"د امریکا حکومت دې د ګوانتانامو زندان له کبله بښنه وغواړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
له ګوانتانامو څخه تر ليدنې وروسته د ملګرو ملتونو يوې رپورټرې د امريکا د حکومت له لوري له بنديانو سره د ظالمانه او سپکاوي ډک چلن پر دوام نيوکه کړې ده.
دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو یوې رپورټرې ته اجازه ورکړل شوه چې د ګوانتانامو په پوځي اډه کې د ترهګریزو بریدونو په تور د نیول شویو مشکوکو کسانو توقیف ځای ته ولاړه شي.
یوویشت کاله وړاندې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په یوولسمه کیوبا کې د امریکا په سمندري اډه کې د ګوانتانامو زندان د سختو امنیتي تدابیرو لاندې پرانیستل شو.
موخه دا وه هغه کسان چې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې په جګړه کې نیول شوي، د "ترهګرۍ" په وړاندې، پرته له دې چې د دې هېواد د معمول حقوقي قانوني معیارونو سره مطابقت ولري - هغه چې د هر زنداني اساسي حقونه تضمینوي - د امریکا په خاوره کې بندي شي، پوښتنې ترې وشي او محاکمه شي.
د شاوخوا ۸۰۰ کسانو له ډلې چې یو وخت په دغه توقیف ځای کې بندیان وو، اوس ۳۰ تنه پاتې دي.
فیونوالا نی د ملګرو ملتونو لومړنۍ خپلواکه رپورټره ده چې د فبرورۍ په میاشت کې یې په بې ساري ډول له هغو ۳۴ کسانو سره څلور ورځې وکتل او خبرې وکړې چې په ګوانتانامو کې بندیان وو.
د دغو ۳۰ کسانو له جملې څخه چې اوس په توقیف کې پاتې دي، ۵ تنه په نیویارک او واشنګټن ډي سي کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په پلانولو تورن دي.
له بندیانو سره ناوړه چلن

د عکس سرچینه، Getty Images
اغلې نی ایولین، چې د حقوقو استاده هم ده، په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل ۲۳ مخیز راپور کې وویل، "امریکا باید د ګوانتانامو له بندیانو سره د ناوړه چلن له امله بښنه وغواړي."
د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې "له دوه لسیزو توقیف وروسته، بندیان ډېر ځورېږي او ټول هغه کسان چې له هغې سره یې خبرې کړې دي له غیرقانوني توقیف، شکنجه کولو او په پټو توقیف ځایونو کې له ساتل کېدو ډېر کړېدلي دي."
په ورته وخت کې هغې د بایډن د ادارې مننه وکړه چې د ګوانتانامو زندان د تفتیش لپاره یې فرصت برابر کړی.
اغلې نیاولین وویل چې توقیف ځای ته د لاسرسي لپاره د هغې ټولې غوښتنې پوره شوې او له ټولو هغو بندیانو سره یې ولیدل چې غوښتل یې ور سره وویني.
که څه هم د جو بايډن اداره په تېرو شلو کلونو کې د امريکا لومړۍ اداره ده چې ملګرو ملتونو ته يې د ګوانتانامو د ليدو اجازه ورکړه، خو د دغه راپور په غبرګون کې يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ليکلي چې "د مېرمن ني ايولين موندنې يوازې د هغې انګېزې دي او د امریکا حکومت د دې راپور د قانوني منځپانګې له پام وړ برخې سره موافق نه دی."
د امریکا حکومت ویلي چې د دې راپور پایلې به په دقیق ډول مطالعه کړي او په دې راپور کې د شاملو سپارښتنو په اړه به لازم اقدامات وکړي.
ګوانتانامو زندان څنګه جوړ شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له پېښو وروسته پر افغانستان د امريکا پوځي بريدونو وروسته څه د پاسه ۲ مياشتې تېرې شوې وې.
د امريکايي ځواکونو له لوري د القاعدې او هم طالبانو يو شمېر جنګيالي نيول شوي وو.
په واشنګټن کې ولسمشر جورج بوش د بنديانو په اړه يو پوځي فرمان خپور کړ.
ولسمشر بوش خپل د دفاع وزير ډونلډ رمسفېلډ ته د يو مناسب ځای را کتلو امر هم وکړ چې غير امريکايي وګړي له کوم تور پرته په کې تر ناټاکلې مودې پورې بندي شي.
د دغه امر له مخې که کوم بندي محاکمه کېدی، محاکمه به يې پوځي وی.
د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د امريکا د عدليې وزارت له خوا پنټاګون ته په يوه يادښت کې ليکل شوي دا چې ګوانتانامو خليج د امريکا خاوره نه ده، نو د امريکا فډرالي محکمو ته د بنديانو قضيې نه شي رسېدی.
ګوانتامو شاوخوا يوه پېړۍ مخکې امريکا له کيوبا نه په ګرو نيولی وه او دلته جوړه شوې اډه په لومړيو کې د زرګونو ناقانونه کډوالو لپاره، چې له کيوبا او هايتي نه امريکا ته تلل، چمتو شوې وه.
په دې ډول د امريکايي چارواکو په باور ګوانتانامو مناسب ځای و چې په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په شک نيول شوي کسان ورولېږدوي.











