د پاکستان پراچه کورنۍ له القاعدې سره څه ډول اړیکې درلودې؟

سیف الله پراچه

د عکس سرچینه، Reprieve

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

سیف الله پراچه چې یو وخت د پاکستان د تر ټولو تجارتي ښار کراچۍ یو له مهمو سوداګرو بلل کېده، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پر مهال له ځينو نورو پاکستانیانو سره افغانستان ته تللی و او هملته نوموړي د القاعده شبکې له بنسټګر اسامه بن لادن سره هم کتلي وو.

امریکا او په پاکستان کې ځینې پر نوموړي تور پورې کوي، چې له همغه راهیسې یې له القاعده شبکې سره اړیکې جوړې کړې.

سیف الله پراچه په ۱۹۷۰م لسیزه کې يې لوړې زده کړې په امریکا ترسره کړې،‌ او هملته یې بیا کاروبار پیل کړ،

وروسته نوموړی په کراچۍ کې مېشت شو،‌ خو زوی او د کورنۍ غړي يې لاهم په امریکا کې ژوند او کاروبار کوي.

د ۲۰۰۳م عیسوي کال په مارچ میاشت کې په امریکا کې مېشت د سیف الله پراچه مشر زوی عزیر پراچه امریکايي پولیسو د القاعده له دوو غړیو ماجد خان او عمار البلوڅي سره د مرستو په تور ونیو،‌ هغه تور چې عزېر پراچا يې نه مني.

د عزير پراچه تر نیول کېدو شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د هغه پلار سیف الله پراچه د امریکا څارګرې ادارې د بنکاک له هوايي ډګره هغه وخت ونیو، چې د ښاغلي پراچه د کورنۍ په خبره نوموړی هلته له یوه امريکايي سوداګر سره د ملاقات لپاره تللی و.

سیف الله پراچه هملته تر نیول کېدو وروسته سي ای اې بګرام ته وړی و چې وروسته يې بیا ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه.

سیف الله پراچه (ښي لاس ته) او عزیر پراچه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیف الله پراچه (ښي لاس ته) او عزیر پراچه

د ده کورنۍ وايي، سیف الله پراچه په ګوانتانامو زندان کې تر ټولو د زیات عمر لرونکی بندي دی، چې اوس يې امريکايي چارواکو د خوشي کېدو اعلان کړی دی.

په ګوانتانامو زندان کې چارواکو ته د سیف الله پراچه له لوري په ورکړل شوي بیان کې ویل شوي، چې دی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دوه ځله افغانستان ته تللی او هملته يې له اسامه بن لادن سره ملاقات شوی.

ښاغلي پراچه چارواکو ته ویلي، په دې ملاقات کې ده یوازې د اسامه بن لادن مرکه کول غوښتل،‌ چې وروسته بیا د همدې مرکې په پلمه د میر په نامه یو کس په کراچۍ کې له ده سره ملاقات وکړ او د اسامه د مرکې په هکله یې ورڅخه پوښتنې وکړې.

سیف الله پراچه

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، له نیول کېدو مخکې د سیف الله پراچه تصویر

سیف الله پراچه په دې خبرو کې زیاته کړې،‌ چې په ۲۰۰۳م عیسوي کال کې کله چې یې پر ټلویزیون خبر ولید،‌ چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پاکستانیو او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو د القاعده شبکې غړی خالد شیخ محمد نیولی نو وپوهېد، هغه کس چې ده د میر په نامه ورسره ملاقاتونه کړي، خالد شېخ محمد و.

که څه هم پر سیف الله پراچه په زندان کې کوم جرم ثابت نه شو،‌ خو پر نوموړي تور و چې خالد شېخ محمد پنځه یا شپږ لکه ډالره ورکړي و او سیف الله پراچه خالد شېخ محمد ته هغه لارې چارې ورپه ګوته کړې وې، چې څنګه د سمندري بېړیو له لارې د ښځو په جامو کې چاودېدونکي توکي امریکا ته وړلی شي.