوړېږي.
همدې څرګندونو یې پراخ غبرګونونه وپارول. آن ځینو افغان مېرمنو د امینې محمد د استعفا غوښتنه وکړه او هغه یې د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه.

د عکس سرچینه، AMINAJMOHAMMED
خو د دې کنفرانس یو ایراني ګډونوال راته وویل، اصلا امینې محمد له وخته وړاندې د غونډې د اصلي اجنډا په ډاګه کولو او پراخو غبرګونونو له طالبانو سره د تعامل نرمه لهجه په سخت دریځ بدله کړه.
د دوحې له ناستې یوه ورځ وړاندې، ګډونوالو په ګروپونو کې په ټیټ غږ مجلسونه کول.
د روسیې د سفارت یوه مامور زما په لاس کې تسبېح ولېدې، را نژدې شو.
-تاسې د ایراني پلاوي غړي یئ؟ ښاغلی ضمیر کابلوف تاسو ته په تمه دی.
زړه کې مې را تېر شو، چې د پښتو د وتلي ممثل اسماعیل شاهد په ټکو "ګوته ورسره وکړم"، خو بیا مې ورته وویل- وبښئ زه خبریال یم، ایرانی نه یم.
ځوان پرته له دې چې مخه ښه راته ووايي، رانه ولاړ.
په ۲۰۱۹ کال کې هم یو ځل له ملا خیر الله خیرخوا سره چې اوس د طالبانو حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر دی، روان وم. یوه خبریال له ښاغلي خیرخوا سره د مرکې غوښتنه وکړه، خو هغې ترې بښنه وغوښته.
خبریال راته وویل چې تاسې څوک یئ؟ په ټوکو مې ورته وویل چې " زه د ملا برادر برادر یم."
خبریال شله و او د مرکې غوښتنه یې کوله.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي نه وو او جګړه یې کوله، د امریکا په غونډو کې به د طالبانو پر استازو د ټولو پام ورټول وو.
په ځانګړي ډول به د هغو کسانو پام پرې ډېر و چې په افغانستان کې به د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سیاسي مخالفان وو او دوحې ته به د خبرو لپاره راغلي وو.
لکن طالبان چې اوس د افغانستان پر خاوره سل سلنه واکمن دي، دې مهمې نړیوالې غونډې ته نه و بلل شوي.
آن تر دې چې ځینو طالب چارواکو له افغانستانه د دې غونډې د بهیر په اړه له ما پوښتنې کولې.
د هوټل په لابي او رستوران کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان استازي له یوه بل سره ډېر نژدې نژدې کېدل او په غونډو بوخت وو.
د ځینو استازو له خولې، چې ما ورسره خبرې کړې دي، د دوی له غونډو له ورایه ښکارېده چې څوک له طالبانو سره د سخت او څوک د سخت دریځ غوښتونکي دي.
د امریکا، فرانسې، بریتانیا، جرمني او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو استازو بیا د مېرمنو او بشري حقونو زمزمې غږولې. خو روسیې، چین، او ایراني پلاوو بیا د ۴۰ میلیونو افغانانو د لوږې او تندې خبرې کولې.

د عکس سرچینه، @UNAMANEWS
د ځینو د یپلوماتانو په وینا، کوربه قطر، روسیې، امریکا، او آن ایران هڅه کوله چې د مې پر لومړۍ د دوشنبې پر ورځ ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د رسمي غونډې پر ځای ماښامنۍ ته ور وغواړي. د دې کار لپاره یوه الوتکه هم هوايي ډګر کې چمتو ولاړه وه.
خو د امینې محمد د خبرو غبرګونونو ته په پام، د ملګرو ملتونو سرمنشي اجازه ورنه کړه چې امیر خان متقي دغې غونډې ته ورشي.
د دوحې په دغه غونډه کې نه د طالبانو استازي وو، نه یې مخالفانو په کې ګډون درلود او نه هم د افغان ښځو په استازولۍ چاته د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.
د یوه افغان په ډول چې دغې غونډې ته د خبري پوښښلپاره تللی وم، دې چارې د محرومۍ احساس راکاوه.

د دوحې غونډه د طالبانو له ګډون پرته د ملګرو ملتونو په بریا او یا هم ماتې پای ته ورسېده. خو دغې ناستې پياوړي پيغامونه درلودل.
د بېلګې په ډول ملګري ملتونه لا هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت کړنې له نژدې څاري او بل دا چې لا هم په افغانستان کې پاتې کېږي او خلکو ته مرستې رسوي.











