تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله؛ سلګونه مسلکي کسان له افغانستانه وتلي، ځینو یې څنګه ښې دندې موندلي؟
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
سلګونه متخصصین او مسلکي افغانان په ځانګړې توګه ځوانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې هېواد پریښود، اوس په اروپايي هېوادونو، امریکا او انګلستان کې په دولتي ادارو او نړیوالو خصوصي شرکتونو او ادارو کې په دندو ګومارل شوي دي.
د بي بي سي یوې پخوانۍ موندنې وښووله چې یوازې د کابل پوهنتون تر ۴۰۰ ډېر استادان له هېواده وتلي دي.
اوس کوربه هېوادونه د هغوی له تخصص او پوهې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت بیا په دغو تخصصي برخو کې هغه کسان چې زیاتره یې له مدرسو فارغ شوي ملایان دي، د مسلکي او متخصصینو پر ځای په دندو ګومارلي دي .
۳۳ کلن جمال ناصر سروري یو له همدې کسانو دی، چې له خپل هېواده تر وتلو وروسته یې ډېر ژر د لندن په زړه کې په یوه مهم نړیوال شرکت کې دنده تر لاسه کړه، داسې دنده چې په دومره ګړندۍ توګه د ځايي کارکوونکو لپاره هم اسانه نه ده.
ښاغلي سروري خپلې زده کړې د مالوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې کړې او په همدې برخه کې یې ۱۲ کاله د افغانستان په بېلابیلو ادارو کې دنده سرته رسولې ده .
نوموړی اوس په لندن کې د مالوماتي ټیکنالوژۍ په یوه مشهوره کمپنۍ کې دنده سرتهرسوي. دی وايي:
''دا چې زه د مالوماټي ټیکنالوژۍ برخه کې ماسټري لرم او تر څنګ یې له نړیوالو ادارو نه تحصیلي سندونه لرم د دندي په موندلو کې یې خورا ډېره مرسته وکړه.''
افغانستان په ډېرو تخنیکي برخو کې مسلکي بشري ځواک ته اړتیا درلوده او دا اړتیا لا پوره شوې نه وه، چې واک ته د طالبانو ستنېدلو نه یوازي دا بهیر ګډوډ کړی، بلکې دغه بدلون له افغانستانه د کارپوه کسانو د تېښتي لامل او وضعیت یې نور هم پیچلی کړی دی.
محدثه میرزايي په افغانستان کې لومړنۍ ښځینه ملکي پیلوټه وه چې په یوه خصوصي هوايي شرکت کې یې د پیلوټ د مرستیالې په توګه کار کاوه. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ مه، هغې باید خپله الوتکه د ترکیې پلازمېنې استانبول په لور پورته کړې وای، خو هغه ورځ ددې په خبره هر څه ګډوډ شول او اړه شوه خپل هېواد پریږدي .
کوربه هېواد د هغې د مهارت او وړتیا له ارزونې وروسته د دندې وړاندیز ورته وکړ او اوس هغه د اروپا د هسک په زړه کې الوتني کوي.
اغلی محدثه وایي بلغاریا ته له رسېدو سره سم هیچا ورته تحصیلي اسناد او لایسنس نه دي ورکړي، خپله یې هڅه راپیل او موخو ته د رسېدو لپاره یې ځانته مهال ویش جوړ کړ: ''مخکې له دې، چې د خوب بستر ته لاړه شم د راتلونکې ورځې کارونه به مي وویشل او ټول به مي لیست کړل او ان د هر کار لپاره مي وخت ټاکلی و، چې فلانی کار له دی ساعته تر دغه ساعته پورې باید بشپړ کړم.''
هغه وايي چې له شپږ مياشتني کورس او د اروپا په کچه د پيلوټۍ له ١٣ ازموينو وروسته يې د اروپا په اسمان کې د الوتنې سند او جواز ترلاسه کړ:
''کله چې زما د ازموینې ورځ راورسېده د یاداشت په کتابچه کې مي ولیکل، نن به یو ځل بیا د یوې پیلوټې په توګه الوتکې ته خیژم او هغه څه به بیا ځل ترلاسه کوم، چې د اګست پر ۱۵ زه طالبانو ترې بې برخې کړې وم . دا ټیک یو کال وروسته د اګست ۱۵ مه وه، چې ما بېرته د خپل مسلک په برخه کې کار پیل کړ.''
داسې ډېرې بېلګې شته چې تخصصي کدرونه په ځانګړې توګه د افغانستان ځوان نسل چې له هېواده وتلي، په پرمختللو هېوادونو کې په خپلو تخصصي څانګو کې په دندو ګومارل شوي دي.
ګل احمد حمیدي له هند څخه د ملکي انجینرۍ برخه کې لیسانس تر لاسه کړی او هېواد ته له ستنېدو وروسته یې د ازادې سیالۍ له لارې په کندهار او ارزګان ولایتونو کې د ټولګټو چارو د رئیس په توګه کار پیل او د ګڼ شمېر پراختیایي او بنسټیزو پروژو د مدیریت په برخه کې کار کړی دی. هغه هم د جمهوریت له پرځېدو وروسته امریکا ته کډوال شو او څه موده وروسته په یوه لوی شرکت کې د ودانیزو چارو انجینر په توګه په دنده وګومارل شو. دی وايي:
'' په نیویارک کې له مېشتیدو وروسته مې هڅه دا وه چې د انجینرۍ له مسلک څخه لیرې نه شم. څو میاشتي مي د معیارونو او مهارتونو برخه کې لنډ مهالي زده کړي ترلاسه کړې، چې زما د مسلک لپاره اړینې وې.''
ښاغلی حمیدي وایې ددې لپاره چې یو ښه دنده ولرم او خپله وړتیا نور هم لوړه کړم نو ځانته مي لوړ هدف وټاکه او امریکا کې مې لویو ودانیزو شرکتونو ته د کار لپاره غوښتلنیکونه ولېږل:
''له نیکه مرغه، د هېواد په پنځو غوره ودانیزو شرکتونو کې یوه په نیویارک کې د ودانیزې پروژې لپاره د انجینر په توګه ومنل شوم او له یو نیم کال راهیسې دلته کار کوم.''
د طالبانو د حکومت سختي سیاسي تګلاري او د ژوندانه سخت شرایط له افغانستان نه د کارپوه کسانو د فرار یوازیني لامل نه دی، بلکې دې برخه کې د لویدیځ لیوالتیا هم د هغوی د تېښتي او د وضعیت د دوام لامل بلل کېږي.
د بي بي سي پخوانۍ موندنې ښيي چې یوازې د کابل پوهنتون تر ۴۰۰ ډېر استادان له هېواده وتلي، چې ډېری یې لږ تر لږه د ماسټرۍ او ځینو یې تر دوکتورا پورې زده کړې کړې دي. د دغو استادانو یو شمېر اوس په نړیوالو پوهنتونونو کې تدریس کوي.
ډېری کارپوهان او مسلکي کسان چې له هېواده وتلي وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دوی ته نور د کار او ژوند کولو لپاره کړۍ تنګه شوې وه ، ځکه د دوی په وینا طالبانو په دولتي ادارو کې پر ډېرو مسلکي پوستونو له دیني مدرسو فارغ ملایان ټاکلي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له راتګ سره د یو زیات شمېر مسلکي کسانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او روان وضعیت ته په کتو سره یې اټکل کړی و، چې له دندو د شړل شویو پر شمېر به ۴۰۰ زره کسان نور ور زیات شي، که څه هم د طالبانو حکومت، وایې په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو ګومارنه یې د کارونو په لومړیتوبونو کې راځي.