د ګوانتانامو تر ټولو د ډېر عمر پاکستانی بندي له ۱۸ کلونو بند وروسته خوشی شو

سیف اللہ پراچہ

د عکس سرچینه، REPRIEVE

د عکس تشریح، سیف الله پراچه امریکا کې اوسېده او نیویارک ښار کې یې خصوصي ملکیت درلود. نوموړی پاکستان کې یو شتمن سوداګر ګڼل کېده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ګوانتانامو زندان تر ټولو د لوی عمر بندي سیف الله پراچه له زندانه راخوشی شوی او پاکستان ته رسېدلی دی.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ۷۵ کلن "پاکستانی سیف الله پراچه په ګوانتانامو زندان کې بندي و، چې د روان کال د اکتوبر پر ۲۹مه (د شنبې په ورځ) پاکستان ته ورسېد. خوښ یو چې بهر کې نیو شوی پاکستانی تبعه بالاخره له خپلې کورنۍ سره یوځای شو".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سیف الله پراچه له تېرو څه باندې ۱۸ کلونو راهیسې ګوانتانامو زندان کې بندي و.

نوموړی له القاعده شبکې سره د تړاو لرلو په تور نیول شوی و. د تېر کال مې میاشت کې د نوموړي د خوشي کېدو خبره تایید شوې وه.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم پر خپل ټویټر د ښاغلي پراچا د راخوشي کېدو خبره کړې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړي لیکلي، "ښاغلی پراچه چې ګونتانامو زندان کې بندي و، د شنبې په ورځ خوشی او هېواد ته رسېدلی دی. د بهرنیو چارو وزات ویليو د ښاغلي پراچا د بېرته راستنېدو د اسانتیا لپاره له نړیوالې ادارې سره یې یو پراخه خپلمنځي بهیر بشپړ کړ. موږ خوښ یو چې په بهر کې توقیف شوی تبعه له خپلې کورنۍ سره یوځای شو."

سیف الله پراچه امریکا کې اوسېده او نیویارک ښار کې یې خصوصي ملکیت درلود. نوموړی پاکستان کې یو شتمن سوداګر ګڼل کېده.

دی په ۲۰۰۳ کال د تایلنډ بنکاک پر هوايي ډګر نیول شوی و، چې افغانستان کې د بګرام زندان ته یووړل شو او د ۲۰۰۴ کال سپتمبر کې له هغه ځایه ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

که څه هم امریکا نوموړی له القاعده شبکې سره په همکارۍ تورن کړی و، چې په وینا یې د سپتمبر د ۱۱ پېښو کې یې له دوو دسیسه جوړوونکو سره مالي همکاري کړې ده، خو ښاغلی پراچه چې د شکر او د زړه له ناروغۍ کړېږي، په ترهګرۍ کې د لاس لرلو تورونه رد کړي او وايي هغه کسان یې - چې ده معامله ورسره کړې ده، نه پېژندل چې د القاعدې غړي دي.

سیف الله پراچه (ښۍ خوا) او د هغه زوی عزیر پراچه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیف الله پراچه (ښۍ خوا) او د هغه زوی عزیر پراچه

د پراچه زوی هم د خپل پلار له نیول کېدو څو میاشتې مخکې د ناسمو اسنادو له لارې امریکا ته د مشکوکو اورپکو په ورتګ کې د مرستې په تور نیول شوی و.

عزیر پراچه په ۲۰۰۵ کال نیویارک کې فدرالي محکمې په ۳۰ کلونو بند محکوم کړی و، خو یوه قاضي په ۲۰۲۰ کال د ګواهانو څرګندونې حذف کړې.

عزیر پراچه په ۲۰۲۱ کال تر هغه وروسته بېرته پاکستان ته واستول شو، چې د امریکا حکومت پرېکړه وکړه چې د نوې محاکمې غوښتنه ونه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ګوانتانامو زندان تر ټولو د لوی عمر بندي سیف الله پراچا له زندانه راخوشی شوی او پاکستان ته رسېدلی دی.