د طالبان حکومت وايي د نیمروز په خاشرود کې د اوبو بند جوړوي

ایران

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، خاشرود کې د بند په اړه د طالبانو حکومت د کلیو پراختیا وزارت کې غونډه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د خپل مشر د "ځانګړي حکم" له مخې له ایران سره پولې ته څېرمه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړوي.

طالب چارواکو ویلي، پر دغه بند دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي او د ۸۰۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوب وړتیا به ولري.

دغه بند د هلمند سیند پر مرستیال خاشرود سیند جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له اوږدې مودې په هلمند سیند کې د خپلې حقابې غوښتنه کوي. د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، په هلمند سیند کې د وچکالۍ له امله کافي اندازه اوبه نشته.

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د چارواکو له خولې ویلي، په خاشرود ولسوالۍ کې د جوړېدونکي بند لپاره یوه تخنیکي/مسلکي کاري ډله جوړه شوې ده.

د طالبانو حکومت چارواکو زیاته کړې چې دغه بند به ۵۰ مټره لوړوالی سره د ۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.

د چارواکو په خبره، د دغه بند په بشپړېدو سره به د نیمروز په ګلستان، دلارام، خاشرود، غوري او چخانسور ولسوالیو کې ۸ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

ایران تل په هلمند سیند کې د خپلې حقابې غوښتنه او ادعا کوي چې تر ټاکلې اندازې کمې اوبه تر لاسه کوي.

خو د طالبانو حکومت ځواب ورته دا دی چې د سختې وچکالۍ له کبله په هلمند سیند کې کافي اندازه اوبه نشته.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه هېواد ته د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستي سفر پر مهال هم هغه ته ویلي و چې د ایران د حقابې تامین د ډېر اهمیت وړ دی او دا ایجابوي چې د افغانستان سرپرست حکومت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

په تېره زمري یا اسد میاشت کې د ایران یوه تخنیکي پلاوي د روزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د اوبو کچې د ارزونې پر مهال منلې یې وه چې سږکال دغلته اوبه د یوه نورمال کال پرتله کمې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې په ځانګړي ډول له ایران سره نږدې پرتو ولایتونو کې د اوبو بندونو جوړولو چارې پیل کړي دي.

د روان کال په غوايي/ثور میاشت کې هم ملا عبدالغني برادر په فراه رود باندې د بخش اباد بند د کانالونو د جوړولو د پروژې پرانیسته وکړه چې په جوړېدو سره به یې په فراه ولایت کې پراخې کرنیزې ځمکې خړوب شي.

فراه رود هم د ایران پولې ته څېرمه د هلمند پر سیند ور ګډېږي.

د ښاغلي برادر دفتر ویلي و چې د بخش اباد بند ښی او کیڼ کانالونه چې ۵۰ او ۵۲ کیلومټره اوږدوالی لري له ۶۸ زره هکټاره د زیاتې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې د سرچینې په خبره چارې به یې ژر بشپړې شي.