قمي: ایراني پلاوي موندلې چې هلمند سیند کې اوبه کمې دي

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړې استازی او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالی حسن کاظمي قمي وايي‌ د ایران د اوبو برخې متخصصانو تایید کړې چې سږکال په زمري/اسد میاشت کې د هلمند سیند د اوبو کچه "له نورمال اوبیز کاله" کمه وه.‌

هغه دا څرګندونې د ایران‌ د یوه فني‌ پلاوي لخوا د افغانستان د ارزګان په دهراوود کې د اوبو کچې مالومولو تمځي له کتنې یوه اوونۍ وروسته کړې.

خو ښاغلي قمي پر دې هم ټینګار کړی چې په هر صورت دې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران حقابه "په سمه او عادلانه" ډول ورکړ شي.

هغه یکشنبه پر خپله اېکس ‏(ټویټر) خواله خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون له مخې ایراني پلاوي ته په دهراوود کې د اوبو کچې ارزولو تمځي د کتلو اجازه ورکول په باور جوړونه او ښه ګاونډیتوب کې د کارنده تعاملاتو پیل لپاره مثبته نښه ده."

نوموړي زیاته کړې "د استول شویو کارپوهانو د مشاهدې له مخې چې د هراوود تمځي کې یې اوبه کتلې او اندازه کړې دي (د ۱۴۰۲ کال زمري میاشت کې د اوبو د جریان اندازه) د یوه نورمال اوبیز کال د میاشتنۍ کچې پرتله کمه وه."

په دهراوود کې د اوبو اندازه کولو دغه تمځی تر کجکي بند پورته دی چې هلمند سیند ته ترې د بهېدونکو اوبو اندازه محاسبه کېږي.

له دې محاسبې دا مالوموي چې سږکال اوبه ډېرې که کمې دي.

ایران

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، افغانستان له څو پرله پسې کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخ دی

له دې سره هممهاله د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان هم په تهران کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې د ایران حقابې ته په اشارې ویلي "زموږ همکارانو په دې وروستیو کې د دهراوود تمځی کتلی او مشخصه شوې چې افغانستان هم وچکالی سره لاس ګریوان دی. خو موږ په هلمند سیند کې د کلني‌ ورښت د کچې په اندازه حق لرو او د خپلې حقابې غوښتونکي یو."

هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت سیسان سیمې ته "له هلمند سیند او له هغې پرته" د څښلو اوبو د تامین پر ګڼو پروژو کار کوي.

تر دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان افغانستان ته د دغه ایراني پلاوي د سفر په اړه ویلي وو چې هېواد یې د دغه پلاوي وروستي رپوت ته په تمه دی.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي وو چې د ایران فني پلاوي د ارزګان دهراوود کې د اوبو کچې تر کتلو وروسته دا تایید کړې چې سږ کال په افغانستان کې وچکالي واقعا ټکان ورکوونکې وضعیت کې ده.